خبرونه
بې پولې ډاکتران: افغانستان کې د ناروغو ماشومانو شمېر زیات شوی، روغتونونه ځای نه لري

د بې پولې ډاکترانو نړیوال سازمان و ايي، افغانستان کې د ناروغو ماشومانو شمېر زیات شوی، خو د هېواد روغتونونه د هغوی د منلو وړتیا نه لري.
دغه سازمان د جولای په دویمه نېټه په یوې اعلامیې کې، اندېښنه ښودلې چې په هرات، هلمند او بلخ کې د دوی تر ملاتړ لاندې روغتونونه د ناروغو ماشومانو د ځایولو لپاره کافي بسترونه نه لري. د دې سازمان په وینا، په ځینو روغتونونو کې آن په یوه بستر کې دوه ماشومان ځای شوي، او ګڼ نور ماشومان د ځای خالي کېدو ته انتظار باسي.
په افغانستان کې د بې پولې ډاکترانو د همغږۍ مسوولې جولي پاکرو ویلي چې ګڼ شمېر روغتیايي مرکزونه له جدي ستونزو سره مخ دي چې پکې د کافي طبي پرسونل، لومړنیو درملو او تشخیصیه وسایلو نشتوالی شامل دی.
دې سازمان د روغتیا د نړیوال سازمان (WHO) له قوله ویلي چې د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته، د افغانستان شاوخوا ۴۲۲ روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې فعالیتونه محدود شوي، چې له امله یې له درې میلیون زیات افغانان له روغتیايي خدمتونو بې برخې شوي دي.
د جولي پاکرو په وینا، د دغو مرکزونو په تړل کېدو سره لومړنیو روغتیايي خدمتونو لاسرسی، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو لپاره، سخت شوی، او دوی اړ دي چې د اوږدې مودې انتظار ترڅنګ اوږده واټنونه ووهي څو روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی ومومي.
له ۱۳۰۰ زیات فعالانو په ایران کې له افغانانو سره د «غیرانساني چلند» د بندېدو غوښتنه وکړه

له ۱۳۰۰ زیاتو خبریالانو، سینمايي فعالانو او د افغانستان او ایران عامو وګړو په یوه لیک کې د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو غوښتي چې په دې هېواد کې له افغانانو سره "غیر انساني چلند" ژر تر ژره ودروي.
دغه فعالانو همدا راز له ایراني وګړو غوښتنه کړې چې د افغانانو پر وړاندې د روان تاوتریخوالو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي، څو د دوی چوپتیا له زورزیاتي سره د عامې همغږۍ په توګه تعبیر نه شي.
دوی په لیک کې له افغان کډوالو سره، چې قانوني یا غیرقانوني اسناد لري، روان چلند غندلی او د نیولو، انتقال، کمپونو کې ساتلو او بیا ایستلو دا ډول تګلاره یې «وحشیانه او شرموونکې» بللې ده. دې فعالانو زیاته کړې، چې یو شمېر افغانان ان له قانوني اسنادو سره هم جبري ایستل کېږي.
په وروستیو ورځو کې ګڼې داسې ویډیوګانې او انځورونه خپاره شوي چې له ایرانه د اسلام کلا له لارې د افغان کډوالو ډله ایز ایستل ښيي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ویلي چې په وروستیو کې له ایرانه د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو کچه بېسارې ده، چې یوازې د جون میاشتې (غبرګولي-چنګاښ) په اوږدو کې له ۲۵۶ زرو زیات افغانان له ایرانه وتلو ته اړ شوي دي.
د امریکا مشهور رپ سندرغاړي د جنسي قاچاق له تورونو برایت ترلاسه کړ

د امریکا مشهور رپ سندرغاړی شان دیدي کامبز د جنسي قاچاق له تورونو برایت ترلاسه کړ.
خو نوموړی د فحشا اړوند تورونو کې مجرم پیژندلی شوی دی.
د نوموړي مدافع وکیل دا پرېکړه "قانوني بریا" بللې، خو څارنوالانو ویلي چې کامبز لا هم ممکن د فحشا په تور تر ۱۰ کلونو بند سره مخ شي.
د محکمې قاضي د ده د مشروطې خوشې کېدو غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې کامبز ممکن ټولنې ته خطر پېښ کړي.
په محکمه کې یو شمېر ښځو چې پخوا یې د نوموړي سره اړیکې لرلې شاهدۍ ورکړې او ادعا یې کړې چې له بدرفتارۍ سره مخ شوې دي.
دا ادعاوې د محکمې له خوا په بشپړ ډول تایید شوي نه دي خو د قضیې څېړنه لا روانه ده.
د دغې قضیې له امله د کامبز شهرت، هنري فعالیتونه او سوداګریز فرصتونه له جدي ننګونو سره مخ شوي دي.
په بالي کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو په پېښه کې۶۱کسان نادرکه دي

د اندنیزویا په بالي ښار مې د یوې مسافروړنکې کښتۍ د ډوبیدو له کبله۶۱کسان نادرکه دي.
دغه کښتۍ له جاوه بالي ته په لار وه.
په کښتۍ کې ۶۵کسان سپاره وو، چې څلور تنه يې ژغوړل شوي دي.
تراوسه معلومه نه ده چې دا کښتۍ ولې ډوبه شوې ده.
د جرمني د زاکسن ایالت په پوځي سیمه اور لګیدلی دی

د جرمني د زاکسن ایالت کې په یوې پوځي سیمه کې د اورلګیدو له کبله څه باندې ۶۰۰ هکتاره ځمکه سوځیدلی ده.
د راپورونو له مخې دغه اور براندنبورګ ایالت ته رسیدلی دی.
د اوروژنې ادارې ۲۰۰ مامورین هڅه کوي دغه لګیدلی اور مهار کړي.
د اور له کبله په سیمه کې د معلولینو د ساتنې یو مرکز خالي شوی او د ګازو یو ساتنځای د اور د پراخیدو له جدي ګواښ سره مخامخ دی.
بل پلو په براندنبورګ کې د اوروژنې ادارې دوه کارکوونکي شدید ټپیان شوي دي.
دغه اور له سه شنبې راهیسې پیل شوی دی.
د امریکا دفاع وزارت؛ د ایران اټومي پروګرام دوو کلونو کې بیرته یورانیم غني کولی نشي

د امریکا د دفاع وزارت ویاند وايي، د ایران اټومي پروګرام دوه کاله شاته شوی دی.
شان پارنل پرون چهارشنبې په یوه خبري کنفراس کې خبریالانو ته وویل، " زموږ معلومات ښيي چې د امریکا د بریدونو له کبله د ایران اټومي پروګرام دوه کاله شاته شوی دی".
له دې وړاندې امریکايي چارواکو د ایران د دریو اټومي تاسیسات د ویجاړیدو خبره کړې وه.
بل پلو، د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي وایي، ایران کولی شي په څو راتلونکو میاشتو کې بیرته د یورانیم د غني کولو پروسه پیل کړي.
د ګروسي دغو څرګندونو د امریکا د بریدونو له کبله د ایران د اټومي تاسیساتو د له منځه وړلو په اړه انديښنې راپورته کړې دي.
له دې وړاندې یو شمیر امریکايي رسنیو له هغې ډلې فاکس نیوز راپور ورکړی و چې د امریکا کانګرس هغه طرحه وړاندې کړې چې ولسمشر ټرمپ ته صلاحیت او اجازه ورکوي څو اسراییلو ته بي۲بمونه ورکړي.
د دغې طرحې له مخې جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو ویلي، اسراییلو ته دغه بمونه په هغې صورت کې ورکول کیږي چې ثابته شي ایران د اټومي وسلو د جوړولو او د یورانیمو غني کولو ته دوام ورکوي.
دا طرحه لا تصویب شوي نه ده، خو د اسراییلو او امریکا ترمنځ پوځي همکاري دوام لري.
بل پلو، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې سره د ایران نه همکاري د منلو نه ده.
د دې وزارت ویاندې ټامي بروس پرون په یوه خبري کنفراس کې وویل، "تهران باید له ځنډ پرته د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره همکاري له سره پیل کړي".
افغانستان، ازبکستان او اذربایجان درې اړخیزې کاري ډلې جوړوي

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د اذربایجان له صدراعظم علي اسدوف سره د ایکو سازمان د سرمشریزې په څنډه کې کتلي دي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پرون چهارشنبې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، "په کتنه کې ملا برادر له اذربایجاني لوري غوښتي چې د کرنې د میکانیزه کولو، د اوبو مدیریت، د اسان خدمت د پروګرامونو د تطبیق، ماین پاکۍ او د مسلکي زده کړو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي".
د خبرپاڼې په ټکو، ښاغلي اسدوف د کانونو د استخراج، د اوبو مدیریت او نوي کیدونکې انرژۍ د برخو سربیره په افغانستان کې د پانګونې او افغانانو سره د همکارۍ ژمنې کړي دي.
وړاندې په خبرپاڼه کې د افغانستان، ازبکستان او اذربایجان ترمنځ د درې اړخیزو کاري ډلو د جوړیدو خبره هم شوې چې د خبرپاڼې په ټکو لومړنۍ غونډه به يې په کابل کې او دویمه غونډه به يې په ازبکستان کې وشي.
د دغو غونده د دقیقو نیټو په اړه څه ویلي شوي نه دی.
د ایکو اقتصادي سازمان ۱۷مه سرمشریزه د اذربایجان په پلازمینه باکو کې د نن او سبا ترسره کیږي.
دغې سرمشریزې ته د سازمانو د غړیو هېوادونو د ولسمشرانو سربیره لوړپوړي چارواکو ورغلي دي.
دملګروملتونو د کړنې او خوړو اداره؛ وچکالي د افغانستان ټولو سیمو ته غځیدلی ده

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي، شدیده وچکالي د افغانستان له شمالي، شمالي لودیز او خیتځو سیمو اوس ټول هېواد ته غځیدلی ده.
دغې ادارې نن چهارشنبې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، "د وچکالۍ له کبله زیانمن افغانان عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري".
د دغې ادارې په ټکو، وچکالۍ د کرنې سربیره مالدارۍ ته هم لوی تاوان رسولی دی.
له دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستنیدویه ماموریت یوناما خبرداری ورکړی وو چې د وچکالۍ په سبب د افغانستان پنځوس سلنه کرنیز محصولات کم شوي دي.
د افغانستان اتیا سلنه خلک په کرنۍ خپل ورځینۍ ژوند تیروی.
فرانسه کې د ګرمي له کبله دوه کسان مړه شوي دي

په فرانسه کې د ګرمې هوا له کبله دوه تنه مړه شوي دي.
فرانس پریس نن چهارشنبې د فرانسوي چارواکو په حواله ویلي، "۳۰۰ تنه نور د ګرمۍ اړونده ناروغیو په سبب تر درملنې لاندې دي".
دا دویم کال دی چې د جولای میاشت په فرانسه کې تر ټولو ګرمه میاشت وي.
له دې مخکې په ایټالیا کې د سختې ګرمۍ له کبله دوه کسان مړه شوي وو.
فرانسه، هسپانیا، پرتګال او ایټالیا هغه هېوادونه یاد شوي چې په راتلونکو ورځو کې به په کې هوا سخته ګرمه وي.
استانبول کې په پراخو مظاهرو کې۲۴کسان نیول شوي دي

د ترکیې پولیسو په استانبول کې د پرون شپې په پراخو مظاهرو کې ۲۴کسان نیولي دی.
دا مظاهرې د استانبول د پخواني ښاروال اکرام امام اوغلو د نیولو او له دندې د لیرې کیدو د سلمې ورځې په مناسبت ترسره شوې وې.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ویلي، "مظاهره کوونکو ولسمشر اردوغان ته سپکاوی کړی او د امنیتي ځواکونو پر وړاندې له زور زیاتي کار اخیستی دی".
په زرهاوو کسان پرون شپه د استانبول د ښاروالی ودانۍ مخې ته راټول شوي وو، او د "د فاشیسم پر وړاندې اوږه په اوږه" او "ولسمشر امام اوغلو" شعارونه يې ورکول.
امام اوغلو چې د جمهوري غوښتونکي خلق ګوند له مشهورو څیرو دی، د ترکیې په راتلونکو ټاکنو کې چې تمه ده په ۲۰۲۸کال کې ترسره شي د ولسمشر اردوغان سرسخت سیال و.
هغه د مارچ په ۲۳مه له دندې ګوښه او له خپلو یو شمیر همکارانو سره ونیول شو.