د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۴

د افغانستان په جنوب کې خبریالې ثنا عاطف د زړورتیا جایزه وګټله


ارشیف
ارشیف

د افغانستان په جنوب کې د ثنا عاطف په نوم  یوې خبریالې ( خبریالۍ کې د زړورتیا) جایزه ترلاسه کړه. نوموړې په دغه مستعار نوم له زن ټایمیز( Zan Times) په نوم یوې انلاین رسنۍ سره کار کوي. ثنا عاطف د جایزې د اعلان په غونډه کې ګډون کړی و، خو د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي رسنیو سره خبرې وکړي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا د خبریالانو په ځانګړي ډول په ښځینه خبریالانو د محدودیتونو سرسره یو شمیر خبریالانې د ښه کار له امله جایزې تر لاسه کوي.

له دې ډلې یوه د زن ټایمز( Zan Times) انلاین رسنۍ خبریاله ثنا عاطف ده چې تازه یې سږ کال لپاره د ښخينه رسنیو د نړیوال بنسټ " ای، ډبلیو، ایم، ایف" له خوا ( خبریالۍ کې د زړورتیا) جایزه وګټله.

خو د زن ټایمز د مسوولې مدیرې زهرا نادر په خبره دا د هغې مستعار نوم دی، ځکه په خبره یې امنیتي ستونزې لري او د همدې ستونزو له امله نشي کولای له رسنیو سره خبرې هم وکړي، خو زیاتوي چې د جایزې د اعلان په غونډه کې یې انلاین ګډون کړی و.

د نوموړې په خبره ثنا عاطف د افغانستان له جنوب نه دغې رسنۍ سره کار کوي.

کله یې چې دغه جایزه اعلان کړه، د هغې ستونی ډک شو او هیڅ یې باور نه کېده چې دا جایزه یې ګتلې وي
د ثنا عاطف همکاره

اغلې نادر دا جایزه په داسې شرایطو کې چې په خبره یې ډیری ښځې افغانستان کې له رسنیو لرې شوې دي یادې خبریالې او د افغانستان تولو ښځینه خبریالانو ته یو لوی ویاړ ګڼي."په داسې شرايطو کې چې زمونږ همکاره ثنا عاطف دا جایزه اخلي واقعاً یو لوی ویاړ دی، کله یې چې دغه جایزه اعلان کړه، د هغې ستونی ډک شو او هیڅ یې باور نه کېده چې دا جایزه یې ګتلې وي، ډیرو زیاتو ستونزه سره مخ ده، اول دا چې نوم یې خپل ریښټینی نوم نه دی، د یو خبریالې لپاره چې درې کاله کار وکړي او هڅه وکړي چې ځانته امتیاز واخلي دا ډیر مهم دي، خو په افغانستان کې زمونږ همکاران د امنیتي ستونزو له امله دا کار نشي کولای. "

د افغانستان د خبریالاتو د ملاتړ سازمان سږ کال لپاره افغان خبریالې ثنا عاطف ته د ښځینه وو رسنیو د نړیوال بنسټ " ای، ډبلیو، ایم ایف" (خبریالۍ کې د زړورتیا) جایزې د ورکول کېدو هرکلی کړی دی.

دې سازمان په هغه اعلامیه کې چې پرون یې له رسنیو سره شریکه کړې ویلي، دا جایزه د افغان ښځینه خبریالانو د انعطاف، ځواک او صداقت یوه پیاوړې نښه ده.

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې د ثنا عاطف کار د افغان ښځینه خبریالانو نه ماتیدونکې روحیه ښيي چې نه غواړي غږونه یې غلي شي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان رسنیو سره د اړیکو برخې مشرې او ښځینه خبریالانو ته د دغه سازمان د عدالت غوښتنې کميټې غړې سهیلا یوسفي ازادي راډیو سره خبرو کې وویل" د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان، ښځینه خبریالانو ته د عدالت غوښتنې کميټه له ثنا عاطف او په افغانستان کې له تولو ښځینه خبریالانو د ملاتړ په ترڅ کې ژمنه ده چې دوی ته د عدالت په تامینولو او د دغه شان د دوی د رسنیزې خپلواکې لپاره هڅې وکړي، او حرفوي او زړور فعالیتونه یې د مقاومت او پوهاي د نښې په توګه په نړیواله کچه وځلوي."

د ښځینه وو رسنیو نړیوال بنسټ " ای، ډبلیو، ایم، ایف" په خپله ویب پاڼه کې له درې نورو خبریالانو سره د ثنا عاطف د نوم په اعلانو ویلي، (خبریالۍ کې د زړورتیا) جایزه خلکو ته دا ښيي چې خبریالې میرمنې نه څنډې ته کېږي، هغوی غلې کېدونکې نه دي، او ځای لري چې په سختیو سره د مقابلې د ځواک له امله یې وستایل شي.

دغه سازمان دا هم ویلي چې تر اوسه دوی د ۵۶ هیوادونو له سلو ډیرې خبریالنې ستایلي دي.

دا جایزه داسې مهال د ثنا عاطف په په مستعار نوم په افغانستان کې دې خبریالې ته ورکول کېږي چې په دغه هیواد کې ښځینه خبریالانې وايي له جدي ستونزو سره مخ دي.

دوی مخکې ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي وو، چې خبري غونډو او کنفرانسون کې نه پرېښودل کېږي، د اطلاعاتو په موندولو کې هم ستونزه سره مخ دي او داسې موضوعات چې انتقادي وي، په هغې اړه هیڅ د راپورکولو اجازه نه لري.

خو د ثنا عاطف د راپور یو نمونه چې د زن ټایمز ( Zan Times) انلاین رسنۍ مسوولې مدیرې زهرا نادر د ازادي راډیو له خبریال سره شریکه کړې، په کې د ښځینه خبریالانو پر کار د طالبانو حکومت د محدودیتونو بیلابیلو مواردو ته اشاره شوې ده.

داسې مهال چې طالبانو په وار وار ادعا کړې چې د اسلامي شریعت او ملي ګټو په چوکاټ کې له رسنیو او خبریالانو ملاتړ ته ژمن دي.

XS
SM
MD
LG