د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۴

له هرکلي تر غندنې، د روسیې له خوا د طالبانو رسمیت پیژندنې ته بیلابېل غبرګونونه


د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقی په کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقی په کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره

د روسیې له خوا د طالبانو د حکومت رسمیت پیژندنې پراخ غبرګونونه پارولي. د نړۍ دویم لوی اقتصاد لرونکي هېواد چین د دې اقدام هرکلی کړی او ویلې یې دي افغانستان باید له نړیوالې ټولنې منزوي نه شي. یوشمېر نورو بیا د روسیې دا اقدام غندلی دی.

د چین د بهرنیو چار وزارت ویاندې مائو نینګ ( نن جمعه د جولای څلورمه) په هغه ویډیویي بیان کې چې چینایي رسنۍ ګلوبل ټایمز له یو خبري ناستې نه په خپله ایکس پاڼه خپور کړی دی ویلي"چین د روسیې او د افغانستان د موقت حکومت ترمنځ په اړیکو کې د وروستیو پرمختګونو هرکلی کوي. چین د افغانستان د ګاونډي دوست په توګه په دې باور دی چې دغه هېواد باید له نړیوالې ټولنې منزوي نه شي. چين د افغانستان له موقت حکومت سره د اړيکو او ډيالوګ د پياوړتيا په برخه کې له نړيوالې ټولنې ملاتړ کوي، نړيوالو اندېښنو ته په فعاله توګه ځواب ورکولو ته یې هڅوي او د افغانستان د بيارغونې او پرمختګ په برخه کې ورسره په ګډه مرسته کوي، له ترهګرۍ سره د مبارزې ملاتړ یې کوي او د سيمه ييزې سولې، ثبات او سوکالۍ په برخه کې ورسره مثبته ونډه اخلي."

چین د افغانستان د ګاونډي دوست په توګه په دې باور دی چې دغه هېواد باید له نړیوالې ټولنې منزوي نه شي
د چین د بهرنیو چارو وزارت

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق په دې اړه د جولای په ۴مه په خپله ایکس پاڼه لیکي، که څه هم د طالبانو په رسمیت پیژندنه د داسې هېواد لخوا چې تېر شل کاله یې ملاتړی وه، د حیرانتیا خبره نه ده خو ټینګار یې کړی چې دا «سیاسي حرکت» به ظاهراً د طالبانو په ګټه خو د افغانستان د خلکو لپاره اوږدمهاله منفي پایلې ولري.

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه بیا پر خپله ایکس پاڼه د جولای په ۳مه په دې اړه لیکلي چې دا پیژندنه به د دواړو خواوو لپاره بایلونکی وضعیت وي.

ښاغلي اندېشه د مطلب له روښانه کولو پرته زیاته کړې چې داسې فرصتونه به رامنځته کیږي خو باید په موثره توګه وکارول شي.

د روسیې دې پرېکړې ته د طالبانو د حکومت یو شمیر مخالفو وسله والو ډلو هم غبرګونونه ښودلی دی.

د افغانستان د ملي مقاومت په نوم جبهې د بهرنیو اړیکو مسول علي میثم نظري په دې اړه په خپله ایکس پاڼه لیکي چې " ریښتینی مشروعیت د یو هېواد له دننه او ولسه سرچینه اخلي، یو ریښتینی حکومت خپل واک د خپلو خلکو له رضایت او باوره ترلاسه کوي، نه د بهرنیو له تاییدونو."

یو ریښتینی حکومت خپل واک د خپلو خلکو له رضایت او باوره ترلاسه کوي، نه د بهرنیو له تاییدونو
د ملي مقاومت جبهه

نوموړي زیاته کړې، هره هغه ډله چې د داخلي مشروعیت تر لاسه کولو مخکې د نړیوالو رسمیت پیژندلو هڅه کوي ناکامه او په تاریخ کې هیریږي.

د بشري حقونو د فعالانو ټولنې هم په دې اړه رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي، د روسیې له خوا د دوی په ټکو د طالبانو د "ترهګرې ډلې" په رسمیت پېژندنه له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

د دې ټولنې یو غړي فهیم فرواک په دې اړه ازادي راډیو ته استولي غږیز پیغام کې وویل"موږ د روسیې دې پرېکړه شدیداً اندېښمن کړي یو، دا پرېکړه د بشري حقونو د اصولو او د عدالت نړیوالو ارزښتونو ښکاره سرغړونه ده،طالبان نه داخلي مشروعیت لري او نه د ښځو انساني حقونو او د نورو قومونو، مذهبونو کرامت ته ژمن دي، موږ خبرداری ورکوو چې طالبانو ته مشروعیت ورکول نه یوازې دوی زړور کوي بلکې د هغو هېوادونو امنیت او اعتبار ګواښي چې دوی ته مشروعیت ورکوي."

دې ټولنې په خپل بیان کې له مسکو غوښتي چې پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي او له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو یېغوښتي چې د روسیې له خوا د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون پنجشنبه (د جولای په ۳مه) په یوه بیان کې د دې اعلان تر څنګ ویلي، مسکو د افغانستان له نوي حکومت سره د اړیکو پراختیا لپاره ښه فرصتونه ویني او ژمن دی چې له کابل سره د امنیت، ترهګرۍ پر ضد او د مخدره موادو د قاچاق پر ضد د مبارزې په برخو کې همکاري ته دوام ورکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي "موږ باور لرو چې د افغانستان د اسلامي امارت د حکومت رسمي پېژندنه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې اغېزناکې همکارۍ د پراختیا لپاره نوې لاره پرانیزي."

په بیان کېدغه شان ویل شوي، چې روسیه په ځانګړي ډول د انرژۍ، ترانسپورت، کرنې او بنسټیزو پروژو په برخو کې د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو پراخ فرصتونه ویني.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په یوه بیان کې د روسیې دا اقدام زړور او ارزښتمن بللی.

نوموړې هېله څرګنده کړې چې د روسیې له خوا د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندل به نورو هېوادونو ته یوه بیلګه شي.

خو په افغانستان دننه د معترضو ښځو خوځښتونه وایي روسیې د دې پرېکړه لپاره د افغانانو عیني وضعیت خصوصا پر ښځو روان بندیزونه له پامه غورځولي او یوازې د خپلو ګټو لپاره یې دا پرېکړه کړې.

له دې ډلې د پنجره امید د ښځو غورځنګ مشرې صفیې عارفي ازادي راډیو ته استولي غږیز پیغام کې ویلي"طالبان په هېڅ صورت د یو دولت په توګه د رسمیت پیژندلو معیارونه نه لري، د افغانستان خلک کله هم د دوی په واکمنۍ راضي نه دي، دوی د ښځو خلکو او بشریت او لږکیو پر وړاندې جنایات کړي، دوی د بشري حقونو ناقضین دي، دې اقدام د افغانانو بشري حقونو فعالانو او معترضو ښځو اندېښنې راپارولي چې ولې یو هېواد د نړیوالو اصولو خلاف طالبان په رسمیت پیژني."

د یادونې ده چې طالبانو په تېرو نږدې څلورو کلونو کې پر ښځو او نجونو د زده کړو او کار په ګډون بېلابېلو برخو کې بندیزونه لګولي دي، چې له امله یې تر اوسه له روسیې پرته کوم هېواد په رسمیت نه دي پیژندلي.

خو چین، متحده عربي اماراتو، ایران، ازبکستان او پاکستان له طالبانو سره د اړیکو د پراخولو په موخه کابل ته خپل سفیران ور استولي دي او د دغه هیوادونو په ګډون یو شمیر هیوادونو د طالبانو حکومت استازي هم په خپلو هیوادونو کې د افغانستان سفارتونو او قونسلګریو کې منلي او سوداګریز اړیکي سره پالي.

XS
SM
MD
LG