د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

خبرونه

اسراییل او حزب‌الله یو بل د اوربند پر سرغړونې تورن کړي دي

د لبنان جنوب کې د اسراييل پولې ته څېرمه يوه پرته سيمه چې په توغنديو لګېدلې.
د لبنان جنوب کې د اسراييل پولې ته څېرمه يوه پرته سيمه چې په توغنديو لګېدلې.

په همدې حال کې د اسراییل صدراعظم اعلان کړی، پوځ ته یې امر کړی چې د اوربند د ماتېدو په صورت کې د جګړې لپاره چمتو واوسي.

متحده‌ایالات حزب‌الله د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، خو اروپایي اتحادیې یوازې د دې ډلې نظامي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.

د اسراییل پوځ د پنج‌شنبې په ورځ (د لیندۍ اتمه) اعلان وکړ، هغه تاسیسات یې په نښه کړي دي چې، د حزب‌الله ډله یې د منځني واټن توغندیو د زېرمې لپاره د لبنان په جنوب کې کاروي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌‌‌‌مخې، دغه برید د لیتاني سیند په شمال کې د بیساریه په کلي کې ترسره شوی او دا د اوربند د نافذېدو له پیل راهیسې د اسراییل لومړنی هوايي برید ګڼل کېږي.

د راپور پر اساس، په هغه اوربند کې چې د چهارشنبې په سهار نافذ شوی دی، د لیتاني سیند په جنوب کې د غیر قانوني پوځي تاسیساتو پر ختمولو ټینګار شوی، خو د سیند په شمال کې پوځي تاسیساتو ته اشاره نه‌‌‌ده شوې.

د اسراییل پوځ دا هم اعلان وکړ چې، د پنج‌شنبې په ورځ یې څو "مشکوک" اقدامات چې ګواښ ګڼل کېدل او د اوربند شرایط یې ماتول، پېژندلي دي.

بېنيټ: نړيواله ټولنه دې د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو له سرغړونو سره مقابله وکړي

ريچارډ بېنيټ
ريچارډ بېنيټ

د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ، پرون (پنج‌شنبې) پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې، د طالبانو له‌‌‌خوا د بشري حقونو له سرغړونو سره مقابله وکړي.

هغه په افغانستان کې روان وضعیت یوه داسې بحران وباله، چې باید وجدانونه ولړزوي.

ښاغلي بېنیټ په جنیوا کې د "جنسیتي ځواب ویلو او عدالت کنفرانس" ته په وینا کې په افغانستان کې د حساب ورکولو او عدالت د ډاډمنولو لپاره د پراخو او هر اړخیزو میکانېزمونو پر اړتیا ټینګار وکړ.

هغه وویل: "زه غواړم خپله خبره په‌‌دې ټینګار سره پای ته ورسوم چې، د حساب ورکولو او عدالت پراخ او هر اړخیز سیستم د یوه باثباته، ټول‌شموله، د حقونو درناوي کوونکي او هوسا افغانستان د جوړولو لپاره څومره مهم دی. یو ځل بیا، زه د افغانستان زړورو خلکو ته خپله ژوره مننه او قدرداني وړاندې کوم، چې لا هم په خورا زړورتیا او صبر سره د ستونزو پر وړاندې درېږي. په‌دې هېواد کې روان وضعیت باید زموږ وجدانونه ولړزوي."

په‌‌‌‌‌‌دې کنفرانس کې چې سیاستوالو او نړیوالو استازو ګډون درلود، د طالبانو د بشري حقونو د سرغړونو لپاره د حساب ورکولو د چوکاټ د نشتوالي په اړه خبرې وشوې.

ګډونوالو د قانوني ګامونو د اخیستو اړتیا په ډاګه کړه، ترڅو د طالبانو پالیسۍ د "جنسیتي اپارتاید" په توګه وپېژندل شي، چې د ښځو او نجونو د سیستماتیکې ځورونې څرګندونه کوي.

افغانستان ته له ايران او پاکستان د ۱۷۲کورنيو د ستنېدو خبر ورکړل شوی

افغانستان ته د ستنو شويو کډوالو د کډې يو انځور
افغانستان ته د ستنو شويو کډوالو د کډې يو انځور

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت وايي، پرون (پنج‌شنبې) له ایران او پاکستانه شاوخوا ۱۷۲ کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنې شوې.

د راستنو شویو کورنیو له ډلې ۱۵ یې د تورخم له لارې، ۳۵ یې د کندهار د سپین‌‌بولدک له لارې، ۳۹ د نيمروز د ورېښمو پله له لارې او ۸۳ نورې بیا د هرات د اسلام‌‌کلا له لارې راستنې شوې دي.

ایران او پاکستان پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړي او تر دې چې ایراني چارواکو ویلي چې، د روان لمریز کال په پاتې څه کم څلورو میاشتو کې به دوه نیم میلیونه افغان کدوال له خپلې خاورې وباسي.

د ايران او درې اروپايي هېوادونو خبرې اترې؛ عراقچي يې پر پايلو بې‌باوره دی

د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي
د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي

د ایران او درېیو اروپایي هېوادونو د خبرو اترو په درشل کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دې خبرو پر پایلو بې‌باوري څرګنده کړه.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌‌مخې، ټاکل شوې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال او د ایران جګپوړی مرکچي، مجید تخت روانچي نن جمعه، (د لیندۍ ۹مه) په جینیوا کې د بریتانیا، جرمني او فرانسې له استازو سره وګوري.

رویټرز د ډیپلوماټیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې، د جینیوا خبرې به تر ډېره د بېلابېلو نظریاتو د وړاندې کولو غونډه وي، چې تمرکز به یې د ایران د اتومي دوسیې په اړه د ټرمپ د احتمالي چلند پر متقابلو اندېښنو وي.

له‌دې وړاندې، په بېلابېلو راپورونو کې ویل شوي و چې، د ډونالډټرمپ په نوې اداره کې به د ایران پر وړاندې د "اعظمي فشار" سیاست دوام وکړي او په عین حال کې له تهران سره د خبرو اترو احتمال هم شته.

يوشمېر بنسټونو د پاکستاني خبريال مطيع‌الله جان د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

خبريال مطیع‌الله جان
خبريال مطیع‌الله جان

د بشري حقونو یوشمېر موسسو د پاکستاني خبریال مطیع‌الله جان د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

مطیع‌الله جان د چهارشنبې په ورځ ونیول شو او پر ده د ترهګرۍ اړوند تور لګېدلی دی.

مطیع‌الله جان د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د پلویانو د مظاهرو راپورونه ورکول.

د بښنې نړیوال سازمان په یوه بیان کې پرون وویل چې، مطیع‌الله جان په جعلي تورونو نیول شوی او دا د بیان او رسنیو ازادۍ ته توهین دی.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې هم پرون له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې ياد خبريال ازاد کړي.

عراقچي: که ملګري ملتونه پر تهران بيا بنديزونه ولګوي، ايران به اټوم بم جوړ کړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، که چېرته ملګري ملتونه بیا پر تهران بندیزونه ولګوي، ایران به خپله اټومي تګ‌لاره بدله کړي او اټوم بم به جوړ کړي.

عباس عراقچي پرون د پرتګال په پلازمېنه لیسبون کې خبریالانو ته وویل، ایران له اوږدې مودې راهیسې د اټومي بم په تخنیک پوهېږي، خو دا کار د ایران د امنیتي ستراتېژۍ برخه نه‌ده.

دا څرګندونې په‌‌‌داسې وخت کې شوې دي چې، ټاکل شوې ده نن د ایران له استازیو سره د بریتانیا، فرانسې او جرمني استازي په جینوا کې خبرې وکړي.

په‌‌‌‌دې غونډه کې به د ایران د اټومي پروګرام په ګډون پر یوشمېر نورو موضوعاتو لکه د منځني ختیځ د شخړو په اړه خبرې وشي.

د نړۍ ۶ هېوادونو د افغان ښځو له حقونو د سرغړونو قضيه نړيوالې جزايي محکمې ته وړاندې کړه

د طالبانو تر حاکميت لاندې افغان ښځې
د طالبانو تر حاکميت لاندې افغان ښځې

هسپانیا، فرانسې، لوګزامبورګ، چیلي، کاستاریکا او مکسیکو د افغانستان د ښځو د حقونو د سرغړونو قضیه نړیوالې جزایي محکمې ته وړاندې کړې ده.

د چیلي د بهرنیو چارو وزارت د پنج‌شنبې په ورځ (د قوس په ۸مه) اعلان وکړ چې: "د شرایطو خرابېدو او د افغان ښځو او نجونو بحراني وضعیت ته په کتو، د دې هېواد قضیه نړیوالې جزایي محکمې ته وړاندې شوې ده."

د دې غوښتنې لاسلیک کوونکو له نړیوالې جزایي محکمې څخه غوښتي چې د افغانستان وضعیت، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو وضعیت، چې د حقونو له دوامدار او سیستماتیک نقض سره مخامخ دي، په پام کې ونیسي.

دغه شپږ هېوادونه د نړیوالې جزایي محکمې له څارنوال څخه غوښتنه کوي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو پر دوامدار او سیستماتیک نقض تمرکز وکړي.

دوی د نړیوالې جزایي محکمې له څارنوال څخه غوښتنه کړې چې، په خپلو پلټنو کې هغه جرمونه هم شامل کړي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، په ۲۰۲۱ کال کې، د ښځو او نجونو په وړاندې شوي دي.

سوريه کې د ايران د سپاه‌پاسداران يو جګپوړی قوماندان وژل شوی

وژل شوی قوماندان کیومرث پورهاشمي
وژل شوی قوماندان کیومرث پورهاشمي

د ایران د سپاه‌پاسداران وايي، په سوریه کې یې یو مهم پوځي سلاکار وژل شوی دی.

دغه ځواک پرون (پنج‌شنبې) وویل چې کیومرث پورهاشمي، چې حاجي هاشم مشهور و، د چهارشنبې په ورځ د "تکفیري ترهګرو" له لوري ووژل شو.

له تکفیري ترهګرو څخه د سپاه‌‌‌پاسداران منظور تحریرالشام ډله ده.

د سپاه‌‌‌پاسداران د عامه اړیکو څانګې په یوه خبرپاڼه کې همداراز ویلي، پورهاشمي د "د بي بي زینب د زیارت" له مدافعانو څخه و او پوځي رتبه يې برید جنرالي وه.

راپورونه وايي چې، دا جګپوړی ایرانی قوماندان په حلب کې د بشار اسد د مخالفې ډلې، تحریرالشام، له لوري وژل شوی دی.

رویټرز خبري اژانس د پوځ او تحریرالشام د سرچینو په حواله ویلي، دې ډلې د چهارشنبې په ورځ د سوریې په شمال کې د پوځ پر ضد پراخ عملیات پیل کړل او دا له څو کلونو راهیسې لومړی ځل دی چې دوی د څو سیمو په نیولو بریالي شوي.

امریکا په ۲۰۱۸ کال کې دا ډله د تروریستي سازمان په توګه اعلان کړه او د نړۍ ډېری نور هېوادونه هم تحریرالشام ترهګره ډله ګڼي.

انګيلا مرکل راتلونکې اوونۍ د جرمني پارلمان ته د افغانستان په اړه پوښتنو ته ځوابونه ورکوي

د جرمني پخوانۍ صدراعظمه انګیلا مرکل
د جرمني پخوانۍ صدراعظمه انګیلا مرکل

ټاکل شوې ده چې د جرمني پخوانۍ صدراعظمه انګیلا مرکل راتلونکې اوونۍ د خپل هېواد د پارلمان یوه کمېسیون ته حاضره شي او د افغانستان په اړه پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

د جرمني رسنیو پرون (پنج‌شنبې) راپور ورکړ چې اغلې مرکل او د هغې د صدراعظمۍ د مهال د کابینې دوه وزیران به د دسمبر په پنځمه د افغانستان د ماموریت او د تخلیې د عملیاتو په اړه پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

مېرمن مرکل ۱۶ کاله د جرمني صدراعظمه وه، چې په ۲۰۲۱ کې له سیاسته ګوښه شوه.

په پام کې ده چې د پارلمان غړي له‌‌دې څخه په‌‌‌دې اړه سپیناوی وغواړي چې، ولې د دې تر مشرۍ لاندې حکومت د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له لوري په چټکه د واک له نیول کېدو بې‌‌خبره و او ولې د جرمني د اتباعو او د هغو د افغان همکارانو د تخلیې عملیات له ګډوډۍ سره مخامخ شول.

طالبان: تر ارزونې وروسته د کابل شيرپور کې تر ۱۵۵جريبه ډېره ځمکه دولتي ګڼل شوې

د کابل ښار شيرپور سيمه
د کابل ښار شيرپور سيمه

د طالبانو د عدلیې وزارت ویاند وایي، د کابل ښار په شیرپور سیمه کې تر ۱۵۵ جریبه ډېره ځمکه دولتي ګڼل شوې ده.

حافظ برکت‌الله رسولي د پنج‌شنبې په ورځ د (لیندۍ په ۸مه) په یوه غږیز پیغام کې چې په ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) کې یې خپور کړی، په‌دې اړه وویل: "د شیرپور ځمکه د تخنیکي پلاوي او د کابل ښاروالۍ له‌خوا ارزول شوې وه. د دې ارزونې پر مهال هیڅ داسې سند نه‌‌‌‌دی وړاندې شوی چې ثابته کړي دغه ځمکه شخصي ملکیت دی."

نوموړي زیاته کړه چې، د تخنیکي پلاوي د ارزونو او د کابل ښاروالۍ د معلوماتو پر بنسټ، یاده ځمکه پلاني ګڼل شوې او په‌‌‌کې ودانۍ په خپل‌سر او د پلان خلاف جوړې شوې دي.

په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د پخواني حکومت ځینې چارواکي، د پخوانۍ ولسي او مشرانو جرګو غړیو او سیاسي او جهادي شخصیتونو په شیرپور سیمه کې لوکس کورونه جوړ کړي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG