د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۴ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۱

خبرونه

د امریکا دفاع وزیر لاتینې امریکا ته د الوتک‌وړونکې بیړۍ د لېږلو امر وکړ

د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر «پیت هګست» د جمعې په ورځ (د لړم په ۲مه) امر وکړ چې د «یو اېس اېس جرالډ فورډ» الوتک‌‌وړونکې جنګي بېړۍ د لاتیني امریکا پر لور حرکت وکړي.

دا امر په داسې حال کې شوی چې واشنګټن د مخدرو موادو د قاچاق پر ضد خپله تګلاره نوره هم سختوي.

دغه اقدام له وینزویلا سره د امریکا د کړکېچ په ترڅ کې د پوځي حضور د پراخېدو یوه برخه ده چې په کارابین سیمه کې ځای پر ځای کېږي.

په دې کې اته نورې جنګي کښتۍ، یو اتومي اوبتل او ایف ۳۵ جنګي الوتکې شاملې دي.

واشنګټن له اوږدې مودې راهیسې د وینزویلا حکومت تورنوي چې د مخدرو موادو قاچاق وړونکو ته پناه ورکوي او دیموکراتیکو بنسټونو ته زیان رسوي.

د پنتاګون ویاند «شان پارنل» په ایکسپاڼه کې په یو پیغام کې لیکلي چې د امریکا په کارابین سیمه کې د پوځي حضور زیاتوالی د پوځ د «جنوبي قوماندانۍ» وړتیاوې پیاوړې کوي، څو «د هغو غیرقانوني فعالیتونو د کشف، څار او ګډوډولو توان زیات کړي چې د امریکا د خاورې او د لویدیځ نیمې‌کُرې د سیمې امنیت او هوساینه له ګواښ سره مخامخ کوي.»

هغه سیمې ته د الوتک‌ وړونکې بېړۍ د رسېدو دقیق وخت نه‌دی څرګند کړی، خو ویلي یې دي چې دا بېړۍ څو ورځې وړاندې د جبل‌الطارق تنګي ته رسېدلې وه او دا مهال د اروپا له لارې په حرکت کې ده.

«جرالډ فورډ» بېړۍ چې په ۲۰۱۷ کال کې په رسمي توګه د سمندري ځواکونو په لیکو کې شامله شوه، د نړۍ تر ټولو نوې او ستره الوتک‌ وړونکې جنګي بېړۍ بلل کېږي، چې تر پنځه زرو زیات سمندري سرتېري پکې دنده ترسره کوي.

د افغانستان، ایران او ترکیې د ریللارو د پراختیا او ترانزیت هوکړه لاسلیک شوه

د طالبانو د حکومت د فواید عامې وزارت پرون (جمعه) وویل چې د افغانستان، ایران او ترکیې ترمنځ د رېللارې د پراختیا او د مالونو د ترانزیټ د زیاتوالي لپاره درې‌اړخیزه هوکړه‌ لاسلیک شوې ده.

د دې وزارت ویاند «محمد اشرف حق‌شناس» ویلي، دغه توافق د ترکیې په کوربه‌توب د رېل‌لارې د نړیوالې اتحادیې (UIC) د ۳۶م کانګرس په څنډه کې نهایي شوی دی.

د هغه په وینا، د دې تفاهم پر بنسټ به د خواف–هرات رېللار پروژه تر مزارشریف پورې وغځول شي، او د دریو هېوادونو تخنیکي، مالي او بشري ظرفیتونه به د دې پروژې د پرمخ بیولو لپاره ګډ وکارول شي.

په دې هوکړه کې د پولو په کچه د مالونو د تېرېدو اسانتیا، د رېللارې د ظرفیت لوړول، او د ترانزیت د پیاوړتیا لپاره ګډ کار هم شامل دی.

د ایران د دولتي رېل‌لارې مطبوعاتي دفتر هم اعلان کړی چې دا یادښت د ایران د رېل‌لارې د ادارې له لوري «ډاکټر ذاکري»، د ترکیې د دولتي رېل‌لارې له لوري «وېسي کورت» او د افغانستان د رېل‌لارې د ادارې له لوري «محمد اسحاق صاحب‌زاده» لاسلیک کړی دی.

دا پنځه کلن تفاهم‌لیک په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ په اړه دی، چې پکې د رېل‌پټلیو ساتنه او ترمیم، ډیجیټلي کول، د زیربناوو پراختیا او د بشري ځواک روزنه شامله ده. د دې درې‌اړخیزې همکارۍ اساسي هدف د موجودو رېل‌لارو د ګټې اخیستنې لوړول او د درې هېوادونو ترمنځ د یو دوامدار ټرانزیټي دهلېز رامنځته کول بلل شوي دي.

د پیکاسو یوه نقاشي په ۲۷ میلیونو یورو پلورل شوې

د پیکاسو یوه نقاشي چې تازه په ۲۷ میلیونو یورو پلورل شوې
د پیکاسو یوه نقاشي چې تازه په ۲۷ میلیونو یورو پلورل شوې

د هسپانوي هنرمند پابلو پیکاسو یو انځور د جمعې په ورځ د پاریس په بولۍ کې په ۲۷ میلیون یورو وپلورل شو.

« د ګلانو له خولۍ سره د یوې ښځې نیم تنه» د دې اثر نوم دی او په ۱۹۴۴ کال کې د یوې فرانسوي کورنۍ لخوا اخیستل شوی و. دا اثر د لسیزو لپاره د دوی په شخصي ټولګه کې پاتې وو تر هغه چې د کورنۍ وارثانو پریکړه وکړه چې ویې پلوري.

پیرودونکی په لیلام کې حاضر و، مګر د هغه هویت افشا نه شو.

د هنر کارپوهانو په وینا، دا انځور هیڅکله د لیلام څخه مخکې په عامه توګه نه و ښودل شوی او یواځې یو عکس یې چې په ۱۹۴۴ کال کې اخیستل شوی وو لیدل شوی.

امریکا د مخدره موادو له قاچاقیانو سره مبارزه سخته کړې

د امریکا لویه الوتکه وړونکې جنګي بیړۍ جرالډ فورډ
د امریکا لویه الوتکه وړونکې جنګي بیړۍ جرالډ فورډ

د امریکا یوه لویه الوتکه وړونکې بېړۍ د لاتینې امریکا اوبو ته روانه شوه.

د مخدره موادو د قاچاقیانو په وړاندې د مبارزې په لړ کې د امریکا د دفاع/جنګ وزیر پیټ هیګسټ الوتکې وړونکې جرالډ فورډ بېړۍ ته پرون امر ورکړی چې د لاتینې امریکا د اوبو په لور رهي شي.

امریکا واردمخه په کارائب سمندر کې اته جنګي بېړۍ، یوه اټومي اوبتله او څو اف۳۵ جنګي الوتکې ځای پر ځای کړي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي که څه هم د مخدره موادو د قاچاقیانو په وړاندې له کانګرسه د جګړې د اعلان اړتیا نه ویني خو دوی به هغه کسان ووژني چې هڅه کوي امریکا ته مخدره مواد دننه کړي.

څو ورځې کیږي چې امریکايي ځواکونه په دقیقو بریدونو سره هغه کښتۍ هدف ګرځوي او له منځه یې وړي چې د دوی په باور د مخدرو موادو د قاچاقیانو دي.

پرون هم د یوې بېړۍ په ویشتلو سره د امریکا پوځ اعلان وکړ چې د مخدره موادو لږ تر لږه ۶ قاچاقبران یې وژلي دي.

افغان پيژندل شوی لوبغاړی نصرت حقپرست نن په یو اف سي کې لوبه لري

نصرت حقپرست او یو سیال یې - مخکینی انځور
نصرت حقپرست او یو سیال یې - مخکینی انځور

نصرت حقپرست د رزمي لوبو په تر ټولو معتبره سازمان کې له یوه اسټرالیايي لوبغاړي سره چې کیلیان سالکلېد نومیږي مخ شوی.

دا لوبه د یو اف سي په ۳۲۱مه دوره کې د ابوظبۍ په اتحاد سټډیوم کې ترسره کېږي.

نصرت حقپرست تر دې دمه اتلس لوبې ګټلي او پنځه یې بایللي دي.

د نصرت حقپرست سیال بیا نهې لوبې ګټلي او یوه یې بایللې ده.

نصرت حقپرست وروستی وار په یو اف سي کې د شپې تر ټولو غوره لوبې جایزې هم ګټلې.

نصرت که څه هم د یو اف سي د ۳۲۱مې دورې په اصلي کارډ کې نشته خو د مقدماتي لوبو مرکزي سیالي یې ده چې تمه ده د شنبې په ماښام د افغانستان په وخت شاوخوا شپږنیمې بجې پيل شي.

نصرت حقپرست وروستۍ څلور لوبې سر په سر ګټلي او وایي چې په یو اف سي کې له غوره ۱۵ لوبغاړو سره د لوبو مستحقه دی.

حقپرست په جرمني کې اوسیږي خو د دې او ګڼو نورو لوبو لپاره یې په بیلابیلو هېوادونو له هغې ډلې امریکا، مراکش او متحده عربي اماراتو کې تمریني کمپونو ترسره کړي دي.

ّپه ترکیه کې د ډوبې شوې کښتۍ ژوندي افغان کډوال، ساحل ته د رسېدو لپاره شپږ ساعته لمبا کړې

بودروم ته نږدې ساحل کې ترکي ګارډان او ژغورونکي
بودروم ته نږدې ساحل کې ترکي ګارډان او ژغورونکي

ربړي بېړۍ پرون جمعه د ترکیې سواحلو ته نږدې ډوبه شوه. د ترکیې د ساحلي ګارډ په خبره په دې پېښه کې د مړو شویو ۱۷ کسانو جسدونه یې له اوبو را ایستلي دي. یو یې قاچاقبر بلل شوی.

یو افغان مسافر او یو بل کس له دې پېښې ژوندي پاتې دي.

افغان مسافر ژغورونکو ته ویلي چې بېړۍ یواځې لس دقیقې وروسته له هغه ډوبه شوه چې اوبه ور ننوتې.

هغه ویلي چې تر ساحله پورې یې شپږ ساعته لمبا وکړه څو خپل ژوند وژغوري.

پېښه د ترکیې د جنوب لویدیځ سواحلو کې د بودروم ښار سواحلو ته څېرمه شوې ده.

دا سیمه د یونان له کاس ټاپو یواځې پنځه کیلومتره فاصله لري.

د کډوالۍ نړیوال سازمان آی او ام ویلي د کال له پیل راهیسې نږدې ۱۴۰۰ کډوال د مدیترانې له لارې اروپا ته د رسیدو په هڅه کې مړه شوي دي.

ترکیه، چې په ۲۰۱۶ کال کې یې د غیرقانوني مهاجرت د مخنیوي لپاره له اروپايي ټولنې سره یو تړون لاسلیک کړ، اوس مهال له ۲.۵ ملیون څخه د زیاتو کډوالو ته کوربه توب کوي، چې ډیری یې د سوریې او افغانستان څخه دي.

څوارلس تنه غیرقانوني کډوال د یوې کشتۍ د ډوبېدو په پېښه کې مړه شوي دي

د ترکیې په سواحلو کې یوه ډوبه شوې بېړۍ (آرشیف)
د ترکیې په سواحلو کې یوه ډوبه شوې بېړۍ (آرشیف)

د ترکيې چارواکي وايي چې د دې هېواد په جنوب کې، په سمندر کې د یوې ربړي کشتۍ د ډوبېدو په پېښه کې څوارلس کسان مړه شوي.

د موغله ولایت د والي دفتر نن وویل چې په دې کشتۍ کې ټول اتلس کسان سپاره وو. چارواکي وايي، د کشتۍ دوه سپرلۍ ژغورل شوي چې یو افغان هم پکې دی. د چارواکو په وینا دې افغان ځان په لامبو لامبو نژدې ټاپو ته رسولی و.

ویل شوي چې د پاتې کسانو د موندلو لپاره د ژغورنې عملیات روان دي.

د ترکیې ولسمشر له نړیوالې ټولنې غوښتي دي چې پر اسراییل فشار زیات کړي څو د غزې اوربند رعایت کړي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي متحدایالات او نور هېوادونه باید پرې نه ږدي چې اسراییل د غزې د اوربند له تړون څخه سرغړونه وکړي.

د هغه متن له مخې چې د ترکیې د جمهوري ریاست دفتر رسنیو ته استولی دی اردوغان ویلي، نړیواله ټولنه په ځانګړي ډول متحدایالات باید نورې هڅې وکړي څو دا یقیني کړي چې اسراییل د اوربند موافقه په بشپړ ډول رعایت کوي.

هغه ویلي چې اسراییل باید د بندیزونو یا دې هېواد ته د وسلو پر لېږد د بندیز له لارې دې ته مجبور کړل شي چې خپلې ژمنې عملي کړي.

د ناټو غړې ترکیه چې پر غزې د اسراییل د بریدونو له کلکو منتقدانو څخه ده، په غیرمستقمو خبرو کې له ګډون وروسته د اوربند د خبرو له منځګړو څخه هم وه.

طالبان او پاکستاني چارواکي سبا استانبول کې ناسته لري

د پاکستان یو عسکر او پاکستاني تاسیسات
د پاکستان یو عسکر او پاکستاني تاسیسات

د طالبانو او پاکستان د اوربند د هوکړې په اړه دویم دور ناسته سبا په استانبول کې ترسره کېږي.

دواړو خواوو د اکتوبر په اتلسمه په دوحه کې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب په اوربند سلا کړې وه.

د طالبانو دفاع وزیر چې د افغانستان په استازولۍ د پاکستان له دفاع وزیر سره د اوربند هوکړه لاسلیک کړه وايي چې په استانبول کې به د اوربند د پلي کېدو په لارو چارو او داسې میکانیزم خبرې کیږي نه یواځې افغانستان او پاکستان بلکې سیمه کې دوامداره سوله او ټیکاو رامنځته کړي.

د دوحې په هوکړه کې په سمدستي اوربند ژمنه شوې وه چې ورسره د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دواړو خواوو تر منځ سختې نښتې ودرېدې که څه هم له ځینو سیمو د پاکستان د توغندیزو بریدونو راپورونه خپاره شول.

هلته طالبانو هوکړه کړې وه چې د پاکستان ضد ډلو څخه ملاتړ ونه شي.

احمدولي هوتک اتلولي وګټله

افغان رزمي لوبغاړی احمد ولي هوتک
افغان رزمي لوبغاړی احمد ولي هوتک

د رزمي لوبو افغان لوبغاړي احمد ولي هوتک په بلاروس کې د اتلولۍ کمربند وګاټه.

احمد ولي هوتک په WKTF سازمان کې چې لوبې یې په مینسک کې وشوې مرکزي لوبه درلوده.

هغه وتوانېد خپل روسی سیال د سبمیشن په مټ مات او د اتلولۍ کمربند وګټي.

د دوی لوبه په اویا کیلو وزن کې ترسره شوه.

دا په حرفه يي لوبو کې د احمد ولي هوتک ۱۲مه بریا وه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG