محمد خاطر پردېس (Mohammad Khater Pardes) د ازادې اروپا/ ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي؛ که څه هم د درېیو طالب بندیانو خوشي کول د افغانستان د خلکو د غوښتنې خلاف کار و، خو حکومت د سولې ټینګښت لپاره د هرې سختې پرېکړې کولو ته چمتو دی.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون، په ۲۱ ولایتونو کې د رأیو د بیا شمېرنې او تفتیش بشپړېدو خبره کوي. د ټاکنو کمېسیون د یوشمېر کاندیدانو له مخالفت سره سره تر پنځه ورځني ځنډ وروسته، د رأیو بیاشمېرنې او تفتیش د عقرب په ۲۶مه بېرته پيل کړ.
په افغان حکومت کې یوه باخبره سرچینه ازادي راډیو ته وايي چې د افغانستان-امریکايي پوهنتون له استادانو سره د حقاني شبکې د درې غړو د تبادلې د نهکېدو لامل په کابل کې موټربم او په لوګر کې د امریکايي ځواکونو پر کاروان بریدونه وو.
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره نی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یوناما د بیان ازادۍ په نقض تورنوي.
د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي د (اې بي سي) ټلویزیون سره په یوې مرکه کې ویلي چې افغانستان ته د امریکايي پوځيانو د تک دلیل د سپټمبر د ۱۱مې ڼېټې د پېښې د تکرار مخنیوی و.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د رأیو د بیا شمېرنې لپاره ټول چمتووالی نیول شوی دی.
نن د نومبر دوهمه د خبریالانو پر وړاندې د جرایمو د معافیت د پای ته رسېدو نړېواله ورځ ده.
په کابل کې د ملي شورا یو شمېر غړي او سیاسیون په افغان حکومت انتقاد کوي چې د سولې لپاره د سولې د ملي اجماع په رامنځته کولو کې پاتې راغلی دی.
پخوانی جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان وايي، د افغان سولې په اړه په چین کې د ناستې لپاره د ۲۵ افغانانو لېست چې پنځه پهکې دولتي کسان دي، چمتو شوی دی.
افغان حکومت سربېره پر دې چې د مسکو غونډې ته خوشبن دی، خو وايي چې ګډون پهکې نه کوي.
د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا، د حج او اوقافو وزارت او د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د ننګرهار د هسکې مېنې په یوه جومات کې چاودنه وغندله.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، په کلني ډول صحې خوړو ته د نه لاسرسي له کبله په افغانستان کې دوه میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخامخ دي.
د افغانستان د وینې مرکزي بانک په ورځني ډول د هېواد ګوټ ګوټ ته ۹۰ زره سیسي وینه ویشي.
د انتخاباتو په کمېسیون کې د تخنیکي ستونزې د رامنځته کېدو د حل لپاره بهرني انجنیران کابل ته را رسېدلي او لاس په کار شوي دي.
د ولسي جرګې له انتخاباتو یو کال او د ولسمشرۍ له انتخاباتو یوه اوونۍ تېرېږي، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون لا تر اوسه د خپلو موقتو کارکوونکو معاشونه نه دي ورکړي.
د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، په کابل کې د پاک چاپېریال د رامنځته کېدو لپاره پنځه کلن پلان چمتو شوی او ډېر ژر به عملي شي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، ډېر ژر به هغه میلیونونه رأی پاڼې قرنطین شي چې د ټاکنو په ورځ پاتې دي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼې وايي، د ټاکنو د پایلو تر اعلانه وروسته حکومت د سولې خبرې له سره پیلوي.
د افغانستان د څار ازاد بنسټ وايي، داسې اسناد یې ترلاسه کړي چې د هېواد په پنځو ولایتونو کې د بایومټریک لسګونه دستګاوې ورکې شوي دي.
د ازادي راډیو موندنې ښيي چې د ولسمشریزو ټاکنو په ورځ په ۲۷ ولایتونو کې نږدې ۸۰۰ ټاکنیز مرکزونه تړلي وو.
نور راوښيه