د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۲

نی: یوناما په ښکاره ډول د بیان د ازادۍ خلاف ګام پورته کړی


د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره نی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یوناما د بیان ازادۍ په نقض تورنوي.

تېره اوونۍ هغه مهال چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویې ادارې یوناما د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته ددې کمېسیون له یوه غړي شکایت وکړ او دغه لیک یې په خپلو رسمي ټوېټر او فېسبوک پاڼو خپور کړ، د خلکو بېلابېل غبرګونونه یې راپارول.

یوناما د دې غبروګونو په ځواب کې د یو شمېر ټولنیزو پاڼو د کارکوونکو اکونټونه بلاک کړل.

ډاکتر خوشحال نبي زاده یو له هغو کسانو څخه دی چې د ټویټر اکونټ یې د یوناما دفتر له لوري د دې سازمان په ټولنیزو رسنیو کې بلاک شوی دی.

نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې د خپل اکونټ د بلاک کېدو لامل داسې څرګند کړ: "ما په خپل ټویټ کې لیکلي وو چې یوناما بې طرفي په نظر کې نه ده نیولې، یوناما باید پر نورو مهمو موضاعاتو خپل تمرکز زیات کړي، د همدې ټویټ سره زما اکونټ د یوناما له لوري تېره شپه شااوخوا ۱۱ بجې بلاک شو."

احمد ذکي نادري بل هغه کس دي چې د یوناما دفتر له لوري یې اکونټ بلاک شوی.

ښاغلي نادري له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل: "کله چې د یوناما له لوري د یو شمېر اکونټونو د بلاکېدو خبر ما په خپله ټوېټر پاڼه پورته کړ، یوناما زما اکونټ هم بلاک کړ، د دې لپاره چې ما لیکلي وو، یوې نړېوالې ادارې د بیان ازادۍ خلاف ګام پورته کړی.

په ورته وخت کې د افغانستان ازادو رسنیو ملاتړ اداره نی وايي، یوناما په دې کار سره په ښکاره ډول د بیان د ازادۍ خلاف ګام پورته کړی دی.

د دې ادارې اجرائیوي مشر مجیب خلوتګر د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"په افغانستان کې د یوناما دفتر له دې کار سره وښوده چې د بیان ازادۍ خلاف دی، او که یوناما خپل دغه ډول کړنو ته دوام ورکړي، خپل باور ته به زیات زیان ورسوي او ترسره کړی اقدام یې د بیان د ازادۍ د قانون خلاف دی."

د افغانستان ازادو رسنیو ملاتړ ادارې اجرائیه مشر مجیب خلوتګر
د افغانستان ازادو رسنیو ملاتړ ادارې اجرائیه مشر مجیب خلوتګر

خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویې ادارې یوناما په ټولنیزو رسنیو کې د دغې ادارې په وړاندې له تندو غبرګونو وروسته د ازادي راډیو د یوه برېښنالیک په ځواب کي وایي چې یوناما په داسې حال کې چې د بیان له ازادۍ ملاتړ کوي، خو هغه خبرې او څرګندوني چې تاوتریخوالی، تعصب، د یو ځانګړي قوم او کس په وړاندي غلط او متعصبانه مالومات وي، نه شي زغملی.

یوناما په دغه برېښنالیک کي ویلي، په داسې حال کې چې یوناما د بیان ازادۍ ته درناوی لري، خو د دې حق ځانته ورکوي چې د خلکو هغه څرګندونې چې تاوتریخوالی او تعصب خپروي، له خپلو ټولنیز رسنیو پاکه کړي.

دغه ګوت څنډنې هغه مهال زیاتې شوې چې د ملګرو ملتونو مرستندویې ادارې یوناما د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مشرتابه ته یو لیک واستاوه او په دغه لیک کې یې د دې کمېسیون له یوه غړي شکایت کړی و.

د یوناما له لوري کمېسیون ته په استول شوي لیک کې ویل شوي چې د دې کمېسیون یو کمیشنر مولانا عبدالله د کمېسیون یوه کارکوونکي ته سپکاوی کړی او هغه یې په مرګ ګواښلی، هغه څه چې بیا د کمېسیون کمیشنر مولانا عبدالله رد کړل.

د یوناما تر دغه لیک وروسته یو شمېر کسانو د مولانا عبدالله خلاف د کمېسیون مخې ته مظاهره هم وکړه.

XS
SM
MD
LG