محمد خاطر پردېس (Mohammad Khater Pardes) د ازادې اروپا/ ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي.
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وایي، له طالبانو سره "افغانستان کې د سولې راوستلو تړون" کې دوه محرم اجرايي اسناد موجود دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، که څه هم تر اوسه په دغه هېواد کې د کرونا وایروس یوازې یوه مثبته پېښه ثبت شوې خو له ایران څخه د افغان ګډوالو اجباري راستونې سخت اندېښمن کړي دي.
ښاغلی مسعود وايي، له ډېرو جنجالونو وروسته افغانانو د سولې په اړه ښه فرصت ترلاسه کړی او هېڅچا ته اجازه نهورکوي دغه فرصت له لاسه ورکړي.
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون مرستیال وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون په ناقص ډول د شکایتونو کمېسیون د پرېکړو په پلي کولو د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایله اعلان کړې.
د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې لخوا بغلان ولایت لپاره نومول شوی والي د دې ولایت د مقام ودانۍ ته ورسېد.
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز نن دوشنبه «۱۳۹۸ کال د کب ۰۵» په یوې خبري غونډه کې په افغانستان کې د کرونا وایروس لومړنۍ پېښه تأیید کړه.
د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته د یوه نوماند له لوري د ټول شموله حکومت اعلان، اوس دا پوښتنه راولاړه کړې چې د افغان امنیتي ځواکونو دریځ به څه کیږي.؟
د تاوتریخوالي د کمېدو د اونۍ له پیل سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې د لاسلیک کېدو لپاره هیلې زیاتې شوې.
د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله وايي، نن یې په سرپل ولایت کې والي معرفي کړی او دا کار به یو شمېر نور ولایتونو کې هم وکړي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، سبا چهارشنبه به د رایو د بیا شمېرنې لړۍ پیل کړي.
د افغانستان د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ټاکل شوې چې راتلونکي اونۍ په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه دوه ورځنی کنفرانس جوړ شي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په خپلې یوې تازه اعلامیه کې ویلي، د پولیسو هېڅ یو امنیتي منصوب نشي کولای له رسنیو سره اطلاعات شریک کړي.
د ملي یوالي حکومت د اجرائيه ریاست دویم مرستیال او د افغانستان د خلکو د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق زوی باقر محقق د یک شنبه د خپل ورور لخوا په خپل کور کې په ډزو ووژل شو.
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون وايي، نن به خپله وروستۍ پریکړه د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره شریکه کړي.
د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د بشري حقونو د مدافعینو په اړه یوه پېشنهادي ټولګه افغان حکومت ته وړاندې کړه.
د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، په تېر ۲۰۱۹ میلادي کال کې په ټول هېواد کې ۴۰ رسنۍ د مالي او امنیتي ستونزو له امله تړل شوي.
افغان فلم جوړوونکی سیلم شاهین له تېرو درېیو میاشتو راهیسې په زندان کې دی، ابتدائیه محکمې پر هغه درې کاله، خو د استېناف محکمې بیا د هغه د بند موده دوو کلونو ته راښکته کړه.
د کابل والي وايي، تر راتلونکو دوه اونیو پورې به په کابل کې د ځمکو د غاصبینو لیست خپور شي.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، اوربند د سولې ټینګښت لپاره اساسي شرط دی.
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ستونزو د هواري په برخه کې افغان حکومت تر ډېره پړ ګني، خو ټینګار کوي په دې برخه کې یو شمېر تګلارې عملي شوي چې په خبرهیې اغېزناکې وې.
نور راوښيه