د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

احمد مسعود: د سولې په تړاو اوسنی فرصت باید له لاسه لاړ نه‌شي


ارشیف، د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال.
ارشیف، د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال.

د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود وايي، په هېواد کې روانې سیاسي ناندرۍ د سولې په ګټه نه‌دي او سیاسیون باید د سولې په تړاو اوسنی فرصت له لاسه ورنه‌کړي.

احمد مسعود چې د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۰۸» په کابل کې یوې لویې غونډې ته وینا کوله وویل، افغان سیاسیون باید د سولې په اړه واحد نظر رامنځته کړي.

ښاغلی مسعود زیاتوي: "موږ د سولې روان بهیر چې ممکن ډېرې ستونزې ولري، ولې د یوې تل‌پاتې سولې او جګړې د ختم لپاره ښه فرصت بولو، خو د دې ترڅنګ موږ اندېښنه هم لرو چې دغه فرصت د یو لړ ستونزو له کبله د تېر په څېر د جګړې په فرصت بدل نه‌شي، په دې اساس هغه هڅې چې روانې دي موږ باید د حسن نیت او ګام په ګام سره باید یوې تل‌پاتې سولې ته ورسوي."

ارشیف، د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود یوې غونډې ته د وینا پر مهال.
ارشیف، د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود یوې غونډې ته د وینا پر مهال.

ښاغلی مسعود وايي، له ډېرو جنجالونو وروسته افغانانو د سولې په اړه ښه فرصت ترلاسه کړی او هېڅ‌چا ته اجازه نه‌ورکوي دغه فرصت له لاسه ورکړي.

د احمد شاه مسعود زوي وايي، که افغان سیاسیون د ټاکنو په اړه اوسنیو ناندریو ته د پای ټکی کېنږدي، دغه روان حالت د سولې په زیان دی.

نوموړي د خپلو خبرو پر مهال د ټاکنو وروستیو پایلو ته هم اشاره وکړه او ویې‌ویل، دواړو ټاکنیزو کمېسیونونو ته د خلکو زیاتې هیلې وې، خو دغه هیلې په ناهیلۍ بدلې شوې.

ښاغلی مسعود وايي، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري د ولسمشرۍ انتخاباتو په اړه وروستۍ پرېکړه عجولانه وه.

هغه وايي، خلک د ټاکنیزو کمېسیونونو له کړنو ناخوښ دي او موږ هم د خلکو سره په کلکه ولاړ یو.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند میزرا محمد حق‌پرست
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند میزرا محمد حق‌پرست

دغو اندېښنو ته په ځواب کې د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د پایلې اعلان د شکایاتو کمېسیون د پرېکړو په اساس شوې.

د دې کمېسیون ویاند میزرا محمد حق‌پرست له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي: "د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري شوې پرېکړه د شکایاتو کمېسیون د اووه فیصلو په اساس شوې او دا عجولانه پرېکړه نه‌وه، تاسې ته جوته ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د دې پرېکړې لپاره کار شوی و چې وروستۍ پرېکړه‌یې د افغانستان خلکو ته اعلان کړه."

د سولې او ټاکنو په اړه دغه اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د راتلونکې شنبې په ورځ په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په اړه هوکړه‌لیک لاسلیک کېږي او د افغانستان خلک و نړیواله ټولنه له ټولې خواو غوښتنه کوي چې د سولې په دې حساسو شرایطو کې خپل‌منځي اختلاف یوې خوا ته کړي او د سولې لپاره کار وشي.

XS
SM
MD
LG