د کابل والي وايي، تر راتلونکو دوه اونیو پورې به په کابل کې د ځمکو د غاصبینو نوملړ خپور شي.
د ولسمشر د هغه امر وروسته چې د ځمکو د غاصبینو د لیست د خپرېدو په اړه یې کړی وه اوس د کابل والي وايي د دې نوملړ د خپرېدو په اړه کارونه په چټکي سره پر مخ روان دي.
د کابل والي یعقوب حیدري وايي، دغه لېست به تر راتلونکي دوه اونيو پورې خپور شي.
هغه زیاته کړه: "زه فکر کوم چې یو یا دوه اونۍ به ونیسي، د دې لپاره چې هغه کسانو چې غصب کړی باید وپېژندل شي، له بل اړخه باید هغه حقوقي اسناد هم یې ولوستل شي، په یو شمېر مواردو داسې هم شته چې دولتي اسناد لري خو یا یې قباله جالی جوړه کړې او یا ادعا کوي چې دا زما ملکیت دی، چې دا ټول باید واضیح شي."
د کابل والي وايي، په کابل ولایت شاوخوا د غصب شویو ځمکو شمیر شاوخوا ۵۰ زره جریبه ځمکې ته رسېږي.
د نوموړي په خبره، په تېرو دوه کلونو کې شاوخوا ۱۰ زره جریبه ځمکه بېرته مسترد شوې او همداراز حکومت توانیدلی چې کابل کې د شاوخوا ۳۵ زره جریبه ځمکو د غصب مخ ونیسي.
د کابل والي د ځمکو غاصبین په سلګونه کسان یاد وي او وايي، چې په کابل کې دځمکو غاصبین تر ډېره د پارلمان پخواني غړي دي چې د یو شمېر حکومتي چارواکي لخوا یې ملاتړ کېږي.
د ښاغلي حیدري په وینا د ځمکو د غاصبینو ترڅنګ د غاضیبنو د ملاتړ کونکو نومونه به هم ډیر ژر افشا شي.
په ورته وخت کې یو شمېر کابل ښاریان د حکومت له دې اقدام څخه هر کلي کوي او وايي چې حکومت باید په خپلو اقداماتو کې جدي پاتې شي.
د کابل ښار اوسېدونکی شریف وايي: "دغه غاصیبن چې دلته یې ټول پیژنې باید پر وړاندې یې جدي برخورد وشي، د دې اولادونه په بهرنیو هېوادونو کې دي او عام افغانان دلته کړیږي."
د کابل ښار اوسېدونکی حبیب الرحمن "موږ په ده سبز والسوالۍ کې شاوخوا ۴۵۰ جریبه ځمکه لرو خو غاصبینو پرې ځان اچولی، کنه موږ د دې ځمکو پوره اسناد لرو، موږ د دې ځمکي لپاره ډیرې منډې وکړي خو څوک زموږ غږ نه اوري. "
تېره ورځ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني دکابل ښاروال او والي ته امر وکړ چې ژر تر ژره په کابل کې د ځمکو د غاضبیونو نوملړ خپور کړي.
هغه اعلامیه چې د ارک لخوا په دې برخه کې خپره شوې ولسمشر ويلي هر هغه څوک چې ددې بهیر مخه ونیسي او یا هم ورته ستونزې جوړې کړي ممنوع الخروج کېږي او دقانون منګلو ته به وسپارل شي.