د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

د ټاکنو خپلواک کمېسیون: سبا 'چهارشنبه' د رایو بیا شمېرنه پیلېږي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، سبا چهارشنبه به د رایو د بیا شمېرنې لړۍ پیل کړي.

د افغانستان دټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، تر ارزونې او تحلیل وروسته سبا به د رایو د بیا شمېرنې لړۍ په یو شمېر محلونو کې پیل شي.

د دې کمېسیون ویاند عبدالعزیر ابراهیمي د سې شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، ددې لړې د پیل لپاره د ټولو نوماندانو څخه غوښتنه شوې چې خپل څارونکي کمېسیون ته واستوي.

د ټاکنو کمېسیون یو ویاند عبدالعزیر ابراهیمي
د ټاکنو کمېسیون یو ویاند عبدالعزیر ابراهیمي

هغه زیاته کړه: "د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تحلیل او ارزونې وروسته پریکړه کړې چې سبا ته په هغه محلونو کې چې شکایاتو کمېسیون لخوا د بیا شمېرنې لپاره تللي خپل کار پیل کړي موږ د ټولو نوماندانو څخه هیله کوو چې خپل استازي کمېسیون ته راواستوي."

د دې کمیسیون ویاند په دې اړه نور جزئیات نه ورکوي.

د شکایاتو کمېسیون له یوې نیمې میاشتې وروسته د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ د ۳ سوه زره جنجالي رایو په اړه خپله وروستۍ پرېکړه په رسمي ډول د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره شریکه کړه.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکو له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل د شکایتونو کمېسیون د پریکړې پر بنسټ، له ۱۳۷ زره ۶۳۰ مشکوکو رایو څخه ۱۰ فیصده او له ۱۰۲ زره ۱۲ رایو څخه چې له ټاکلي نېټې مخکې یا وروسته کارول شي ۱۵ فیصده یې ځانګړي تفتیش ته ځي.

مخکې تر دې د یوشمېر ټاکنیزو ډلو له خوا د شا او خوا ۳ سوه زره رایو په اړه جنجالونه موجود وه او یو شمېر ډلو یې د بیا شمېرنې غوښتنه درلوده.

په ورته وخت کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوماند ګلبدین حکمتیار د سې شنبې په ورځ په کابل کې په یوې خبرې ناسته کې وویل، د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید د قانون مطابق او د خلکو رایو ته په درناوي پرېکړه وکړي.

د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوماند ګلبدین حکمتیار
د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوماند ګلبدین حکمتیار

هغه زیاته کړه: "موږ په هغه محلونو کې چې زموږ رایې په قصدي ډول غلا شوي د بیا انتخاباتو غوښتنه کوو، هغه ټول صندقونه چې د زموږ د استازو پرته شمېرل شوي باید بیا وشمېرل شي، هر هغه وخت چې زموږ دې دواړو غوښتونو ته رسېدنه وشوه موږ د انتخاباتو پایلې منو."

خو د ولسمشرۍ ټاکنو دې نوماند ته د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح سادات په ځواب کې وايي، د رایو د بیا شمېرنې په پروسه کې د ټولو نوماندانو استازو ته د څارنې وخت ورکړل شوی و، دا چې دوی هلته حاضر نه و په خبره یې ستونزه د دوی خپله ده.

ښاغلی سادات وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون کار د قانون مطابق دی نه د خلکو او اشخاصو په خوښه.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ ( فیفا) اجرائيوی رئيس یوسف رشید وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید ژرتر ژره دا بهیر پای ته ورسوي او د ولسمشرۍ ټاکنو وروستي پایلې دې اعلان کړي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ ( فیفا) اجرائيوی رئيس یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ ( فیفا) اجرائيوی رئيس یوسف رشید

ښاغلي رشید د شکایتونو په کمېسیون هم انتقاد کوي او وايي، یاد کمېسیون عم په خپلو پرېکړو کې ځنډ وکړ.

XS
SM
MD
LG