محمد خاطر پردېس (Mohammad Khater Pardes) د ازادې اروپا/ ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي.
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانستان هېڅ امنیتي مسئول ددغه هېواد د هېڅ وګړي د وژلو حق نه لري.
د افغانستان د روغتیايي قوانینو د پلي کېدو د ارزونې ریاست چارواکي وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې یې په کابل کې لسګونه روغتیايي مرکزونه چې په غیر قانوني ډول یې فعالیت درلود، تړلي دي.
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمېسیون وايي، له ۲۰ څخه زیاتو ولایتونو کې د شااوخوا ۱۶۵۰ محلونو رأیې بیا شمېرل کیږي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازی وايي، په عراق کې وروستي تحولات کولای شي د افغانستان سوله له خطر سره مخ کړي.
د افغان ولسمشر دویم مرستیال وایي، د افغانستان اساسي قانون بیا کتنې ته اړتیا لري.
د افغانستان مشهور کومیډین او د تیاتر او سینما لوبغاړی اصف جلالي نن په شهدای صالحین کې خاورو ته وسپارل شو.
په کابل کې د اصنافو ټولنه وايي، هر کال له افغانستان څخه پاکستان ته د کتابونو د چاپ په هدف ۱۰۰ میلیونه ډالره انتقالیږي.
نی یا د ازادو رسنیو ملاټړ اداره په افغانستان کې ۲۰۱۹ میلادي کال د رسنیو لپاره خونړی بولي وایي چې په دې کال کې د رسنیو ۱۰ کارکوونکی او خبریالان وژل شوی دي.
افغان فلمي لوبغاړی رسول ایمان د افغانستان په سینما کې وروسته له ۲۰ کلونو کار، اوس په یو رسټورانټ کې کار کوي.
د افغان فلم چارواکي وايي، د افغانستان د سینما روان وضیعت د اندېښنې وړ دی.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح وروستيو څرګندونو ته چې ددې کمېسیون یو کمېشنر یې د یو ټیم په پلوۍ تورن کړی ویلی، که اسناد لري اړوند ادارو ته دې وسپاري.
د سولې او اسلامي عدالت انتخاباتي ډلې مشر ګلبدین حکمتیار وايي، د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ابتدایي پایلې له درغلیو ډکې وې او ددې پایلو په ترڅ کې رامنځته کېدونکې حکومت هم افغانانو ته د منلو وړ نه دی.
د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه اوس هم د بهرنیو ځواکونو ملاتړ او په دغه هیواد کې حضور ته اړتیا لري.
د افغانستان امنیتي چارواکي وايي، د کابل په شمال کې د پروان ولایت د بګرام هوایي ډګر کې ته څېرمه د نن سهار په موټر بمب برید کې یوه ښځه وژل شوې او تر ۹۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.
د افغانستان طبی شورا وايي، په تېر یوه کال کې د سرطان د ناروغۍ له امله په ټول هېواد کې څه باندې ۱۳ زره کسان مړه شوي دي.
د چاپاني الاصله افغان مرسته رسونکي ټیټسو ناکامورا مړی چاپان ته ولېږدول شو.
د افغانستان حکومتي چارواکي وايي، په پیکنګ کې د سولې بین الافغاني کېدونکې ناستې لپاره پلاوی ټاکل شوی او د ګډونوالو لیست له چینايي چارواکو سره شریک شوی دی.
د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي، د تېرکال د نوامبر له ۲۵ مې څخه د سږ کال ۲۵ پورې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي ۶۴۴۹ پېښې ثبت شوي دي.
د افغانستان د ملي شورا یو شمېر غړي وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې ژر تر ژره د ولسمشرۍ ټاکنو لوموړنۍ پایلې اعلان کړي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش (سیګار) په یوه تازه راپور کې ویلي چې په درېیو میاشتو کې د دولتي ځواکونو په لیکو کې ۳۰ داخلي بریدونه شوي، خو د افغانستان امنیتي ادارې ددغه ډول بریدونو د کمېدو خبره کوي.
نور راوښيه