د ایراني پوځیانو په لاس د اوه افغان پوځیانو وژنه بریټانیا کې دایمي اقامه شلو کلونو ته غځول کېږي د بنګله دیش یوې محکمې د دغه هېواد پخوانۍ صدراعظمه شیخ حسینه په مرګوم محکوم کړه
د ایران د بشري حقونو یوه څارونکي سازمان حال وش ویلي لږ تر لږه اوه افغان پناه غوښتونکي د ایراني ځواکونو له خوا وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
پاکستان وايي د هغې ډلې څلور غړي یې نیولي چې د اسلام آباد په وروستي برید کې یې لاس درلود. د پاکستان حکومت نن په یوه بیان کې وویل، د دې ډلې درې غړي او د هغو مشر په توقیف کې دي.
هرات کې ښځې له چادرۍ پرته روغتون ته نه پرېښودل کېږي. د لارو د بندېدو په سبب افغان سوداګرو سل میلیونه ډالره تاوان کړی. د امریکا د حکومت شټ ډون یا تعطیلي د کانګرس په یوې لایحې ختمه شوې. دا خبرونه د صفي الله ستانکزي په کوربه توب کتلی شئ
طالبان وايي پاکستان غیر مسوولانه چلند کاوه نو ځکه د استانبول خبرې بې پایلې شوې پاکستان کې لږ تر لږه ۷ زره افغان کډوال نیول شوي دي ترکیې د اسراییلو د صدراعظم او ګڼو نورو چارواکو د نیولو حکم ورکړی او د افغانستان د فوټسال ملي ټیم له مراکش ماته وخوړه
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدی په پښتونخوا کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو پر ضد څرګندونې کړي. هغه ویلي پوځیانو به د عملیاتو په وخت د دوی په جوماتونو کې ان «سپیان تړل» او له دوی سره یې یو شان بلل.
استانبول د لوړپوړو طالب او پاکستاني چارواکو د دریم دور خبرو کوربه دی. خبرې د یوه نازک اوربند سره هممهاله روانې دي چې هره شېبه یې د ماتېدو ویره شته. صفي الله ستانکزی او نور جزییات
د افغانستان په شمال کې د تیرې شپې د زلزلې مرګ ژوبله شیبه په شیبه په زیاتېدو ده. د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی چې د ماسپښین تر ۲ بجو پورې لږ تر لږه ۲۷ کسان وژل شوي او ۷۳۳ نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو او پاکستان د اوربند د هوکړې په اړه دویم دور ناسته نن شنبه په استانبول کې ترسره کېږي. دواړو خواوو د اکتوبر په اتلسمه په دوحه کې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب په اوربند سلا کړې وه.
په قطر کې د طالبانو او پاکستان چارواکو په سمدستي اوربند موافقه کړې او تمه ده راتلونکی پړاو خبرې په استانبول کې وکړي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په خپل بیان کې ویلي چې دواړه خواوو په یوه سمدستي اوربند او داسې یوه میکانیزم موافقه وکړه چې د دغو هېوادونو تر منځ دایمي سوله او ټیکاو رامنځته کړي.
نور راوښيه