د طالبانو د حکومت یو پلاوی د جمعې په ورځ استانبول ته تللی او تمه ده نن له پاکستاني لوري سره د دوحې د څو ورځې مخکې توافقنامې په اړه خبرې وکړي.
دا خبره د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس پاڼه کړې او ویلي یې دي چې د پلاوي مشري د کورنیو چارو وزارت مرستیال حاجي نجیب کوي.
اخوا د طالبانو دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد چې د افغانستان په استازولۍ د پاکستان له دفاع وزیر خواجه محمد آصف سره د اوربند هوکړه لاسلیک کړې څو ورځې مخکې ویلي وو چې په استانبول کې به د اوربند د پلي کېدو په لارو چارو او داسې میکانیزم خبرې کیږي چې نه یواځې افغانستان او پاکستان بلکې سیمه کې دوامداره سوله او ټیکاو رامنځته کړي.
د دوحې په هوکړه کې په سمدستي اوربند ژمنه شوې وه چې ورسره د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دواړو خواوو تر منځ سختې نښتې ودرېدې که څه هم له ځینو سیمو د پاکستان د توغندیزو بریدونو راپورونه خپاره شول.
هلته طالبانو هوکړه کړې وه چې د پاکستان ضد ډلو څخه ملاتړ ونه شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د جمعې په ورځ په یوه کنفرانس کې وویل دوی هیله من دي چې طالبان د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره پرېکنده ګامونه پورته کړي.
هغه وویل پاکستانی لوری له دې هیلې سره د استانبول ناستې ته ځي چې هلته د څار یو کلک میکانیزم رامنځته شي.
شفقت علي خان زیاته کړه:
«پاکستان همداراز د ترکیې په استانبول کې له را روانې غونډې د څار د یوه ډېر غښتلي او با دوام میکانیزم د جوړولو هیله لري. څو له افغان خاورې پاکستان ته د راتلونکي تروریزم مخه ډب او ورسره د پاکستانیانو د لا زیاتو مرګونو مخه ونیول شي. پاکستان د وضعیت د تشدد غوښتونکو نه دی خو له طالبانو غواړي چې د نړیوالې ټولنې په وړاندې خپل تعهدات عملي کړي او د ترهګرو ډلو په وړاندې پریکنده ګام پورته کړي.»
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې دوی چمتو دي د افغانستان او سیمې د ثبات لپاره مرسته وکړي.
تمه ده د استانبول په ناسته کې یو وار بیا د قطر او ترکیې منځګړي حضور ولري.
طالبانو او پاکستاني چارواکو توافق کړی وو چې د دوحې د هوکړې بل پړاو خبرې به په استانبول کې ترسره کوي څو د هوکړې د تطبیق لپاره د څار یو میکانیزم رامنځته کړي.