د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۱ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۰

ټرمپ د سوریې مشر سخت او تکړه رهبر بللی


سپینه ماڼۍ کې له شرع سره د ټرمپ د روغبړ یو عکس
سپینه ماڼۍ کې له شرع سره د ټرمپ د روغبړ یو عکس

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوریې ولسمشر احمد شرع وستایه او ویې ویل چې د هغه جهادي سابقه کولای شي د جنګ ځپلې سوریې په بیا رغونه کې له هغه سره مرسته وکړي.

ټرمپ له شرع سره خپله لیدنه رغنده وبلله.

ښاغلي ټرمپ وویل:

«ما له هغه سره یوه موافقه کړې ده. هغه یو ډېر پیاوړی مشر دی. هغه له ډېرې سختې سیمې څخه راغلی دی، او هغه یو سخت سړی دی. زه هغه خوښوم. زه ورسره موافق یم. ولسمشر، د سوریې نوی ولسمشر. او موږ به د سوریې د بریا لپاره هر هغه څه وکړو چې موږ یې کولی شو ځکه چې دا د منځني ختیځ برخه ده. موږ اوس په منځني ختیځ کې سوله لرو. لومړی ځل دی که څوک یې یاد ولري چې داسې څه رامنځته شوي»

رسنۍ د ټرمپ او شرع د لیدنې لپاره سپینې ماڼۍ ته نه وې بلل شوې او وروسته د دې لیدنې په تړاو ښاغلي ټرمپ د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

شرع، چې وسله والو ځواکونو یې د تیر کال په وروستیو کې د اوږدې مودې واکمن بشار الاسد له واکه لرې کړ، د سوریې لومړنی مشر و چې سپینې ماڼۍ ته لاړ.

خو سپینې مانۍ ته د ۴۳ کلن احمد شرع تاریخي سفر یوازې څو ورځې وروسته له هغه وشو چې واشنګټن هغه د ترهګرۍ له لیست څخه لرې کړ.

د شرع تر قوماندې لاندې پخوانۍ وسله واله ډله، حیات تحریر الشام (HTS)، پخوا له القاعدې سره تړلې وه. د دې ډلې اکثر وسله وال غړي دمګړۍ د سوریې په نظام کې جذب شوي دي.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG