ازادي راډیو د افغانستان او سیمې په اړه د خبرونو، راپورونو او معلوماتو معتبره او باوري سرچینه ده. د باتجربه، مسلکي او هڅاندو ژورنالیستانو یوه ډله د ازادي راډیو او ددې راډیو د انلاین پلاټفورمونو لپاره مطالب چمتو کوي.
په هلمند کې د جګړو له امله د زرګونو معلولینو ژوند له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، چې د مرستو کمښت او د معلولینو د امتیازاتو ځنډېدو یې وضیعت لا کړکېچن کړی دی.
د بریټانیا دفاع وزارت منلې چې د بیا مېشتېدنې لپاره له ۲ زرو زیاتو افغان پخوانیو کمانډو ځواکونو غوښتنلیکونه یې رد کړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، له افغانستان سره د اوبو د وېش پر سر اختلاف لا هم نه دی حل شوی.
په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د محدودیتونو په دوام، د دغه هېواد د هرمزګان ولایت د قشم ښار څارنوال ویلي، ۷۰۰ سوداګریزو واحدونه یې تړلي، چې د ده په خبره، د "غیرمجاز بهرنیو وګړو" له خوا اداره کېدل. نوموړي دا اقدام د هغوی د "تنظیم او کنټرول" لپاره مهم بللی دی.
ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو ځل بیا په افغانستان کې د القاعدې، داعش (اسلامي دولت ډلې) او جماعت انصارالله د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې، هغه اندېښنه چې د طالبانو حکومت رد کړې ده.
د اسلامي دولت ډلې (داعش) خراسان څانګې د سلواغې ۲۳مه د کندز ښار کې د تېرې ورځې د ځانمرګي برید مسؤلیت ومانه.
یو روسي دیپلومات وایي چې سلګونه روسي سرتېري د شمالي کوریا په روغتونونو کې تداوي کېږي. دا څرګندونې د مسکو او پیونګیانګ ترمنځ د اوکراین د جګړې پر همکاریو د کچې یو بل انځور وړاندې کوي.
په کندز ښار کې نن سهار یوې چاودنې، د طالب چارواکو په وینا، ۵ کسان وژلي او ۷ نور یې ټپیان کړي دي.
په تاجکستان کې د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا هېوادونو استازو د افغانستان د وضعیت په اړه شپږمه ناسته کړې.
که څه هم زده کړې د هر وګړي اساسي او بنسټیز حق دی، خو ملګري ملتونه وايي، په ټوله نړۍ کې هر کال د بېلابېلو ستونزو او لاملونو له امله زرګونه ماشومان له زده کړو بې برخې کېږي.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د بهرنیو مرستو او د افغان پناهغوښتونکو د منلو پروګرام د ځنډېدو په غبرګون کې، یوه ډله امریکايي سناتورانو د امریکا د دفاع، بهرنیو چارو او کورني امنیت وزارتونو ته په یو لیک کې خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي.
د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت هیله څرګندوي چې د کمال خان بند پروژه به د افغانستان د وچکالۍ کچه راټیټه کړي.
په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ځورونې او ایستلو په دوام، د دغه هېواد چارواکو تازه پرېکړه کړې چې له اسلاماباد او راولپنډۍ څخه راجستر شوي افغان کډوال وباسي.
د تهران والي اعلان کړی چې د روان کال له پیله تر اوسه ۱۰۰ زره بې اسناده بهرني وګړي له نیولو وروسته له ایرانه ایستل شوي دي.