د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د نړیوالې جنايي محکمې (ICC) پر څارنوال کریم خان د بندیزونو له اعلان وروسته، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنټ ویلي، په افغانستان کې نړیواله جنايي محکمه مهم رول لري او د دغه هېواد په ګډون، په نورو هېوادونو کې د جرمونو د حل لپاره له محدودو موجودو لارو څخه یوه ده.
ریچارډ بېنټ پرون ناوخته په خپله ایکس/پخواني ټویټر پاڼه په یوه بیان کې زیاته کړې، چې د امریکا بندیزونه د دې محکمې حیثیت کمزوری کوي او د نړۍ په کچه د عدالت د خوندیتوب لپاره د قربانیانو غوښتنو ته زیان رسوي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د جرمونو نړېواله محکمه د نړیوالو جنایتونو لپاره د حساب ورکولو او عدالت یوازینۍ مرجع ده.
د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ (د فیبرورۍ شپږمه) سپینې ماڼۍ د د جرمونو د نړیوالې محکمې پر څارنوال کریم خان بندیزونه اعلان کړل.
د دې اقدام لامل، د سپینې ماڼۍ په وینا، د یادې محکمې هغه "بېبنسټه څېړنې " دي، چې امریکا او اسراییل یې هدف ګرځولي.
د دوشنبې په ورځ، د ملګرو ملتونو کارپوهانو ډلې، چې ریچارډ بېنټ یې هم غړی دی، د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا پرېکړه اندېښمنوونکې بللې او "په نړیواله کچه یې د قانون پر حاکمیت برید" ګڼلی دی.
دوی د امریکا بندیزونو ته په اشاره ویلي، چې دا عمل نړیواله جنايي محکمه کمزورې کوي او د جنګي او د بشریت پر ضد جرمونو په اړه د دې محکمې څېړنې له خنډ سره مخ کوي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.
د طالبانو د مشر د نیولو غوښتنه او د نړیوالې محکمې څېړنې
دا په داسې حال کې ده، چې نړیوالې جنايي محکمې په تېره جنورۍ میاشت کې د طالبانو د مشر او د طالبانو د حکومت د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو د حکم غوښتنه اعلان کړه.
د محکمې څارنوال کریم خان د دغه حکم د اعلان پر مهال، د طالبانو دغه مشران د بشريت پر ضد جنایتونو او د جنسیت پر اساس د ځورونو په قضیو کې په لاس لرلو تورون کړل.
که څه هم امریکا په رسمي ډول د دغه غوښتنې ملاتړ نه دی کړی، خو د بشري حقونو یو شمېر افغانې فعالانې وايي، چې نړیواله ټولنه دې په ګډه د نړیوالې جنايي محکمې د دغه غوښتنې د عملي کېدو لپاره هڅې وکړي.
د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې ماریا نوري ازادي راډیو ته وویل:
"په افغانستان کې د جنایتونو ته د رسېدو په برخه کې د نړیوالې جنايي محکمې (ICC) نقش ډېر مهم دی. دا محکمه کولای شي، چې د بشر ضد جنایتونو په برخه کې د طالبانو په اړه څېړنې وکړي او د دوی مشران محکمه کړي. ICC په دې برخه کې یو معتبر بنسټ دی او باید ملاتړ یې وشي، تر څو وکولای شي اغېزمن رول ولوبوي. خو دا، چې امریکا په دې محکمې بندیزونه وضع کړي، د عدالت په برخه کې د دوی هڅې اغېزمنوي."
د ښځو د حقونو فعالې راحل تلاش هم ویلي:
"له نړیوالې ټولنې غواړو، چې د نړیوالې جنايي محکمې ملاتړ وکړي، څو هغه کسان چې په افغانستان کې یې بېګناه خلک وژلي، هغه خلک چې په تېرو نږدې درې نیمو کلونو کې یې د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو، د زده کړو دروازې تړلي، او هغه کسان چې افغانستان یې د ښځو لپاره په زندان بدل کړی، باید محاکمه شي."
د یادونې ده، که څه هم د ښځو پر ضد د طالبانو ځپونکي اقدامات په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوي، خو د طالبانو حکومت لا هم د خپلو پالیسو پر دوام او د دې اقداماتو پر عملي کېدو ټینګار کوي.
طالبانو ویلي، چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه تأمین کړي دي.
تعلیم او کار دوه هغه مهم مسایل دي، چې طالبانو افغان نجونې او ښځې ترې راګرځولې دي.