د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۴ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۳

ایران: له افغانستان سره د اوبو پر سر اختلاف لا هم نه دی حل شوی


د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، له افغانستان سره د اوبو د وېش پر سر اختلاف لا هم نه دی حل شوی.

د دې وزارت ویاند پرون دوشنبه په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې په کابل کې د ایران د سرپرست سفیر څرګندونې د رسنیو له لوري غلط تعبیر شوې دي. نوموړي ټینګار وکړ چې ایران به د خپلو اوبو له حق څخه تېر نه شي.

نږدې یوه اونۍ وړاندې، په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست یوې افغان رسنۍ ته ویلي وو چې د دواړو لوریو ترمنځ د اوبو پر سر مسله د وروستیو مذاکراتو پر مهال حل شوې ده.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ټینګار وکړ چې ایران د اوبو د حق په تړاو تخنیکي مسایل منظم تعقیبوي او د هلمند سیند په اړه یوه ځانګړې هوکړه شته، چې باید عملي شي. نوموړي دا هم وویل چې د طالبانو او ایراني پلاوي ترمنځ، چې مشري یې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي کوله خبرو، دا ټینګار شوی چې د اوبو د حق موضوع له یوې حقوقي هوکړې پورته ده.

طالبانو تر اوسه د ایران د تازه څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا تکل سره د دې موضوع په اړه د نظر ورکولو لپاره ازادي راډیو اړیکه ونیوله، خو نوموړي زموږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

"ایران د هلمند د اوبو له هوکړې ور هاخوا ګټو په لټه کې دی"

د اوبو د چارو متخصص نجیب الله سدید ازادي راډیو ته وویل:
"د هلمند د سیند د اوبو وېش ته باید د ۱۳۵۱ لمریز کال د هوکړې له مخې وکتل شي، خو له بده مرغه ایراني چارواکي د دې هوکړې له چوکاټ څخه د زیاتو ګټو اخیستلو هڅه کوي. ایران د سیمې واقعیتونه له پامه غورځوي، دا سیمه په وچې دښتې بدله شوې، خلک د څښاک لپاره اوبه نه لري، نو په داسې حالاتو کې د ایران د غوښتنو پوره کول افغانستان ته ناممکن دي."

د نړیوالو اړیکو کارپوه عبدالقیوم افغان هم ازادي راډیو ته وویل:
"د ایران سفیر ویلي وو چې موږ هوکړې ته رسېدلي یو او ستونزه حل شوې، خو اوس د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا ردوي. داسې ښکاري چې ایران غواړي د اوبو موضوع د طالبانو پر ضد د سیاسي فشار وسیله وګرځوي، ځکه چې دا هېواد له ټولو مسایلو سیاسي استفاده کوي، او د اوبو مسله یې په خپلو مهمو دیپلوماټیکو وسیلو کې شامله کړې ده."

د هلمند د اوبو تړون

خو ایران چې وايي د۱۳۵۱ م کال تړون ته ژمن ادعا کوي چې دا تړون افغان حکومتونو هسې چې په تړون کې ویل شوي نه دی عملي کړی او ایران ته یې ژمنه شوې برخه اوبه نه دې ورپریښي .

بل خوا طالبان او مخکیني افغان حکومتونه تل ټینګار کړی چې دوی د هلمند د اوبو تړون ته ژمن دي.
د دوامداره وچکالۍ له امله، د هلمند سیند د اوبو کچه کمه شوې ده، چې ایران یې د خپلو حقونو سرغړونه بولي.

افغانستان او ایران په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د هلمند د اوبو د وېش تړون لاسلیک کړی و، چې له مخې یې افغانستان هر کال ۸۲۰ میلیونه متر مکعب اوبه ایران ته ورکوي.
د دې تړون له مخې، ایران ته د هلمند د اوبو ۲۰ سلنه ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG