د ملګرو ملتونو د امنیت د تحلیلي ملاتړ او د بندیزونو د څار ډلې په خپل ۳۵م راپور کې، چې تازه خپور شوی، ویلي چې طالبانو "منصوري کنډک" چې د القاعدې او جماعت انصارالله له جنګیالیو جوړ شوی او د انتحاري بریدګرو ځانګړی کنډک دی ، د بدخشان ولایت کې ځای پر ځای کړی.
د راپور له مخې، طالبان د دې انتحاري کنډک څخه د داعش او د نورو مقاومت کوونکو ډلو پر وړاندې استفاده کوي. د مقاومت ملي جبهه او د افغانستان د ازادۍ جبهه هغه ډلې دي چې د طالبانو پر ضد یې په تېرو دریو کلونو کې په کابل او شمالي ولایتونو کې د ځینو بریدونو مسولیت پر غاړه اخیستی.
"طالبانو القاعدې غړیو ته ځای ورکړی"
راپور زیاتوي چې طالبانو القاعدې ته اجازه ورکړې چې په افغانستان کې اډې، خوندي ځایونه او روزنیز کمپونه جوړ کړي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دا هم ویلي چې د القاعدې ټیټ پوړي غړي د طالبانو د استخباراتو تر نظارت لاندې د کابل په قلعه فتح الله، شهر نو او وزیر اکبر خان سیمو کې ژوند کوي.
په همدې حال کې ددې راپور پر بنسټ، د القاعدې جګپوړي مشران د سرپل ولایت د بلغولي کلي، کونړ، غزني، لوګر او وردګو کلیوالو سیمو ته انتقال شوي دي. راپور د کابل د شیرپور او افشار سیمو کې د القاعدې د دوو مهمو مشرانو، حمزه صالح بن سعید الغمدي او ابو اخلاص المصري د موجودیت یادونه هم کړې ده.
پر دې سربېره، راپور کې په خوست کې د جماعت انصارالله د روزنیزو کمپونو یادونه شوې او د هغو لارو په اړه توضیحات ورکړل شوي چې د داعش خراسان څانګه یې افغانستان کې د خپل نفوذ د پراختیا لپاره کاروي.
د اسلامي دولت دلې( داعش) د خراسان څانګې له خوا د نړیوالو ګواښونو او افغانستان ته د ننوتلو لپاره د داعش لخوا کاریدونکو لارو په اړه توضیحات ورکړل شوي دي.
عام افغانان اندیښمن دي
یو شمېر عام افغانان بیا وروستیو امنیتي پېښو اندیښمن کړي او د طالبانو له حکومت څخه د امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي.
د حکمت په نوم د کابل یو اوسیدونکي ازادي راډیو ته وویل "وروستي امنیتي پېښو موږ سخت اندېښمن کړي یوو. کله چې له کوره وځم، دا ویره لرم چې ایا روغ رمټ به کور ته راشم که نه."
ګیتا بله افغانه ده چې وايي وروستیو ځانمرګونو بریدونو " د عامو افغانانو پر روان چې لا دمخه له فقر او بیکارۍ رنځ وړي، ډېر منفي اغېز کړی."
طالبان د م. م . د راپورونو ادعاوې ردوي
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو دا راپور رد کړی او ویلي یې دي چې هیڅ ترهګرې ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.
هغه طلوع نیوز ته ویلي چې ځینې "هېوادونه او استخباراتي کړۍ" د افغانستان پر ضد تبلیغات کوي.
داعش د څو خونړیو بریدونو مسؤلیت منلی، چې تازه پېښه یې د کندز د کابل بانک مخې ته چاودنه وه. طالب چارواکو ویلي، په دې برید کې ۵ تنه وژل شوي او ۷ نور ژوبل دي، خو ځینو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي چې اصلي تلفات ۱۷ تنه وو.
تر دې مخکې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې یا سیګار د جنوري په ۳۱مه نیټه د یوه راپور په خپرولو سره ویلي وو، طالبانو له یوې خوا د داعش خراسان څانګې او خپلو نورو مخالفو ډلو پرضد اقدامات کړي، خو د القاعده شبکې او د پاکستانی طالبانو د تحریک په څېر د نورو ډلو پر فعالیتونو یې سترګې پټې کړي دي. د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت هغه مهال دا راپور رد کړی و.