د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۴ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

میلونونه کډوال ماشومان له زده کړو بې برخې دي؛ ملګري ملتونه اندېښنه لري


که څه هم زده کړې د هر وګړي اساسي او بنسټیز حق دی، خو ملګري ملتونه وايي، په ټوله نړۍ کې هر کال د بېلابېلو ستونزو او لاملونو له امله زرګونه ماشومان له زده کړو بې برخې کېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو این ایچ سي ار) وايي، په ټوله نړۍ کې دا مهال ۷.۲ میلیونه کډوال ماشومان له زده کړو بې برخې دي.

یاد سازمان د فبرورۍ په پنځمه، د چهارشنبې په ورځ، د یو راپور په خپرولو سره ویلي، د ښوونځي په عمر له ۱۴.۸ میلیونه کډوالو ماشومانو څخه نږدې نیمايي یې د بېوزلۍ، شخړو او د سرچینو د کمښت په څېر خنډونو له امله زده کړو ته لاسرسی نه لري.

راپور زیاتوي چې کډوالې نجونې له زده کړو څخه د بې برخې کېدو له زیات خطر سره مخ دي.

ملګري ملتونه وايي، کم عمر کې ودونه، جنسیتي توپیرونه او کلتوري خنډونه د کډوالو نجونو د زده کړو د دوام مخه نیسي.

ملګرو ملتونو له ټولو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو غوښتي چې د دې ناورین د حل لپاره په ګډه کار وکړي او ټولو کډوالو ماشومانو ته د باکیفیته زده کړو برابرولو لپاره اړینې بودجې چمتو کړي.

دا اندېښنې داسې مهال دي، چې ډېری افغان کډوال او هم په دغه هېواد کې دننه بې ځایه شوي میلیونونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي.

په پاکستان کې یوې افغان کډوالې، ثمعیې، ازادي راډیو ته وویل:

"ماشومان ډېر په بد وضعیت کې دي، له بده مرغه ښوونځیو ته لاسرسی نه لري، په رواني ستونزو اخته دي، د زده کړو هېڅ امکانات نشته. زوی مې ۸ کلن دی، ما اوس آمادګي کې شامل کړی، خو د دې وېرې چې اسناد نه لرو، اوس یې بېرته باسم."

په ایران کې افغان کډوال عبدالشکور هم ازادي راډیو ته وویل:

"اوس په ایران کې نه ښوونځی شته، نه مدرسه، غیرمجاز افغانانو ته هېڅ اجازه نشته. اوس پرته له پاسپورته افغانان ښوونځیو ته نشي تللی، باید ځیرک کارتونه ولري او ۱۰۰ میلیونه تومنه ورکړي."

یو این ایچ سي ار په خپل راپور کې ویلي، چې له زده کړو بې برخې کېدل د دې ماشومانو راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي او د دوی او د دوی د ټولنو لپاره نه جبرانېدونکې پایلې لرلی شي.

دغه سازمان له ټولو هېوادونو غوښتي، چې د کډوالو ماشومانو د ښوونیزو اړتیاوو پوره کولو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي او تر ۲۰۳۰ کال پورې د دوی د زده کړو لاسرسی یقیني کړي.

دغه شان، له نړیوالې ټولنې یې هم غوښتنه کړې چې د کډوالو ماشومانو د ښوونیز وضعیت د ښه کولو لپاره مالي او تخنیکي مرستې برابرې کړي.

په راپور کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي په حواله راغلي، چې په دې اړه یې ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي:

"له زده کړو بې برخې کېدل د میلیونونو ماشومانو راتلونکی له خطر سره مخ کوي او د دوی او د دوی د ټولنو لپاره نه جبرانېدونکې پایلې لرلی شي."

په افغانستان کې دننه هم د امنیتي ستونزو، طبیعي پېښو او نورو بېلابېلو ستونزو له امله په ډېر شمېر کورني بې‌ځایه شوي ماشومان له زده کړو بې برخې شوي دي، چې کره شمېر یې نه دی معلوم.

ازاده، چې مخکې د امنیتي ستونزو او جګړو له امله له کاپیسا کابل ته بې‌ځایه شوې، وايي:

"زه له کاپیسا څخه کابل ته راغلم، هغه وخت مې ماشومان اول او دویم ټولګیو کې وو، د دې لپاره چې دلته یې درې‌پاڼه غوښتله او ما ونه‌شو کړای هغه برابر کړم، دوه کاله یې شاته پاتې شول."

د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ وروسته، په تېرو درېیو کلونو کې زرګونه افغانان د امنیتي ګواښونو، د پناه غوښتنې د قضیو د بشپړولو، اقتصادي مشکلاتو، بېکارۍ او د خپلو ماشومانو د زده کړو د دوام په خاطر ګاونډیو هېوادونو، ایران او پاکستان، ته کډوال شوي دي، خو وايي هلته هم د خپلو ماشومانو د زده کړو په ګډون له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

د یادونې ده، چې طالبانو په افغانستان کې تر واکمنېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

XS
SM
MD
LG