ازادي راډیو د افغانستان او سیمې په اړه د خبرونو، راپورونو او معلوماتو معتبره او باوري سرچینه ده. د باتجربه، مسلکي او هڅاندو ژورنالیستانو یوه ډله د ازادي راډیو او ددې راډیو د انلاین پلاټفورمونو لپاره مطالب چمتو کوي.
نن د می ۳۱مه، د تمباکو د نه کارولو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. یو شمېر افغان ځوانان چې له یوې مودې وروسته یې د تمباکو استعمال پرې ایښی، وایي دې کار یې روغتیا ښه کړې او نور هم هڅوي چې د تمباکو استعمال پرېږدي.
د انتالیا بهیر د څلورمې ناستې یوشمېر ګډونوال وایي، د دې ناستې خبرې اترې کولی شي د افغانستان د سیاسي راتلونکي لپاره د ټولو افغانانو مشارکت ته زمینه برابره کړي.
د غزې د روغتیا چارواکي وایي، د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۵۴ کسان وژل شوي چې له دې ډلې څخه ۳۶ تنه په یوه ښوونځي کې وژل شوي چې د جګړې د بېځایه شویو کسانو لپاره د سرپناه په توګه کارېده.
په اسیا کې د کډوالو لپاره د ستونزو د حل اداره ADSP خبرداری ورکوي چې په جبري ډول افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو د دوامدارو حل لارو پرته، به دا هېواد له اوږدمهاله بېثباتۍ سره مخ شي او په دې هېواد کې به بشري بحران لا نور خراب شي.
د کړکېچ نړیوالې ډلې (ای سي جي) له اروپايي ټولنې غوښتي، له پاکستانه دا وغواړي چې خپلو نړیوالو مکلفیتونو ته ژمن پاتې شي او د افغان کډوالو جبري ایستل بند کړي.
ټاکل شوې چې ایران او امریکا متحده ایالتونه د ایران د اټومي پروګرام په اړه پنځمه دوره خبرې اترې په روم کې ترسره کړي.
سږ کال په افغانستان کې هوا د نورو کلونو پرتله څو ورځې مخکې توده شوې ده. ورسره هممهاله د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د برېښنا پرچاوۍ هم زیاتې شوې چې دوی یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د میدان وردګو ولایت یو شمېر بڼوال وايي، وچکالۍ یې باغونه سخت ځپلي او ان وچ شوي دي. دوی وايي، د کاریزونو اوبه وچې دي او کوم باغونه چې اوس شنه هم دي، د سولري برېښنا پر مټ د ژورو څاهګانو په واسطه اوبه کېږي.
د افغان دیني عالم مولوي عبدالقادر قانت خپلوان او نږدې ملګري ادعا کوي چې د طالبانو استخباراتو نوموړی د څلورم ځل لپاره نیولی او بندي کړی دی.
په داسې حال کې چې ځینې ګاونډي او سیمهییز هیوادونه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون او د هغوی د ګواښونو په اړه اندېښمن دي، د ډلهییز امنیت تړون سازمان (CSTO) په دې وروستیو کې له دې ګواښونو سره د مبارزې لپاره د پروګرامونو د پیل اعلان کړی دی.
په واشنګټن کې د اسراییل د سفارت دوه کارکوونکي د دغه ښار د یهودیانو موزیم ته نږدې په ډزو وژل شوي دي. پولیسو د ډزو په تړاو د یو شکمن کس د نیولو خبر ورکړی، او د اسراییل لومړي وزیر د دغه هېواد په ټولو سیاسي نمایندګیو کې د شدید امنیتي تدابیرو امر کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سېشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې سوریه ښایي یوازې څو اوونۍ له یوه بشپړ او په «لویهکچه» کورني جنګ سره فاصله ولري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سې شنبې په ورځ د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړو ته وویل چې امریکا ته د هغو افغانانو د انتقال په پروسه کې چې د امریکا له پوځ سره یې مرسته کړې، ځنډ د پخوانیو امنیتي ارزونو د بیا کتنې او امنیتي اندېښنو له کبله رامنځته شوی دی.
د ازادي اروپاراډیو /ازادي راډیو عمومي ریس د دې رسنۍ د فعالیتونو د دوام لپاره د اروپايي ټولنې د اضطراري مالي ملاتړ د برابرولو د ژمنې هرکلی کړی دی.
د بشري حقونو د څار سازمان د اسټرالیا او بریتانیا وروستي ګامونه ستایي، خو افغان قربانیان لا هم د عدالت په تمه دي
نور راوښيه