دا تګلاره چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لهخوا کابل کې په یوه ناسته کې د یو شمېر رسنیو مسوولینو ته سپارل شوې او د یوې رسنۍ مسوول یې کاپي ازادي راډیو سره شریکه کړې، په کې راغلي چې سیاسي بحثونه باید د اسلام دین د اصولو، د طالبانو د حکومت تګلارو او ملي ارزښتونو پر بنسټ تنظیم شي.
په دې تګلاره کې د سیاسي پروګرامونو لپاره د شنونکو د شرایطو په اړه راغلي چې دوی باید د طالبانو د مشر لپاره د "امیرالمومنین حفظهالله"، "زعیم" یا "د اسلامي امارت مشر" الفاظ وکاروي، د طالبانو د حکومت اصولو او ملي ګټو ته ژمن وي، له بهرنیو ګوندونو یا سازمانونو سره اړیکه ونه لري، او د دغه وزارت، د رسنیو پر خپرونو د څارنې ریاست رسمي کارت ولري.
دغهشان، په دې تګلاره کې راغلي چې د سیاسي پروګرامونو د څار لپاره به د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر چتر لاندې یوه ځانګړې کمېټه جوړه شي چې د رسنیو سیاسي خپرونې وڅېړي او منظم دورهيي راپورونه یې په اړه چمتو کړي.
دا تګلاره چې پنځهفصله لري، رسنۍ مسوولې ګرځولې چې له خپرېدو نه مخکې د خپلو سیاسي پروګرامونو لنډیز دې کمېټې ته وسپاري او خبرداری ورکړل شوی چې د سرغړونې په صورت کې به قانوني چلند ورسره وشي.
په کابل کې د یوې رسنۍ مسوول چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې خپور شي، د غږ د بدلولو په شرط یې ازادي راډیو ته وویل:
"هغه طرحه چې د حکومت لهخوا رسنیو ته استول شوې، یو داسې مېکانیزم په کې په پام کې نیول شوی چې سیاسي خپرونې د حکومت له غوښتنو سره سم پر مخ ولاړې شي، او دا د رسنیو پر فعالیت ښه اغېز نه لري، خو رسنۍ اړې دي چې دا ومني."
د یوې ولایتي رسنۍ مسوول هم چې نه یې غوښتل خپل نوم، د رسنۍ نوم او د ولایت نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، دغه تګلاره په لیکلې بڼه ورسره نه ده شریکه شوې، خو د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لهخوا په شفاهي ډول دوی ته ویل شوي دي.
ده د غږ د بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې دوی ته دغهشان ویل شوي چې انتقادي موضوعات راپور نه کړي:
"د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لهخوا رسنیو ته په صوتي پیغام کې شفاهي ویل شوي، هغه مسایل چې نظام چیلنجوي او په ټوله کې انتقادي مسایل باید راپور نشي."
د رسنیزو یو شمېر ملاتړو سازمانونو د طالبانو حکومت دا نوې تګلاره د بیان ازادۍ څرګند نقض بولي.
د افغانستان د خبریالانو د مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې کمېټې مشرې سمیې وليزاده ازادي راډیو ته وویل:
"دا یو ډېر اندېښمنوونکی اقدام دی، ځکه د رسنیو اورېدونکي به نور پر داخلي رسنیو او خپرېدونکو واقعیتونو باور ونه کړي، او دا په حقیقت کې د ځانسانسورۍ یوه بله بڼه او د عامه رسنیو قانون ښکاره سرغړونه ده، چې له مخې یې هېڅ څوک، که فرد وي که اداره، نشي کولای د افغانستان د داخلي رسنیو په خپرونو کې لاسوهنه وکړي."
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان هم د پنجشنبې په ورځ د (جولای ۳مه) پر خپله ایکس/ پخواني ټویټر دغه تګلاره غندلې او ویلي یې دي چې دا د بیان ازادۍ، د رسنیو خپلواکۍ او د خبریالانو د مسلکي حقونو ښکاره نقض دی.
دغهشان، په جلا وطنۍ کې د افغان خبریالانو فدراسیون هم په همدې ورځ پر خپله ایکس/ پخواني ټویټر پاڼه د طالبانو دا اقدام غندلی او د رسنیو او بیان د ازادۍ له ملاتړو نړیوالو بنسټونو او هېوادونو یې غوښتي چې د دوی په خبره، د رسنیو په وړاندې د طالبانو د ځپونکو اقداماتو له امله په هغوی فشار راوړي.
د یادونې ده چې له دې وړاندې هم د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو مسوولینو ته په شفاهي ډول ویلي وو، چې هغه شنونکي دې پروګرامونو ته نه وربولي چې د دوی له سیاستونو سره مخالف دي او دا یې هم ویلي وو چې سیاسي خپرونې دې ژوندۍ نه خپرېږي.
د رسنیو یو شمېر ملاتړو ادارو هغه مهال هم دا اقدامات سانسور او د بیان ازادۍ په وړاندې جدي ګواښ بللی و.
که څه هم طالبان تل وایي چې د اسلامي شریعت او ملي ګټو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ته ژمن دي، خو په تېرو نږدې څلورو کلونو کې پر رسنیو د محدودیتونو، سانسور، د خبریالانو د نیولو او ان شکنجه کولو ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.