د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۰

افغان کډوالو وايي، ایران کې پر پولیسو سربېره د یو شمېر عامو ایرانیانو له تاوتریخوالي سره هم مخ دي


په عکس کې له ایران څخه شړل شوي یو شمېر افغان کډوال ښکاري چې د جولای په ۵ مه نیټه د افغانستان او ایران ترمنځ د اسلام کلا له پولې هرات ته اوښتي.
انځور: محسن کریمي AFP /
په عکس کې له ایران څخه شړل شوي یو شمېر افغان کډوال ښکاري چې د جولای په ۵ مه نیټه د افغانستان او ایران ترمنځ د اسلام کلا له پولې هرات ته اوښتي. انځور: محسن کریمي AFP /

په ایران کې مېشت یوشمېر افغان کډوال وايي چې د دوی په وړاندې د پولیسو ناوړه چلند تر څنګ د ځینو عامو ایراني وګړو له خوا تاوتریخوالی هم زیات شوی دی.


دوی وايي، افغان کډوال د ایران په بېلابېلو ځایونو کې، په سړکونو، د بسونو په تمځایونو او لارو کوڅو کې له سپکاوي او تاوتریخوالي سره مخ دي.

په تهران کې مېشت یو افغان کډوال، چې د پنځه کسیزې کورنۍ سرپرست دی او څلور کاله مخکې ایران ته د کار په لټه تللی، شکایت کوي چې په وروستیو کې د ایراني پولیسو تر څنګ عام خلک هم له دوی سره ناوړه چلند کوي.

نوموړي، د نوم د نه خپرېدو او د غږ د بدلون په شرط، ازادي راډیو ته وویل چې عام ایرانیان، د بدو ردو ترڅنګ، افغان کډوال سپکوي او ان تاوتریخوالی ورسره کوي.

"دوه ورځې مخکې مې یو افغان ولید، په تهران کې نږدې شل کسان راغلل او هغه یې وواهه. کله چې دغه ډول مسله رامنځته شي، بیا عام دوکانداران، موټرچلونکي او ان په سړکونو روان ایرانیان افغانان وهي او ټکوي یې. کوم افغان کډوال چې ایران کې دي، په دې شپو ورځو کې ممکن ونه توانیږي چې ان ډوډۍ پیدا کړي، ځکه چې په هر ځای کې چې افغانان ګوري، ایرانیان ورته وايي: افغانانو، ولې خپل هېواد ته نه ځئ؟"

له ایرانه تازه راستنې شوې کورنۍ هم د یو شمېر ایراني وګړو له بد چلنده ترخې خاطرې لري.

د هرات یو اوسېدونکی محمود، چې له خپلې کورنۍ سره یو ځای څلور ورځې مخکې له ایرانه ستون شوی، ازادي راډیو ته وویل:

"دوی به د پولیسو په نوم راتلل، کارتونه او تفنګچې به یې راوېستلې او ویل به یې چې موږ پولیس یوو، تاسو بایومیټریک کوو. افغانان به یې وړل د دشت قیام په نوم یوه ځای ته، هلته به یې ترې هر څه اخیستل او ان په چاقوګانو به یې وهل، نور به یې پرېښودل. په خپله زما یې ډېر حق وخوړ. د کور مالک ماته د کور د یوې میاشتې پیشکي کرايه، چې یو میلیون تومان کېده، راکړه، خو یو نيم سل میلیونه نور یې رانکړل، چې زما حق ورسره و. یو خالي کاغذ یې راکړ او ویې ویل: لاس دې خلاص، چې هر ځای ځې لاړ شه."

نوموړي دا هم وویل، افغان کډوال تر اسلام‌قلعه پولې پورې تر رسیدو په لاره هم له ستونزو سره مخ وي.

د اسلام کلا بندر ته د ایران څخه د شړل شویو کډوالو یوه رسېدلې ډله چې ماشومان هم په کې شامل دي
د اسلام کلا بندر ته د ایران څخه د شړل شویو کډوالو یوه رسېدلې ډله چې ماشومان هم په کې شامل دي

په ایران کې مېشت افغان کډوال وايي، په دې هېواد کې د دوی په وړاندې تاوتریخوالی او ناوړه چلند وروسته له هغې زیات شوی، چې ایراني چارواکو له اسراییلو سره د جګړې پر مهال یو شمېر افغان اتباع د اسراییلو په جاسوسۍ تورن کړل.

له دې تورونو وروسته له افغان کډوالو سره د تاوتریخوالي بېلابېلو پېښو ویډیوګانې هم په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې، چې پراخ غبرګونونه یې راپارولي دي.

د بشري حقونو یوشمېر مدافعین د پولیسو او ایراني اتباعو له لوري له افغان کډوالو سره د سپکاوي ډک چلند غندنه کوي او دا د بشري قوانینو او انساني کرامت خلاف بولي.

له ډلې یې صفیې عارفي ازادي راډیو ته وویل:

"ځورول، وهل او شکنجه د انسانیت ضد عمل دی. په دې سره د کډوالو انساني کرامت تر پښو لاندې کېږي. دا ټولو بشري اصولو خلاف عمل دی. د کډوالو د ملاتړ ټول بنسټونه باید د ایران د خلکو پر ضد دا موضوع راپورته کړي، تر څو د دغه تاوتریخوالي او بد چلند مخه ونیول شي."

دا په داسې حال کې ده، چې ایران په دې هېواد کې مېشتو بې اسناده او د سرشمېرنې کارت لرونکو افغان کډوالو ته له دې هېواده د وتلو لپاره ورکړی وروستی مهلت درې ورځې مخکې، د جولای په ۵ مه پای ته رسېدلی دی.

خو ایران لا له دې نېټې مخکې د افغان کډوالو د جبرې ستنېدو پروسه ګړندۍ کړې وه.

د فرانسې خبري اژانس د ای او اېم (IOM) له قوله ویلي وو، چې د جون له لومړۍ تر جولای پنځمې پورې له ۵ لکه ۴۰ زره ډېر افغان کډوال له ایرانه راستانه شوي دي.

پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلي واکمنېدو وروسته، چې په دې هېواد کې بې‌وزلي او بې‌کاري زیاته شوې، زیات شمېر افغانان د کار په لټه ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران او پاکستان ته کډه شوي دي، خو ډېری یې له دې هېوادونو څخه شړل کېږي.

نړیوالو بنسټونو خبرداری ورکړی، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د کډوالو ستنول، دوی له پراخې بې‌وزلۍ، فقر او په یوشمېر مواردو کې له سیاسي ځورونو سره مخ کوي.

XS
SM
MD
LG