ځینو له دې محصلینو څخه له ازادي راډیو ترکمني څانګې سره د خبرو پر مهال، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نه غوښتل نومونه یې یاد کړو، وویل: "افغان محصلینو ته توهین کېږي، ځايي زدهکوونکي یې ګواښي، وهي یې او له دوی پیسې غواړي."
یو له دې افغان محصلانو څخه د ځینو ځايي زدهکوونکو له خوا دوی ته کېدونکې پیغورونه یاد کړل: "وايي، ترکمنستان ته راغلي یاست چې انسانان شئ؟ په خپل هېواد کې مو خو قاچاق کاوه، اوس راغلي یاست دلته؟ لاړ شئ، هر چاته چې غواړې شکایت وکړئ."
دوی وایي، دا ډول چلند یوازې د درس پر مهال نه، بلکې د دوبي د عملي تمرین پر وخت هم کېږي، او کله ناکله له فزیکي شخړو سره مل وي.
یوه بله سرچینه وایي، چې په سېيتنظرج سېيدي روزنیز پوهنتون کې ځینې افغان زدهکوونکي د ځايي زدهکوونکو له خوا وهل شوي او پیسې ترې اخیستل شوي. دې سرچینې زیاته کړه: "داسې دي لکه دوی چې په زندان کې وي او په زندان کې دننه ترې نور جنایتکار بانډونه باج اخلي. دلته هم ځايي محصلان پر افغانانو پیسې ږدي. که چېرې دا پیسې ورنهکړي، له لیلیې یې باسي او په ډلهییز ډول یې وهي او ډبوي."
دې سرچینې، چې د امنیتي دلایلو له مخې یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، د ازادي راډیو ترکمني څانګې ته ویلي، د پوهنتون چارواکي د افغان محصلانو دې وضعیت ته لازمه پاملرنه نه کوي.
د ازادي راډیو ترکمني څانګه په خپل راپور کې وايي د ځايي او افغان محصلینو ترمنځ د دې وضعیت ریښه لا هم روښانه نهده، خو ځینې سرچینې باور لري، چې د پوهنتون د مشرتابه له خوا له بهرنیو محصلینو سره متفاوت چلند، د ځینو ترکمن محصلانو غوسه پارولې ده.
یوه سرچینه وایي: "دا مهال د دوبي عملي تمرینونه یوازې د پوهنتون دننه ترسره کېږي. بهرني محصلین چې دا تمرینونه بېګټې ګڼي، نه ورځي. پوهنتون هم له هغوی څه نهشي غوښتلی، خو ترکمن محصلان اړ ایستل کېږي چې ورشي، او هغوی بیا د دې زور له افغان محصلانو باسي."
د افغان محصلینو خپلوان وايي، د افغانستان د سفارت لهخوا هم د دوی ستونزو ته رسېدنه نهکېږي او مرسته ورسره نه کوي.
د یوه افغان زدهکوونکي خپلوان وايي: "له طالبانو وروسته سفارت ته شکایت کول بېفایدې دي، یوازې دا وايي، که پوهنتون نهشئ لوستلی، نو بېرته هېواد ته ولاړ شئ."
د ازادي راډیو ترکمني څانګه وايي چې د افغان محصلانو د دې شکایتونو په اړه یې هڅه وکړه چې په عشقآباد کې د افغانستان له سفارت څخه نظر واخلي، خو سفارت ورته له نظر ورکولو ډډه وکړه.
ځايي سرچینې وایي، د پوهنتون چارواکي د شته ستونزو خبر دي، خو یوازې هڅه کوي چې د وضعیت د پراخېدو مخه ونیسي. یوې سرچینې د یوه افغان محصل د وهلو ډبولو د یوې پېښې کیسه داسې وکړه: "وروسته له دې چې افغان محصل ووهل شو، پوزه یې وینه شوه، ویریده چې ماته به وي، نو روغتون ته لاړ. د پوهنځي مرستیال ورته وویل، که پولیس راغلل، ووایه چې پخپله لوېدلی یم، که نه نو جنجال جوړېږي. خو پولیس راغلل، کله چې پوه شول افغان دی، هېڅ پوښتنه یې ترې ونه کړه، یوازېیې یو کاغذ ورکړ چې لاسلیک یې کړي."
سرچینې وايي، په داسې حال کې چې معمولاً د بهرنیو وګړو په دا ډول موضوعاتو کې د روغتون او پولیسو چلند جدي وي، خو په دې پېښه کې له افغان محصل سره بېپروايي وشوه.
ازادي راډیو هڅه وکړه چې د ترکمناباد روزنیز پوهنتون او د مرو انرژۍ انستیتوت له چارواکو نظر واخلي، خو د اړیکې یې ځواب نه شو.
په ترکمنستان کې د ګڼو نورو هېوادونو محصلین هم زدهکړې کوي. د رسمي معلوماتو له مخې، د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د تعلیم په برخه کې د همکارۍ له هوکړو سره سم، هر کال لسګونه افغان محصلین د سېيتنظرج سېيدي روزنیز پوهنتون ته د ژبې زدهکړې لپاره جذبېږي، او وروسته بیا د نورو پوهنتونونو لکه د نفتو او ګازو، کرنې، انرژۍ او ښوونې روزنې زدهکړې ته استول کېږي.
د دولتي رسنیو پر بنسټ، د ترکمنستان دولت د بهرنیو محصلینو د جذبولو، او ورته د اړوندو شرایطو د برابرولو او څارنې مسوولیت لري.