احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر وړاندې د خپلو پخوانیو تُندو خبرو برعکس وايي، دی د ایران ډېر ښه ملګری کېدای شي.
د لندن چاپ ډېلي مېل ورځپاڼې د افغانستان د کرکټ لوبدلې د کېپټان ګلبدین نایب له قوله لیکي چې وايي، موږ اوس په هېواد کې سوله لرو...
د بشکېک د سرمشریزې په درشل کې د افغانستان د تماس ډلې لپاره د لارې د نقشې په ګډون شل موافقې نن لاسلیک شوې.
د چین ولسمشر د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان همکاري مهمه بللې او ډاډ یې ورکړی چې چین په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت او د ټولو اړخونو په ګډون د سولې د پروسې ملاتړ کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا وايي، د اوکراین په جګړه کې یې د ښکېلو اړخونو لهخوا له بندیانو سره د ناوړه چلند له ۵۰۰ زیات موارد ثبت کړي دي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د طالبانو د یوه پخواني قوماندان کیسه خپره کړې چې ویل کېږي طالبانو له دې ډلې سره د نههمکارۍ په خاطر وژلی دی.
د بشري حقونو د څار ټولنې په یو نوي راپور کې د عبدالرشید دوستم پر ملېشو په فاریاب ولایت کې د ملکي وګړو د وژنې او ...