د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۱

ډيلي مېل د ګلبدین نایب له قوله: کرکټ په افغانستان کې د سولې لویه برخه ده


  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په یوه مطلب کې لیکي، طالبانو په کابل کې د هغې حملې مسؤلیت منلی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یې پړه پر ایران اچولې وه.

دا حمله د غبرګولي په لسمه نېټه د کابل په یکه‌توت سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر یوه کاروان وشوه، څلور ملکي افغانان یې ووژل او څلور امریکايي پوځیان او درې نور ملکي افغانان یې هم برسېرن ټپیان کړل.

د دې حملې مسؤلیت طالبانو ومانه او د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد هغه مهال ادعا وکړه چې په‌دې حمله کې لس امریکايي پوځیان وژل شوي دي.

واشنګټن پوسټ لیکي:

له دې پېښې دوه اوونۍ وروسته چې د تهران او واشنګټن په اړیکو کې کړکېچ زیات شو، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو دا حمله د هغو حملو په لړ کې یاده کړه چې د ایران اسلامي جمهوریت او لاس‌پوڅو یې د امریکا او د امریکا د متحدانو پر ګټو پیل کړي.

پامپیو، د ورځپانې په وینا په بغداد کې د امریکا پر سفارت او په سعودي عربستان کې پر یوه هوايي ډګر د راکټي حملو پړه هم د ایران د لاسپوڅو غاړې ته اچولې.

واشنګټن پوسټ لیکي چې د پامپیو دې ادعا د سیمه‌ییزو مسایلو څارونکي او د امریکا یو پخوانی ډیپلوماټ حیران کړي ځکه د هغوی په باور په افغانستان کې د ایران حملې غیر معمولې دي.

ورځپاڼه زیاتوي، کله چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزارته پوښتنه وشوه چې د پامپیو له‌خوا د لګول شویو تورونو ثبوت وړاندې کړي نو له تبصرې یې ډډه وکړه.

واشنګټن پوسټ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پخواني سلاکار او د یو تحقیقاتي مرکز د اوسني کارپوه جېمز شوېم لاین له قوله لیکي چې وايي، کابل د ایران په عملیاتي ساحه کې نه‌دی شامل.

  • ډېلي مېل

د لندن چاپ ډېلي مېل ورځپاڼې د افغانستان د کرکټ لوبدلې د کېپټان ګلبدین نایب له قوله لیکي چې وايي، موږ اوس په هېواد کې سوله لرو او کرکټ د هغې مهمه برخه ده.

ورځپاڼې د افغان لوبډلې د لوبې پر مهال د نایب هغه تصویر خپور کړی چې د اسټرالیا د کېپټان ارون فینچ «Aaron Finch» له سوځولو وروسته خپلې غښتلې مټې د قوت د نښې په توګه ښيې او لیکي:

دا حرکت د نایب او د هغه د هېواد لپاره د یوې ویکټې تر اخېستو هاخوا بله معنا هم لري.

ډېلي مېل لیکي:

نایب خپلې غښتلې مټې ۱۱ کاله مخکې هغه مهال هم ښودلې وې چې دی ۱۷ کلن و او د افغانستان د کرکټ د پرمختګ په اړه په یو مستند فلم کې راڅرګند شو.

د دې فلم نوم دی له ایرو لاندې راوتلي.

دا مستند فلم هغه مهال جوړ شوی چې افغان لوبډلې د بریتانیا په جرسي ښار کې په پنځم ډیویژن کې لوبې کولې، خو د یوې لسیزې له تېرېدو وروسته ګلبدین نایب په‌داسې حال کې د افغان لوبډلې مشري کوي چې افغانستان د دوهم ځل لپاره په نړیوال کپ کې د ګډون وړتیا ترلاسه کړې ده.

ډېلي مېل د نایب له قوله لیکي چې وايي، کرکټ خلک یو موټی کوي او امېد ورکوي.

نایب باور لري چې په افغانستان کې سوله شته او کرکټ د دې سولې ډېره لویه برخه ده.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG