د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

«م.م» د روس پلوو بیلتونپالو له‌خوا بندیانو سره د شکنجې ۵۰۰ موارد مستند کړي


ارشیف، په کیف کې یو زندان, July 6, 2018
ارشیف، په کیف کې یو زندان, July 6, 2018

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا وايي، د اوکراین په جګړه کې یې د ښکېلو اړخونو له‌خوا له بندیانو سره د ناوړه چلند له ۵۰۰ زیات موارد ثبت کړي دي.

د بشري حقونو شورا زیاتوي چې په اوکراین کې یې، هم د حکومتي ځواکونو او هم د دې هېواد په ختیځ کې د روس پلوو بیلتونپالو له‌خوا له بندیانو سره د ناسم چلند، کوټه قلفۍ او شکنجې له ۵۰۰ زیات موارد مستند کړي دي.

په اوکراین کې پر بشري حقونو شورا د څارنې د ماموریت مشرې فیونا فرېزر« Fiona Frazer» پرون- د جون په ۱۳مه په پلازمېنه کیف کې خبریالانو ته وویل، دا سرغړونې د ۲۰۱۴ میلادي کال په اپریل میاشت کې د اوکراین د جګړې له پیله تردې دمه شوي دي.

په اوکراین کې پر بشري حقونو شورا د څارنې د ماموریت مشرې فیونا فرېزر
په اوکراین کې پر بشري حقونو شورا د څارنې د ماموریت مشرې فیونا فرېزر

مېرمن فرېزر چې په یوه خبري غونډه کې یې د ملګرو ملتونو نوی راپور وړاندې کاوه وویل، د شویو ادعاوو له مخې په ډېرو مواردو کې دا کار د ډونېڅک د خلکو د جمهوريت او د لوهانسک د خلکو جمهوریت په نوم د اوکراین په ختیځ کې د خپل‌سرو اعلان شویو حکومتونو د دولتي امنیتي ارګانونو یا په بله وینا د دولتي امنیت د وزارتونو له‌خوا شوی دی.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په یوه قضیه کې چې ملګرو ملتونو مستنده کړې ده، یوه بهرني وګړي ویلي دي چې په ډیسمبر میاشت کې د اوکراین د امنیتي ادارې «SBU» افسرانو ونیوه او شکنجه یې کړ خو هغه مهال چې ده د اوکراین د تحقیقاتو دولتي بیورو «SBI» ته شکایت وکړ او دې ادارې په‌دې اړه تحقیقات پیل کړل نو د «SBU» افسران یې اپارتمان ته ورغلل.

راپور زیاتوي، دې افسرانو ورته وویل چې باید د ځینو اسنادو د لاسلیک لپاره بل ښار ته ورسره ولاړ شي او کله یې چې موټر ته وخېژاوه نو دې کسانو پر خپلو مخونو نقابونه کېښودل او له ده یې پاسپورت، بټوه او ټیلیفون واخېستل او ورته ویې ویل چې باید له اوکراینه ووځي.

دې افسرانو وروسته بیا له دې بهرني وګړي په زور په یوه ویډیويي پیغام کې اعتراف واخېسته چې ګنې په خپله خوښه له اوکراینه وځي.

فیونا فرېزر وویل، له ۲۰۱۴ میلادي کاله تر ۲۰۱۶ میلادي کال پورې د خارکیف ښار په توقیف خانو کې د تحقیقاتو او کوټه قلفۍ په وضعیت کې لاهم هېڅ بدلون نه‌دی راغلی، خو دې زیاته کړه چې خارکیف یوه نمونه ده په داسې حال کې چې د اوکراین د جګړې له پیلېدو وروسته په دواړو خواوو کې ډېرې نورې غیرقانوني توقیف خانې هم جوړې شوي چې یوه نمونه یې د روس پلوو بیلتونپالو تر ولکې لاندې سیمه ډونېڅک ده.

ملګروملتونو سږ کال په ډونېڅک کې د بیلتونپالو له‌خوا د ملکي وګړو د توقیف څلور موارد ثبت کړي چې په یوه قضیه کې یوه مور وايي، دوه زامن یې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې لادرکه شوي وو او دا سږکال د فبروري په ۲۶ مه خبره شوه چې هغوی د جاسوسۍ په تور یوې توقیف خانې ته بیول شوي.

په اوکراین کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ماموریت مشرې وویل چې دا ۵۰۰ قضیې د خورا زیاتو سرغړونو یوازې څو نمونې دي ځکه شکنجه د دې په وینا په اوکراین کې یوه سیستماتیکه مسئله ده چې جګړې یې وضعیت نور هم خراب کړی دی.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG