د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

د یوه طالب قوماندان کیسه چې طالبانو سره په نه‌همکارۍ وژل شوی


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د طالبانو د یوه پخواني قوماندان کیسه خپره کړې چې ویل کېږي طالبانو له دې ډلې سره د نه‌همکارۍ په خاطر وژلی دی.

ورځپاڼه لیکي:

دې کس دوه څېرې لرلې چې په یوه کې دی ضابط خان نومېده، ۲۵ کلن و، له ۱۲م ټولګي فارغ شوی و، څلور ماشومان‌یې لرل او د سلفي عکسونو له اخیستو سره‌یې مینه درلوده، خو په بله څېره کې د ۱۰ کلونو لپاره د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو جنګیالی و، نوم‌یې قوماندان زرقاوي و او دومره جنګي تجربه‌یې ترلاسه کړې وه چې اوس‌یې نو جګړه نه‌شوای پرېښودای او حتی وروسته له دې چې د مهاجرت په نیت تر یونانه ورسېد جګړه ورسره نښتې وه.

ورځپاڼې د زرقاوي یا ضابط خان بېلابېل تصویرونه هم خپاره کړي چې په یوه کې په افغانستان کې وسله ورسره ده او د طالبانو په لیکو کې لیدل کېږي، په بل یوه کې په یونان کې له دوو اروپايي نجونو او یوه هلک سره ولاړ دی په داسې حال کې چې لاسونه‌یې د هغوی پر اوږو اچولي او په بل کې د ده مزار د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په یوه هدیره کې ښکاري.

ورځپاڼه د ضابط خان د مړینې د عواملو په اړه لیکي:

تېر کال په کوچني اختر کې د اوربند له اعلان وروسته د ده او طالبانو ترمنځ اختلاف راغی ځکه دی له هغو طالبانو څخه و چې د مشرتابه له‌خوا د ورکړل شویو ممانعتونو پروا یې نه‌کوله.

ورځپاڼه لیکي چې له هغې ورځې وروسته د طالبانو مشرانو د بیا اوربند لپاره د افغان او امریکايي چارواکو ټولو غوښتنو ته د رد ځواب ویلی دی.

د نیویارک ټایمز په وینا د طالبانو ځینو مشرانو په پټه دا خبره هم کړې ده چې بل اوربند به په‌دې ډله کې اختلاف لازیات کړي.

د نیویارک ټایمز په وینا له ټوپک سره د ضابط خان ژوند او په تېر اګست میاشت کې په پارسل کې د استول شوي بم په وسیله د ده مړینه ښيي چې په داسې حال کې چې متحده ایالات د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې د خبرو هڅه کوي، په افغانستان کې د افراطي ډلو فعالیتونه څومره پېچلې بڼه لري.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون د پخواني رئیس کرام‌الدین کریم د نیولو لپاره د افغان حکومت پرېکړه څېړلې ده.

د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا د هغو څېړنو په نتیجه کې چې په ډسمبر میاشت کې پیل شوې د شنبې په ورځ کریم د فوټبال د ښځینه لوبډلې له یو شمېر غړو سره په ناوړه جنسي چلند تورن کړ، د تل لپاره‌یې د فوټبال په اړوندو فعالیتونو کې د ګډون بندیز پرې ولګاوه او د یو میلیون ډالرو انډول په یو میلیون سویسي فرانک جریمه‌یې محکوم کړ او د یکشنبې په ورځ لویې څارنوالۍ د هغه د نیولو حکم ورکړ.

نیویارک ټایمز لیکي:

کرام‌الدین کریم د نړۍ په کچه د فوټبال تر ټولو جګ‌پوړی چارواکی دی چې په جنایت تورنېږي.

ورځپاڼه زیاتوي، تر اوسه معلومه نه‌ده چې ایا افغان پولیس به د دې پخواني ټوپکمار په نیولو وتوانېږي او که‌نه.

په مطلب کې راغلي چې کریم وسله‌وال کسان لري او یو ځل پخوا چې د ده د لیرې کولو اقدام شوی و، نو د حکومت د امر له منلو یې ډډه کړې وه.

  • انډېپنډنټ

انډېپنډنټ ورځپاڼې چې لومړی ځل‌یې په نومبر میاشت کې د دې ادعاوو راپور ورکړی و، لیکي چې د هېواد د ښځینه ملي لوبډلې پر غړو د جنسي تېري او له هغوی سره د ناوړه چلند پېښې په فبروري میاشت کې په کابل کې د فوټبال د فدراسیون په مرکزي ودانۍ او په اردن کې د نجونو د روزنې په یوه کمپ کې شوې وې.

انډېپنډنټ لیکي:

په افغانستان کې د جنسي تېري قرباني مېرمنې اکثراً د حقیقت په ویلو کې زړه نا زړه وي، ځکه دا وېره شته چې په خپله په زنا او فحشا تورنې نه‌شي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG