د طالبانو حکومت پرافغانستان د پاکستان تازه هوایي بریدونه په کلکه وغندل او ویې ویل چې په مناسب وخت کې به ورته ځواب ورکړي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن پرخپله ایکسپاڼه د دغو بریدونو په اړه په نویو بیانونو کې وویل:
د افغانستان پکتيکا، خوست او کنړ ولايتونو کې د تېرې شپې هوايي بريدونه د افغانستان د حريم نقض او د پاکستانۍ ادارې له خوا له ټولو منلو شوو نړيوالو نورمونو سره صريح ټکر دی
“د پاکستاني پوځيانو له خوا د افغانستان پکتيکا، خوست او کنړ ولايتونو کې د تېرې شپې هوايي بريدونه د افغانستان د حريم نقض او د پاکستانۍ ادارې له خوا له ټولو منلو شوو نړيوالو نورمونو سره صريح ټکر دی. “
ښاغلي مجاهد نن مخکې په یوه بل بیان کې ویلي و چې د خوست د ګربزو په مغلګۍ سیمه کې د پاکستان پوځ د شپې شاوخوا ۱۲ بجې پریوه کور بمبار کړی چې لږ تر لږه ۹ ماشومان، ۵ هلکان او ۴ نجونې او یوه ښځه پکې وژل شوي دي. ښاغلي مجاهد همدارنګه په کونړاو پکتیکا ولایتونو کې د پاکستان په هوایي بریدونو کې د ۴ ولسي وګړو د ټپي کیدو پخلی وکړ.
د پاکستان پوځ تراوسه پورې رسماً نده تایید کړې چې دغه بریدونه یې ترسره کړې خو په اسلام آباد کې یوشمیر باوري سرچینو آزادي راډیو ته تایید کړې چې دغه بریدونه د پوځي جټ الوتکو او ډرونونو په وسیله شوې دي.
د طالبانو ویاند دغه راز وویل:
“د پاکستاني پوځيانو دغه ډول جنایتنه يوازې دا چې کومه لاسته راوړنه نه ده، بلکې يو ځل بيا ثابته شوه چې د غلطو معلوماتو پر اساس اقدام د وضعيت له لا ترينگلتيا او د پاکستان د پوځي رژیم له رسوایې او ناکامي پرته بله پايله نه شي لرلای. “
ښاغلي مجاهد زیاته کړه،
“اسلامي امارت دغه سرغړونه او جنایت په کلکه غندي او يو ځل بيا تکراروي چې له خپل هوايي او ځمکني حريم او خلکو څخه دفاع خپل شرعي حق بولي او په مناسب وخت کې به لازم ځواب ورکړي.“
پاکستاني چارواکی تور پورې کوي چې ټي ټي پي په افغانستان کې امن پټنځایونه لري او له نورو وسله والو ګروپونو سره په ګډه په پاکستان باندې خپلې حملې له هماغه ځایه تنظیم او مخته وړي.
دا تور د طالبانو حکومت په کلکه رد کړی او ټینګار یې کړی چې اجازه نه ورکوي له افغان خاورې د نورو هېوادونو پر ضد کار واخیستل شي.
پاکستان دغه بریدونه وروسته له هغې کړي دي چې د اوکتوبر په نهمه پرکابل او پکتیکا د پاکستان د هوایي بریدونو وروسته د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تیره میاشت د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې خونړۍ نښتې وشوې چې د دواړو خواوو ځواکونو ته پکې ډېره مرګژوبله واوښته.
له دغو نښتو وروسته د اکتوبر په ۱۹ په دوحه کې اوربند وشوچې د ټینګښت اود دواړو لورود اختلافاتو د هواري لپاره یې په استانبول کې د خبرو دوه نور پړاوونه هم ترسره شول چې بې نتیجې پای ته ورسیدل.
ملګرو ملتونو بیا ویلي وو چې اکتوبر میاشت په افغانستان کې د بریدونو په نتیجه کې لر لږه پنځوس افغان ملکیان ووژل شول او شاوخوا ۴۵۰ نور کسان ټپیان شول.