د پېښور پولیسو تایید کړې چې د دوی دری ملیشه سرتیري په ننني ځانمرګي برید کې وژل شوي.
د پېښور د پولیسو مشر میا سعید رسنیو ته ویلي چې ځانمرګي بریدګر د سرحدي پولیسو د مرکز مخ ته برید کړی.
هغه ویلي پولیسو دوه نور بریدګر مرکز ته د ننوتلو څخه مخکې په ډزو سره وژلي دي.
د ملیشه سرحدي پولیسو دغه مرکز د پیښور د ګڼې ګوڼې په یوه سیمه صدر روډ کې موقعیت لري او نږدې ورته د پوځ یو مرکز هم پروت دی.
اخوا د لېډي ریډنګ روغتون ویاند محمد عاصم وايي، روغتون ته ۱۱ ژوبل کسان لېږدول شوي چې زیاتره یې ولسي وګړي دي.
پر اېف سي مرکز د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.
له تېرو څلورو کلونو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ناامني خورا زیاته شوې ده.
په همدې حال کې پولیس او پوځ هم وايي، د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ویلي د پېښور د ننني برید عاملین باید ژر تر ژره ونیول شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.
هغه د پېښور د سرحدي پولیسو د یوه مرکز مخ ته نننی سهارنی ځانمرګی برید غندلی دی او په عین حال کې یې د لا زیاتو مرګژوبلو په مخنیوي کې د پاکستاني پوځیانو «په وخت عمل» ستایلی دی.
د نومبر په ۱۱مه هم د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې د محکمې ودانۍ بهر یوه ځانمرګي بریدګر ۱۲ کسان ووژل.
هغه برید چې پاکستان وویل له افغانستان څخه پلان شوی و.
د پاکستاني طالبانو یوې ډلې د هغه برید مسوولیت منلی وو.
پاکستان د پخوانیو بریدونو پړه پر وسله والو، په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) اچولې چې په ادعا یې د افغانستان له خاورې څخه فعالیت کوي.
کابل دا تور ردوي، او وايي چې اسلام آباد دې د خپلو امنیتي ستونزو پړه په دوی نه اچوي.