په افغانستان کې د طالبانو لهخوا پر موسیقي د بندیز او محدودیتونو له امله ډېری هنرمندان چې له هېواده نه دي وتلي، له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
له دغو هنرمندانو څخه یو هم د هلمند محلي سندرغاړی حبیبالله شباب دی چې یو مهال یې د خپل هنر په ژبه د خلکو زړونه ګټلي وو، خو اوس د غربت او بېکارۍ په لومو کې ګیر دی.
د شباب هنري شهرت شاوخوا ۱۴ کاله وړاندې د یوې افغان تلوېزیوني شبکې له لارې د همدې سندرې د خپرېدو وروسته پیل شو.
حبیبالله شباب د محلي موسیقۍ یو ځوان هنرمند دی چې په هلمند او کندهار کې یې د خلکو محفلونه په خوښیو بدلول.
هغه به په ځانګړي ډول د واده، اخترونو او د خوښۍ په نورو محفلونو کې موسیقي غږوله او د خلکو زړونه یې خوشحالول.
شباب ازادي راډیو ته وویل چې د موسیقۍ هنر ته راتګ یې ځانګړی شوق او ذوق و.
هغه وايي: "د موسیقۍ هنر زما شوق او علاقه وه، ما غوښتل چې د وطن ښکلا او حیثیت د شعر په ژبه وطنوالو ته وړاندې کړم او د وطن ناخوالې په خپل غږ کې بیان کړم."
پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ وروسته په ډېرو برخو کې موسیقي او ورته هنري فعالیتونه په بشپړ ډول بند شول.
دغه بندیزونو نه یوازې د هنرمندانو د معاش لارې بندې کړې، بلکې ګڼ هنرمندان یې اړ کړل چې له هېواده ووځي.
خو حبیبالله شباب په وطن کې پاتې کېدل غوره وبلل او د خپل ژوند د چلولو لپاره یې په خپل کلي کې د خوراکي توکو یو کوچنی دوکان پرانیست چې وروسته له تاوان سره مخ شو.
اوس هغه د مزدورۍ په ډول د خټو کولو، صفایۍ، جارو کولو او نورو مختلفو کارونو په لټه کې دی.
که څه هم دا ډول کارونه د ده لپاره نا اشنا او د هغه له هنر سره تړاو نه لري، خو بیا یې هم موندل ستونزمن دي.
هغه وايي: "ډېر هنرمندان پاکستان یا ایران ولاړل، زه د وطن سره د مینې په خاطر پاتې شوم. بېکاره یم، کار نهشته، د خپل اولاد په نفقه پوري حیران یم چې نفقه څه ډول پیدا کړم."
حبیبالله شباب د ۱۲ کسیزې کورنۍ سرپرست دی.
هغه دوه مېرمنې او ۹ اولادونه لري.
هغه وایي، د طالبانو حکومت او شتمن کسان باید د هغه په څېر هنرمندانو ته دندې ورکړي چې لوړې زدهکړې لري او د کار کولو انرژي یې شته.
شباب زیاتوي: "زما د اسلامي امارت له مشرانو او سوداګرو څخه هیله ده چې هنرمندان له یاده ونه باسي. هغوی کورنۍ او اولادونه لري چې ډوډۍ غواړي. ډېری هنرمندان، زما په شمول، لوړې زدهکړې لري او کولای شي په ادارو کې کار وکړي."
حبیبالله شباب لا هم د سولهییزو او ولسي سندرو له یادونو سره د خلکو په زړونو کې ځای لري.
ډېری کسان د هغه د ستونزو په اړه خواشیني دي.
عبدالستار ستوری له سوداګرو او شتمنو غواړي چې په دغه ډول بد اقتصادي وضعیت کې د هغه لاسنیوی وکړي.
ستوری زیاتوي: "حبیب شباب چې یو مهال د سولهییز شعر او خپل ولسي غږ په برخه کې ډېر مشهوره شو، اوس یې د مجبورۍ او بېچارګۍ غږ پورته کړی. لاسنیوی یې ډېر ضروري دی."
حبیبالله شباب د نورو افغان هنرمندانو د ستونزو یوه نمونه ده چې د هنر د محدودیتونو او اقتصادي ستونزو له امله د ژوند له ډېرو سختو شرایطو سره مخ دي.
هغه د حکومتي او خیریه بنسټونو څخه غوښتنه کوي چې د هغه په څېر خلکو ته لاس ورکړي.
د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5