د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

یو شمېر افغانان: طالبانو د ځینو تلوېزیوني چینلونو په خپرونو بندیز لګولی


ارشیف: کندهار کې ډ ډیش انتن د لګولو یو انځور
ارشیف: کندهار کې ډ ډیش انتن د لګولو یو انځور

د افغانستان یو شمېر اوسېدونکي وایي، د طالبانو د حکومت له خوا په ډېری برخو کې د محدودیتونو د لګولو په دوام، دوی د ډیشن انتنونو له پروګرامونو هم یو شمېر تلوېزیوني چینلونه لرې کړي دي.

په داسې حال کې چې پر زده کړو، کار او په نورو ډېرو برخو کې محدودیتونو د خلکو عادي ژوند وربدل کړی دی، ډېری دوی د تفریحي پروګرامونو، سریالونو او فلمونه په لیدلو یا د موسیقۍ په اورېدلو تفریح ته مخه کوي او هڅه کوي چې یو څو شېبې خپل روح او روان له ورځنیو اندېښنو راوباسي.

خو یو شمېر کابل ښاریان وایي، په دې وروستیو کې په داسې حال کې چې انټرنېټ ښه کار نه کوي، برښنا کمه او کورنۍ رسنۍ هم سم پروګرامونه نه لري، د ډیشن انتنونو له پروګرامونو هم یو شمېر تلوېزیوني چینلونه لرې کړای شوي دي.

په کابل کې د ډیش انتنونو یو عیارونکی او ترمیمونکی ظاهر هم چې پنځه کاله کېږي دا کار کوي تاییدوي، چې دا څه وخت کېږي د ډیشن انتنونو له پروګرامونو ځینې تلوېزیوني چینلونه لرې کړای شوي دي.
په کابل کې د ډیش انتنونو یو عیارونکی او ترمیمونکی ظاهر هم چې پنځه کاله کېږي دا کار کوي تاییدوي، چې دا څه وخت کېږي د ډیشن انتنونو له پروګرامونو ځینې تلوېزیوني چینلونه لرې کړای شوي دي.

د کابل اوسېدونکې فرخ لقا ازادي راډيو ته وویل: "له هغه وخت راهیسې چې طالبان راغلي، په ډیش انتن ځینې هغه چینلونه چې تفریحي پراګرامونه به یې خپرول بند شوي دي، ټولې ښځې او نجونې په کورونو کې ناستې دي، په کورنیو تلوېزیونونو کې له خبرونو پرته بل کوم پروګرام نه وي. موږ اړتیا لرو چې تفریحي او د سرګرمۍ پراګرامونه وګورو، څو هغه ستونزې چې لرو د څو شېبو لپاره مو هېرې شي. د خپرونو او چینلونو بندول ښه کار نه دی."

په ورته وخت کې په کابل کې د ډیش انتنونو یو عیارونکی او ترمیمونکی ظاهر هم چې پنځه کاله کېږي دا کار کوي تاییدوي، چې دا څه وخت کېږي د ډیشن انتنونو له پروګرامونو ځینې تلوېزیوني چینلونه لرې کړای شوي دي.

هغه وايي: "د طالبانو له راتګ وروسته، په ډیش انتن کې ځینې هغه چینلونه چې سندرې، سریالونه او خپرونې یې نشرولې، د لاسرسي وړ نه دي. په دې وروستیو کې ډیش انتنونه د طالب ځواکونو له خوا ټولېدل، زه اندېښمن یم که ټول ډیش انتنونه بند شي نو موږ په څنګه ډوډۍ پیدا کوو."

دا په داسې حال کې ده چې په ټولنیزو رسنیو کې هم داسې خبرونه خپاره شوي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې له ډیش انتن څخه د ځینو چینلونو د لېرې کولو تر څنګ، د دوی د پلټڼې یا تالاشۍ ټیمونو د ډیش انتنونو کاسې هم د خلکو له کورونو راښکته کړي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د خلکو له کورونو د ډیش انتنونو د کاسو د راښکته کولو خبره ردوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

مجاهد که څه هم د کوم ځانګړي چینل نوم نه اخلي خو وايي، د ډیش انتن ځینې چینلونو غیراسلامي خپرونې درلودې، له دې امله لېرې کړل شوي دي.

مجاهد وویل: "د ډیش انتنونو ټولول زموږ په پلان ک‎ې نه شته او امنیتي مسوولین چې د کورونو تالاشي کوي د دې مسوولیت نه لري. هو موږ د ټولنې د منفعت لپاره ډېری هغه چینلونه چې د اسلام خلاف نشرات یې درلودل له ډیش انتنونو څه لرې کړي دي، په هره ټولنه کې د ډیش انتنونو کنترول شته او موږ هم دا کنټرول کړی دی."

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته ډېری کورنیو رسنیو تفریحي خپرونې، فلمونه، موسیقي، سریالونه او ان د ماشومانو روزنیزې خپرونې هم محدودې کړي او خلکو به ډېر د ډیش انتنونو او کیبلي شبکو له لارې د نورو تلوېزیوني شبکو پروګرامونه کتل.

XS
SM
MD
LG