د عدم تشدد نړیواله ورځ؛ دغو غورځنګونو ولې افغانستان او پاکستان کې پایله نه‌ده لرلې؟

له ارشيفه د کابل پر یوه دېوال د عدم تشدد فلسفې د بنسټګر مهاتما ګاندي رسم شوی انځور.

په افغانستان او پاکستان کې له تېر یوه کال راهیسې زرګونه امنیتي پېښې شوي او سلګونه تنه په‌کې مړه او ټپيان شوي دي.

دا څه موده وړاندې پر ډیورند کرښه د افغانستان او پاکستان د پوله‌ساتو سرتېرو د ډزو تبادله وشوه.

د ټوپک، توغندیو او چاودنو له غږونه سره د ډیورند کرښې دواړو خواوو ته د نژدې ټولو پرتو ولسونو غوږونه اشنا دي.

د جنوبي اسیا همدغه دوه هېوادونه، افغانستان او پاکستان له تېرو څو لسیزو راهیسې د دوامداره جګړو او شخړو شاهدان دي.

ملګروملتونو د تېرې سپټمبر په ۱۷مه وویل، یوازې درې میاشتو کې، یعنې د ۲۰۲۴ کال له مې تر جولای میاشتې پورې افغانستان کې ۲۱۲۷ امنیتي پېښې شوي دي.

په پاکستان کې بیا د شخړو د څېړنو یوه بنسټ ویلي، افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې هلته د وسله‌والو بریدونو په کچه کې شپېته فیصده زیاتوالی راغلی دی.

له تېرو درې کلونو راهیسې پاکستان کې د شویو بریدونو شمېر نژدې اته سوه ښودل شوی او ویل شوي چې ۱۵۲۴ تنه په‌کې وژل یا ټپيان شوي چې پوځیان او مکلیان دواړه دي.

په افغانستان او پاکستان کې دغه تاوتریخوالی داسې مهال له خلکو قرباني اخلي چې دغه سیمه یو وخت د عدم تشدد یا تاوتریخوالي ته د نه ویلو د غورځنګونو د مبارزو ډګر پاتې شوی دی.

د اکتوبر دویمه، د عدم تشدد د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي او دغه ورځ د همدغې فلسفې د بنسټ ایښودونکي مهاتما ګاندي د زوکړې له ورځې سره برابره ده.

د ګاندي ملګری او پښتون مبارز، پاچا خان یا خان عبدالغفار خان هم د همدې لارې مخکښ و چې د عدم تشدد تګ‌لاره یې له هنده پښتني سیمو ته راوړه.

د باچا خان سیاسي مبارزه د عدم تشدد پر بنسټ د قومي ازادۍ او ولسواکۍ پر مفکورې ولاړه وه.

د پښتنو د عدم تشدد سرلاری پاچاخان

په هند کې د ګاندي په مشرۍ د عدم تشدد مبارزې نتیجه ورکړه او هند د انګریز له ښکېلاکه خلاص شو، خو په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان تر جوړېدو وروسته د پاچا خان د خدایي خدمتګار غورځنګ چې د تشدد مخالف و، له نورو ستونزو سره مخامخ او فعالیتونه یې کم‌رنګه شول.

عدم تشدد یا نه تاوتریخوالی د ګاندي له نظره، د نړۍ د تر ټولو پیاوړې ویجاړوونکې وسلې پرتله ځواکمنه کړنلاره ده.

دا د مبارزې د یوې داسې کړنلارې د دودولو یا ترویج هڅه ده چې په‌کې انساني ټولنه له ځاني زیان او ویجاړۍ پرته موخو ته د رسېدو تکل وکړي.

"اول دا چې زموږ جغرافیوي حدود تر کومه-کومه ځایه وو، د هغه یو لوی ارمان احمدشایي افغانستان و، خو د ارمان او د ارمان غوندې د ټولو شهیدانو لاره چې کومه ده، دا باید ژوندۍ پاتې شي
وړانګه لوڼۍ

اوس په سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ چې مشري یې منظور پښتین کوي پر همدې تګ‌لاره پل ایښی دی او وایي، ټوله هڅه یې دا ده چې ولس په شعوري ډول راویښ او د خپلو پښو لاندې شویو حقونو اخیستو ته یې چمتو کړي.

وړانګه لوڼۍ د همدې غورځنګ یوه فعاله ده.

نوموړې که څه هم خپل ورور ارمان لوڼی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ و، د همدې مبارزې په لاره کې له لاسه ورکړی، خو وایي، د خپل ورور او د غورځنګ د نورو وژل شویو فعالانو هغه نیمګړي ارمانونه به پالي او سر ته به یې رسوي.

دا چې دا ارمانونه څه دي، نوموړې یې په اړه وایي: "اول دا چې زموږ جغرافیوي حدود تر کومه-کومه ځایه وو، د هغه یو لوی ارمان احمدشایي افغانستان و، خو د ارمان او د ارمان غوندې د ټولو شهیدانو لاره چې کومه ده، دا باید ژوندۍ پاتې شي، موږ باید د دوی ارمانونه چې د خپلواکې او امن ټولنې ارمانونه وو، وپالو، دوی د ځوان نسل د تعلیم ارمان درلود او دا ارمان یې هم درلود چې د نجونو او هلکانو ترمنځ توپير باید پای ته ورسیږي."

Your browser doesn’t support HTML5

ارمان لوڼی څوک وو؟

د پښتون ژغورنې غورځنګ وایي، دوی دا مهال د ولس د ویښولو او منسجم کولو په حالت کې دي او وروسته به د دوی په ټکو ولس پرېکړه کوي چې خپل حقونه په څه ډول ترلاسه کړي.

پوښتنې دا دي چې د افغانستان او پاکستان د جغرافیې په یوه برخه کې ولې د عدم تشدد تګ‌لاره عملي نه شوه او لا هم دغې سیمې د تاوتریخوالي شاهدې دي.

لیکوال او ژورنالېست عبدالغفور لېوال ازادي راډيو ته وویل، په دغو هېوادونو کې د عدم تشدد تګ‌لارې ته زمینه او شرایط نه‌دي برابر.

"د تشدد یا عدم تشدد مبارزه په شرایطو، تاریخي او جغرافیوي موقعیتونو او اهدافو پورې فرق کوي
لېوال

نوموړی وايي: "د تشدد یا عدم تشدد مبارزه په شرایطو، تاریخي او جغرافیوي موقعیتونو او اهدافو پورې فرق کوي، پاچا خان او ګاندي کوم وخت کې چې د څه لپاره مبارزه کوله، دوی هغه وخت دا تشخیص کړې وه چې د هند د ولسونو د خپلواکۍ لپاره د مدني نافرمانیو مبارزه او د عدم تشدد مبارزه نتیجه لرلی شي، د دوی دا باور سم وخوت."

ښاغلی لېوال وایي، په لومړیو کې د پاکستاني حکومت په ضد هم د پاچاخان مبارزه ګټوره وه، خو په خبره یې وروسته د هغه د لارویان ونه توانېدل چې دا لاره تعقیب کړي نو ځکه بې نتیجې پاتې شوه.

دا چې پاچا خان د خپلې مبارزې لپاره کوم اهداف ټاکلي و، ښاغلی لېوال یې په اړه وایي: "دغه مبارزه په خپل ډول کې ځکه مهمه وه چې په هغه وخت کې پاچا خان غوښتل پښتانه اول راویښ کړي، روښانه یي کړي او له متمدن ژوند سره یې اشنا کړي، د ښځو حقونه او مدني حقونه ور وپېژني او د خپل سرنوشت د ټاکلو وړتیا ور وبښي، دغه کار هغه وخت کې تر یوه بریده وشو، پاچا خان خپل نهضتونه درلودل او بریالي وو، خو له بده‌مرغه له پاچا خانه وروسته د هغه میراث خورو دغه نهضت سم هدایت نه‌کړ او پاکستانیان شول."

عبدالغفور لېوال

د نړۍ په کچه د عدم تشدد د سرلارو په توګه پر ګاندي او پاچاخان سربېره د مارټين لوتر کینګ او نیلسن منډیلا نومونه هم یادیږي.

مارتین لوتر کینګ په امریکا کې د خپلو وګړو د حقونو لپاره مبارزه وکړه او نیلسن منډیلا په جنوبي افریقا کې د تبعیض او توکم پالنې ضد مبارزې سر لاری و.

د پاکستان پخوانی سناتور او د سیاسي چارو شنونکی افراسیاب خټک وایي، افغانستان او پاکستان په تاریخ کې د لویو قدرتونو د جګړو ډګر پاتې شوی او له همدې کبله دغلته د عدم تشدد غورځنګونه ځپل شوي او ځای نه‌دی ورکړل شوی.

د ښاغلي خټک په وینا پاکستان له رامنځته کېدو یو کال وروسته په ۱۹۴۸ کال کې پاکستان کې د پاچا خان پر نهضت بندیز ولګاوه او وروسته یې چارصدې ته نژدې د هغه دفتر ته بمونه کېښودل.

ښاغلی خټک او د چارو نور پوهان په‌دې باور دي چې، د افغانستان او سیمې روانې شخړې هیڅ ځای نه نیسي او په خبره یې د عدم تشدد د نسخي را ژوندي کول او عملي کول د سوله‌‌ییز ژوند ښه لاره ده.

عدم تشدد مبارزه بیا په ځانګړې توګه افغانستان او پاکستان کې خپل مخالفان هم لرلي او هغوی وایي، د پاکستان او افغانستان حاکمان په تاریخ کې د جګړې او تورو خلک پاتې شوي او له هغوی نه په ارامه او مدني توګه حقونو اخیستل امکان نه‌لري.