د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

اسوشېټېډ پرېس: پشتین له خپلې سرې ګلدارې خولۍ سره یو بېساری رهبر ښکاري


اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په یوه تحلیلي مطلب کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ او د غورځنګ د مشر منظور پشتین مبارزې ته کتنه کړې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ چې د پاکستان کې په پښتون اقلیت کې د یو ځواک په توګه راوټوکېد، په لنډه موده کې پښتانه د هغه څه په وړاندې چې د پوځ له خوا د پښتنو د بې محاکمو وژنو په ګډون، د بشري حقونو ترپښو لاندې کول بلل شوي، یوموټی کړل.

منظور پشتین د وینا په حال کې
منظور پشتین د وینا په حال کې

دې غورځنګ د خپلو اعتراضونو د بیان لپاره په پلازمېنه اسلام آباد او کوټه، پېښور او نورو پښتون مېشتو سیمو کې د زرګونه کسانو په ګډون غونډې جوړې کړې او ټاکل شوې چې خپله بله غونډه د یکشنبې په ورځ په سوات کې جوړه کړي.

د دې غورځنګ مشر ۲۵ کلن جذاب ځوان منظور پشتین دی چې په پاکستان کې د ځپل شوي پښتون اقلیت استاریتوب کوي.

پشتین پر پوځ تور لګوي چې د ترورېزم پرضد د جګړې په نوم او په قبایلي سیمو کې د عملیاتو په ترڅ کې له پښتنو سره تبعیضي چلند کوي او د یوه مشکوک کس په خاطر ټولې قبیلې ته جزا ورکوي او د کلي ټول کورونه په بيلډوزرونو ورانوي.

د پښتون ژغورنې د غورځنګ فعالیت وروسته له هغه پیل شو چې پولیسو په جنورۍ میاشت کې ۲۷ کلن ځوان نقیب الله محسود چې ماډلنګ یې کاوه، په کراچۍ کې په ډزو وواژه.

چارواکو لومړی ویل چې محسود د ترورېستانو پر یوه مرکز د پوځي عملیاتو پرمهال وسله وال مقاومت کاوه خو له اعتراضونو وروسته یې اعتراف وکړ چې هغه وسله نه درلوده او پولیسو یوازې په دې خاطر وواژه چې پښتون و.

د ده وژل کېدل د پښتنو په سیمو کې پراخ اعتراضونه وپارول.

نقیب الله محسود
نقیب الله محسود

پښتنو تور ولګاوه چې امنیتي ځواکونه د پښتنو په وړاندې نژادي توپیري چلند کوي او د طالبانو د وسله والو فعالیتونو له کبله، ټولو پښتنو ته د طالب په سترګه ګوري.

د پشتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ په څو اوونیو کې له یوې کوچنۍ ډلې څخه په پراخ غورځنګ بدل شو او لسګونه زره پښتنو یې په غونډو کې ګډون وکړ.

دوی پر پوځ تور لګوي چې زرګونه پښتانه یې له مشخصو تورونو پرته له میاشتو میاشتو او حتی کلونو راهیسې په توقیف خانو کې بندیان کړي او په قبایلي سیمو کې د تلاشۍ په ګڼ شمېر پوستو کې خلک ځوروي.

پشتین اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس ته ویلي چې پوځ د قبایلي سیمو اوسېدونکي ویروي، څو خپل غږ اوچت نه کړي او خلک هم د پوځ له تکتیکونو ویرېږي.

پشتین وايي، د دې ویرونو یوازینی هدف د دې پیغام ورکول وو چې باید غلي شو.

پشتین وايي، موږ سل په سلو کې پوهېدو چې مرو، خو نور نو له ژونده بیزاره شوي وو.

هغه وايي حتی پلار مې راته ویل چې د پوځ پرضد خبرې بندې کړه، ځکه دا کار به نه یوازې زما، بلکې د ټولې کورنۍ لپاره ستونزې جوړې کړي.

اسوشېټېډ پرېس د پشتین له قوله لیکي چې نوموړی وايي، پاکستاني پوځ په دولت کې دننه بل دولت جوړ کړی.

آژانس د مطلب په دوام لیکي چې د پشتین کوچنۍ ډلې ورو ورو خپل غږ له قبایلي سیمو څخه پېښور ته او بالاخره د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته ورساوه.

پشتین وايي، خلک چې له کلونو کلونو راهیسې یې غوښتل یوڅه وکړي، زموږ له لیکو سره ځکه یوځای شول چې هغو یوازې په یوه رهبر پسې ګرځېدل.

اسوشېټېډ پرېس لیکي چې پشتین له خپلې سمبولیکې سرې ګلدارې خولۍ سره یو بیساری رهبر ښکاري.

په وزیرستان کې تقریباً په هر کور کې یوه وسله شته، ځکه خلک ټوپک خپله ګاڼه ګڼي، مګر پشتین چې د عدم تشدد د لارې پلوي دی، که څه هم کورنۍ او دوستان یې په موټر کې د وسلې ساتلو ته هڅوي، خو دی یې نه مني.

د پشتین په مشرۍ اعتراضونه هم سوله ییز دي او ټینګار کوي چې یوازې دوه غوښتنې لري، لومړی د سولې او پخلاینې د یوه کمېسیون جوړېدل چې د بې محاکمې وژنو په ګډون، د پښتنو شکایتونه حل کړي او دوهم هغه زرګونه کسان چې په توقیف خانو کې بندیان دي، یا باید ډېرژر محاکمه شي، څو جرم یې معلوم شي او یا له بنده خوشې شي.

XS
SM
MD
LG