د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۳

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت: نړیواله ټولنه دې د ارمان لوڼي وژنه وڅېړي


ارشیف، په خوست کې مظاهره
ارشیف، په خوست کې مظاهره

د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ارمان لوڼي د وژل کېدو په تړاو محتاطانه نظر څرګندوي او وايي، دوی د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه‌کوي، خو نړیواله ټولنه باید د ارمان لوڼي د وژل کېدو موضوع له حقوقي لارو وڅېړي.

د دغه وزارت ویاند عبدالوحید خاوري د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۱۶» ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دوی د عدم تشدد د دغه لاروي په وژل کېدو سخت خواشیني دي.

وژل شوی ارمان لوڼی
وژل شوی ارمان لوڼی

نوموړي زیاته کړه:

"شهادت‌یې ډېر دردوونکی دی، زموږ وزارت په‌دې اړه ډېر خواشینی دی، د دغه‌شان پېښو باید مخه ونیول شي، موږ د ګاونډيو هېوادونو په کورنیو چارو کې مداخله نه‌کوو، خو نړیواله ټولنه باید دا موضوع له حقوقي نظره وڅېړي او د پښتنو او بلوڅو حقوقو ته پاملرنه وکړي."

د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تېره ورځ د پاکستان د مدني حقونو سازمان د ارمان لوڼي د وژل کېدو په تړاو د مظاهرو غوښتنه کړې وه او په‌دې تړاو پراخې مظاهرې هم ترسره شوې.

پلازمېنه کابل او د افغانستان ډېری ولایتونه هم له تېرو دوو ورځو راهیسې په‌دې اړه د لاریونونو شاهدان وو او د ارمان لوڼي غیابي جنازې هم د کابل په شمول په بېلابېلو ولایتونو کې ادا شوې.

په افغانستان کې د ارمان لوڼي غایبانه جنازې وشوې.
په افغانستان کې د ارمان لوڼي غایبانه جنازې وشوې.

په خېبر پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ دا مخکښ غړی د روانې اوونۍ د شنبې د ورځې ماښام د بلوچستان په لورالايي سیمه کې ووژل شو.

د دغه غورځنګ مشر منظور پشتین پر پاکستاني پولیسو تور پورې کړی چې له ارمان لوڼي سره‌یې تاوتریخوالی کړی او په بې‌رحمانه ډول‌یې وژلی دی.

دا د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړو او پلویانو لومړی کس نه‌دی چې وژل کېږي، بلکې له دې وړاندې هم د مشال خان، طاهر داوړ او د نقیب‌الله محسود په څېر ډېر نور ځوانان وژل شوي، خو لا يې چا سپیناوی نه‌دی کړی.

د ارمان لوڼي د وژنې په غبرګون کې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۱۶» د یو شمېر اروپايي هېوادونو په ګډون، د پاکستان او افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ زرګونه پلویانو او غړو پراخ لاریونونه وکړل او د ارمان لپاره‌يې د عدالت غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د کوچیانو، قبایلو او قومونو چارو کمېسیون رئیس یوسف صابر وايي، د ارمان لوڼي بې‌رحمانه وژنه غندي او دا د خېبر پښتونخوا د پښتنو په وړاندې ستر ظلم بولي.

منظور پشتین پر پاکستاني پولیسو تور پورې کړی چې له ارمان لوڼي سره‌یې تاوتریخوالی کړی.
منظور پشتین پر پاکستاني پولیسو تور پورې کړی چې له ارمان لوڼي سره‌یې تاوتریخوالی کړی.

نوموړي زیاته کړه:

"پاکستان حکومت تل د دې خلکو په وړاندې ډېر ظالمانه اقدامات کړي دي، دا خلک د خپل حق د غوښتلو لپاره راپورته شوي دي، دا د دوی سالم حق دی، دوی هېڅ‌کله ټوپک او کوتک نه‌دی راخیستی، یوازې غواړي د سوله‌ییزې مبارزې له لارې د خپل حق غوښتلو غږ نړۍ ته ورسوي، خو له بده‌مرغه چې په وړاندې يې له تاوتریخوالي کار اخیستل کېږي، دا یوازې ارمان نه‌دی چې وژل کېږي له دې وړاندې سلګونه نور کسان هم دغسې په بې‌رحمۍ سره وژل شوي، موږ د ارمان لوڼي وژنه په کلکو ټکو غندو."

ارمان لوڼی د منظور پشتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ غړی او د غورځنګ د بلې فعالې وړانګې لوڼۍ ورور و.

۳۵ کلن ارمان په پوهنتون کې د پښتو ادبیاتو استاد و، واده‌يې کړی او درې لوڼې ترې پاتې شوې.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG