د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۴ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

د جلال اباد ښار په پښتونستان چوک کې د پښتونستان بیرغ وځړول شو


په افغانستان کې د خدايي ختګار باچا خان ټولنې په خپل لګښت د جلال اباد ښار په زړه پښتونستان واټ کې پخوانی څلی ترمیم کړ او وروسته يې پرې د باچا خان انځورونه او د پښتونستان بیرغ و ځړاوه.

د دې ټولنې مشر شان باچا شینواری ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل چې دا د پښتنو د یوالي تاریخي چوک دی او بايد همداسې وساتل شي.

نوموړي وویل چې له دې کار څخه يې ټولو پښتنو ته دا پيغام دی چې نور خپلمنځي جنګوونه بس کړي او د باچا خان د عدم تشدد لاره تعقیب کړي:

"په ناچیزو امکاناتو مو دا چوک ورغاوه او د باچا تصویرونه مو پرې نصب کړل او د پښتونستان بیرغ مو پرې وځړاوه؛ دا د عدم تشدد اغاز دی، موږ له ټولو پښتنو غواړو چې د باچا خان لاره تعقیب کړي او خپل منځي نښتې ختمې کړي."

شان باچا شینواری وویل، دا هغه چوک دی چې په دې ځای کې به باچا خان د پښتنو د یوالي په موخه غونډې کولې او په همدې ځای کې به د پښتنو شاعرانو مشاعرې هم ترسره کیدې:

"دا د پښتنو د یوالي مرکز دی، دغه چوک، دلته به خان عبدالغفار خان تقریرونه کول؛ پښتانه به پرې راټول وو، اجمل خټک بابا به دلته مشاعرې کولې او دلته به د پښتونستان ورځې نمانځل کیدې؛ دا د ننګرهاریانو لپاره د فخر ځای دی."

که څه هم دغه چوک له پخوانه د پښتونستان چوک په نوم یادیده او د پښتونستان بیرغ پرې ځړول شوی و؛ خو په دې وروستیو کې د نه پاملرنې له امله خراب شوی.

د باچا خان د لارې پیروان وايي، دا د افغان حکومت دنده ده چې دا ډول تاریخي ځايونه ورغوي او ساتنه يې وکړي؛ ځکه همدا تاریخي ځایونه دي چې پرې د مشرانو تاریخ ژوندی ساتل شوی.

راپور:ـ شاه محمود شینواری - ننګرهار

XS
SM
MD
LG