د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۴ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

کوټه کې باچاخان ښوونيز بنسټ د «سياسي رهبرۍ» ورکشاپ ترسره کړ


باچاخان ښوونيز بنسټ په کوټه کې پنځه ورځنى روزنيز ورکشاپ ترسره کړ چې شاوخوا پنځوسو ځوانانو ته په‌کې د عدم تشدد، سياسي رهبرۍ او بشري حقونو په اړه روزنه ورکړل شوې ده.

د یاد ښوونيز بنسټ په دې پنځه ورځني ورکشاپ کې د ږوب، کلا سيف‌الله او کوټې شاوخوا پنځوسو ځوانانو ګډون کړى وو چې درې ورځې ورته د بېلابېلو پوهانو له‌خوا د انساني تاريخ د ودې، تمدن، خدايي خدمتګارۍ، عدم تشدد، سياسي رهبرۍ او بشري حقونو په اړه معلومات ورکړل شول، په څلورمه ورځ له همدغو ځوانانو څخه څو تنه د سټېج ډرامې لپاره تيار کړاى شول او په وروستۍ ورځ ورکشاپ د عدم تشدد او په بدۍ کې د نجونو د ورکولو يا «سورې» په موضوعاتو په سټېج ډرامو پاى ته ورسېد.

د باچاخان ښوونيز مرکز مشر ډاکټر خادم حسين هم يو له هغو پوهانو وو چې په دې روزنيز ورکشاپ کې يې د خدايي خدمتګارۍ او سياسي رهبرۍ په اړه ځوانانو ته روزنه ورکړه.

ډاکټر خادم حسين وايي، د دوى ورکشاپونه د نورو شخصي ادارو يا مؤسساتو له ورکشاپونو سره ډېر توپير لري او دوى هڅه کوي چې په ځوانانو کې ټولنيز فکر او سياسي شعور پيدا کړي.

خادم حسین
خادم حسین

​ښاغلی حسین وايي:

"د خدايي خدمتګار تحريک چې کوم بنيادي فکر وو چې څنګه له خلکو سره کېناستى شي، د خلکو خبره واورېداى شي، د اجتماعي سوچ او د قومي سوچ يوه سياسي لاره چاره اختيار کړاى شي او څنګه ټولنيز تحريک پر مخ لاړ شي چې ټولنيز بدلون راشي، زموږ مقصد يو بنيادي بيانيه «Narrative» پر مخ بېول دي او هغه دا ده چې څنګه انساني عظمت او بشردوستي پر مخ لاړه شي، څنګه تکثيريت او ساينسي سوچ پر مخ لاړ شي، څنګه د خاورې او ځمکې د پوهې په بنياد ټولنيزې، کلتوري او سياسي ادارې جوړې کړاى شي، دا به دې خلکو ته ګټه وي، د دې لپاره زموږ بنسټ يو تعليمي نظام جوړ کړى چې باچاخان ښوونځي چلوي او بلې غاړې ته ځوانانو ته روزنيز ورکشاپونه جوړوي."

سره له دې چې د دې ورکشاپ يو مقصد دا هم وو چې څنګه په ټولنه کې جنسي توپير ختم کړاى شي او ځوانانو ته دا شعور ورکړل شي چې ښځه او نارينه بايد په ګډه د ټولنې په پرمختګ کې ونډه واخلي، خو بيا هم په دې ورکشاپ کې د بلوچستان د هېڅ يوې سيمې نجونو برخه نه‌وه اخيستې.

د ږوب سيمې يو ځوان رفيع‌الله مندوخېل وايي، په دې ورکشاپ کې يې ډېر څه زده کړل:

په دې ورکشاپ کې د کوټې د بېلابېلو سیمو ځوانانو ګډون کړی و.
په دې ورکشاپ کې د کوټې د بېلابېلو سیمو ځوانانو ګډون کړی و.

"په دې ورکشاپ کې يې موږ ته دا راوښوول چې له پيله تر اوسه د انساني ودې او ارتقا چې کوم عمل دى دا کله پيل شوى دى، دوهم دا چې په پښتنو کې قبيلويت ډېر زيات دى او دا د دوى د پرمختګ په مخ کې خنډ دى، نو که پښتانه له دې قبيلويته ونه‌وځي دوى پرمختګ نه‌شي کولاى، بل دا چې په پښتنو کې د ښځې او نارينه کوم جنسي توپير دى، که دا له‌منځه لاړ نه‌شي او دوى څنګ پر څنګ روان نه‌شي نو دوى پر مخ نه‌شي تلاى."

په دې ورکشاپ کې ځوانانو ته په دې پنځو ورځو کې هغه څه ور وښوول شول چې د پاکستان په تعليمي ادارو کې نه‌ورښوول کېږي.

د کلا سيف‌الله سيمې يو ځوان اورنګزېب وايي، زموږ د دې سيمې تعليم‌يافته ځوانان د بېلابېلو سببونو له امله له ټولنيزو چارو لیرې شوي او له خلکو سره‌يې فاصله پيدا شوې ده، وايي دا ډول ورکشاپونه به دوى بېرته په خلکو کې ګډ کړي او سياسي شعور به ورکړي.

اورنګزېب وايي، په دې ورکشاپ کې يې دا زده کړل چې سياسي رهبري څنګه جوړېږي:

"په دې ورکشاپ کې ما ډېر شيان زده کړل، سياسي ارتقا او ټولنيز پرمختګ، بل دا چې د سياسي رهبرۍ په اړه زموږ په ټولنه کې کوم تصوير دى چې سياسي رهبري به هر کله له اسمانه راځي، ما په دې ورکشاپ کې زده کړل چې سياسي رهبري به له اسمانه نه‌راځي، د همدې ټولنې له خلکو به سياسي رهبري راټوکېږي."

ډاکټر خادم حسين وايي، دوى چې وخت په وخت کومو ځوانانو ته په دغو ورکشاپونو کې روزنه ورکوي، له هغوى څخه ډېر داسې تکړه ځوانان راوځي چې په ټولنه کې د ساينسي او سياسي شعور پر بنسټ د ټولنيز بدلون لپاره کار کوي.

​خادم حسین زیاتوي:

"په دغو ورکشاپونو کې ځوانانو ته د يوې داسې وسیلې د ورکولو هڅه کېږي چې څنګه دوى د خپلو حالاتو سياسي تجزيه وکړاى شي، د محکوميت سببونه څنګه معلوم کړاى شي، د خپلو وسيلو په خپله د استعمال يا د خپلواکۍ لپاره چې کوم عمل يا ستراتيژي په کار ده هغه څنګه جوړولاى شي، بله خبره دا ده چې څنګه په اجتماعي بڼه د هغه لپاره مبارزه کولاى شي او د عدم تشدد په بنياد غورځنګ کولاى شي، نو په دې بنياد چې کله دا خبره پر مخ ځي، نو د محکومو قومونو لپاره د تحريک يا د خپلواکۍ لارې ګودرې خلاصېږي."

ټاکل شوې ده چې باچاخان ښوونيز بنسټ به دغه ورکشاپونه په راتلونکي کې د بلوچستان د نورو پښتني سيمو، خيبرپښتونخوا او د راتلونکي ميلادي کال په پيل کې د افغانستان د څو ولايتونو د ځوانانو لپاره هم جوړ کړي.

راپور: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG