سیګار: په افغانستان کې د سخت‌دریځو لاس ته د امریکا د مرستو رسېدو په اړه وېره شته

واک ته د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې، متحده ایالتونه له افغانو سره د بشري مرستو ستر تمویلونکی هېواد دی او سیګار وايي، دې موده کې امریکا افغانستان سره یوازې بشري برخه کې نژدې درې میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

په افغانستان کې د امریکا پر مرستو د څار ادارې یا سیګار یوځل بیا ویلي، داسې وېره شته چې له افغانانو سره د متحده ایالتونو مرستې دې سخت‌دریځو ته رسېدلي وي.

رویټرز بېګا ناوخته د سیګار د نوي راپور په حواله ویلي چې طالبانو د امریکا د مرستو د ترلاسه کولو لپاره د بشري ادارو د جوړولو په ګډون ګڼ تاکتیکونه کارولي دي.

د سیګار په راپور کې راغلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوه څانګې تراوسه نه دي توانېدلي چې افغانستان ته د ورکړل شوې ۲۹۳ میلیونه ډالره مرستې په تړاو له اصولو سره سمه ارزونه وکړي.

د راپور له مخې، د وزارت درې نورو څانګو افغانستان سره خپلې مرستې ارزولي، خو بیا یې هم سیګار ته د قناعت وړ اسناد نه دي وړاندې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تراوسه د سیګار پر نوي خپاره شوي راپور تبصره نه ده کړې.

واک ته د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې، متحده ایالتونه له افغانو سره د بشري مرستو ستر تمویلونکی هېواد دی.

سیګار وايي، دې موده کې امریکا افغانستان سره یوازې بشري برخه کې نژدې درې میلیارده ډالره مرسته کړې ده.