افغان هندوان او سېکان د غصب شویو ملکیتونو د بېرته ترلاسه کولو غوښتونکي دي

ارشیف: په افغانستان کې هندوان او سېکان

یو شمېر افغان هندوان او سېکان چې ځمکې او جایدادونه یې په افغانستان کې د بېلابېلو حکومتونو پر مهال غصب شوي، وايي چې د طالبانو حکومت باید د دوی د ملکیتونو د بېرته ګرځولو لپاره عملي اقدام وکړي.

په داسې حال کې چې د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت د تېرې اوونۍ د سه شنبې په ورځ د افغان هندوانو او سېکانو د غصب شویو ملکیتونو او ځمکو د بېرته ګرځولو لپاره د یوه کمېسیون د جوړېدو اعلان وکړ، یو شمېر افغان هندوان او سېکان وايي چې د دوی د ملکیتونو د بېرته ستنولو لپاره هیڅ عملي کار نه دی شوی.

يو افغان سېک ادعا کوي چې د ده او د تره د کورنۍ شاوخوا ۵٠٠ جريبه ځمکه یې د پخوانيو حکومتونو پر مهال غصب شوې ده.

دا چې نه غواړي نوم یې د امنیتي ستونزو له امله خپور شي ازادي راډیو ته وویل: "هر نوی حکومت چې راځي له موږ سره ژمنې کوي، خو عمل نه کوي. د طالبانو حکومت هم له تېرو درېیو کلونو راهیسي ژمنې کوي، خو موږ یې عدلیې وزارت او محکمې ته استولي یوو. د تېر جمهوري حکومت غوندې هلته هم بیروکراسي یا کاغذ پراني زیاته ده او هیڅ عملي اقدام نه کېږي."

ارشیف: د بېلابېلو پېښو له کبله افغان هندوان او سېکان له افغانستانه وتلي دي. دغه خلک د تورخم له لارې پاکستان ته اوښتي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلې واکمنۍ وروسته زیات شمېر افغان هندوان او سېکان د دوی پر مذهبي مراسمو د بریدونو او امنیتي ګواښونو له امله له افغانستانه وتلي او د هند په ګډون نورو هېوادونو ته یې پناه وړې ده.

په هند کې د افغان هندوانو د شورا مشر چبهول سېنګ ازادي راډیو ته وویل، که څه هم د طالبانو د حکومت له دې اقدام خوښ دی، خو د ده په خبره طالبان باید لومړی په افغانستان کې د افغان هندوانو او سېکانو امنیت ته پام وکړي.

هغه وايي: "دا تر ټولو ښه خبر دی، کاش دا کار وشي، موږ خوشحاله کېږو. موږ غواړو چې دواړه خوا زموږ ورونه که په پاکستان کې دي او که په هندې کې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي او هلته ژوند وکړي، خو څوک تضمین کوي چې بیا به پر موږ بریدونه نه کېږي. که په افغانستان کې یو سم حکومت رانه‌شي ستونزمنه ده چې بېرته افغانستان ته ستانه شو."

ازادي راډیو د افغان سېکانو او هندوانو د غوښتنو په اړه د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد نظر هم وپوښت، خو د راپور تر خپرېدو پورې یې ځواب ترلاسه نه‌کړ.

ارشیف: د افغان هندوانو او سېکانو استازو د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدااکبیر سره کتلي وو او د خپلو ستونزو حل یې غوښتی دی.

په همدې حال کې د هند ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغان هندوانو او سېکهانو د ملکیتونو د بېرته ورکولو لپاره د طالبانو د اقدام هرکلی کړی دی.

ورځپاڼې د هند د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند رندر جیسوال له قوله لیکلي چې که طالبانو پرېکړه کړې وي چې د افغانستان د هندوانو او سېکانو جایدادونه او ځمکې بېرته دوی ته وروګرځوي، دوی دا یو مثبت پرمختګ بولي.

د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت د مارچ په لومړیو کې وویل چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون په ټول افغانستان کې د افغان هندوانو او سېکانو د غصب شویو ملکیتونو په اړه تحقیقات پیل کړي دي.

د افغان هندوانو او سېکانو د غضب شویو ځمکو او جایدادونو مسئله له کلونو راهیسې ناحل پاتې او د طالبانو حکومت له پرله‌پسې ژمنو سره سره تر اوسه د دوی د غصب شویو ملکیتونو د بیرته ورکولو لپاره کوم عملي اقدام نه دی کړی.