د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

د کندز ځينې اوسېدونکي: د درملنې په خاطر يوناني طبيبانو ته مراجعه کوو


په کندز کې د يوناني درملو يو دوکان
په کندز کې د يوناني درملو يو دوکان

د کندز يو زیات شمېر اوسېدونکي د درملنې په خاطر یوناني طبیبانو ته مراجعه کوي.

که څه هم په کندز کې پر دولتي روغتیايي مرکزونو سربېره یو شمېر عصري شخصي روغتونونه هم موجود دي چې په پرمختللو امکاناتو سمبال دي خو لا هم د دې ولایت یو شمېر اوسېدونکي د ناروغۍ د درملنې په خاطر یوناني طبیبانو ته مراجعه کوي.

د دې ولایت یو اوسېدونکي څلوېښت کلن نصیراحمد له یو کال راهیسې یوناني درمل کاروي.

هغه په دې تړاو ازادي راډیو ته وویل: "دغه یوناني دوايي ډېر موثره دي. د معاصر طب ډاکتران هم شته دي. چا ته د یوناني طبابت ډېر صفت وکړ او په همدې خاطر زه دلته راغلم. دا دویم ځل دي چې زه دلته مراجعه کوم. دوی سنتي درمل لري او ډېره ګټه رسوي. په همدې خاطر موږ دلته راځو."

د یو شمېر کندزیانو په وینا، دوی د ناروغۍ د درملنې په خاطر ځکه یوناني طبیبانو ته مراجعه کوي چې د یوناني درملو قیمت کم دي او ګټه یې زیاته ده او بل د ښار په درملتونونو کې پر خلکو بې کیفیته درمل په لوړ قیمت پلورل کېږي، خو ګټه نه رسوي.

په کندز کې د يوناني درملو دوکان
په کندز کې د يوناني درملو دوکان

د یاد ولایت یو بل اوسېدونکي نظیف الله چې د کندز ښار یو یوناني طبیب ته مراجعه کړې وايي: "یو خو د یوناني طبیبانو درمل ګټه رسوي او بل اقتصادي ده. که موږ ډاکتر ته مراجعه وکړو نو زموږ د هرې نسخې قیمت دو زره افغانیو ته رسېږي. نو دلته په ډېر کم لګښت په دوه درې سوه افغانیو زموږ درملنه کېږي."

د نوموړي ولایت یو بل اوسېدونکي محمد رسول هم ورته نظر لري او وايي: "یوناني طبابت په ټولنې کې خاص ځای لري، ځکه درمل یې ګټه رسوي او ضرر نه لري. موږ په دې خاطر یوناني طبیبانو ته راځو چې د موټر له کرایې او د ډاکتر له فیس څخه خلاصېږو. که ډاکترانو ته مراجعه وکړو په موږ څو ډوله معاینات کوي چې له درملو پرته لګښت یې لږترلږه پنځه زره افغانیو ته رسېږي خو دلته په څلور پنځه سوه افغانۍ یوناني درمل ترلاسه کوو."

د کندز ښار په بېلابېلو برخو کې د یونانې طبیبانو دوکانونه موجود دي.

طبیب فض الله حقمل له پنځه کالو راهیسې په کندز کې د یوناني طبابت په برخه کې کار کوي.

هغه وايي چې په دې برخه کې زده کړي هم کړي دي.

نوموړي زياتوي: "په دې برخه کې ما پخوا درس ویلي دي او له څلور پنځه کالو راهیسې په کندز ښار کې کار او فعالیت کوم. زیات مراجعین لرم، له خان اباد، چهاردرې، امام صاحب، قلعه زال او دغه راز له تخار او بغلان ولایتونو څخه هم خلک موږ خواته د درملنې په خاطر راځي. یوناني درمل ښه ګټه رسوي او ښه نتیجه ورکوي. زموږ معاینات په وړیا توګه ده او یوازې د درملو پیسې اخلو."

هغه وايي، د یوناني دوایانو ډېره برخه دوی خپله له طبیعي بوټو جوړوي او ځینې له هند او پاکستان څخه راوړي.

د‌ کندز يو شمېر ځکه يوناني درمل کاروي چې ارزانه دي.
د‌ کندز يو شمېر ځکه يوناني درمل کاروي چې ارزانه دي.

د ازادي راډيو خبريال له ډېرو هڅو سره ونه توانېد چې په دې اړه د کندز د عامې روغتیا د چارواکو نظر هم راواخلي.

د معلوماتو له مخې، د یوناني طبابت لرغونوالۍ څه باندې ۶زره کلونو ته رسېږي.

پخوا پر کندز سربېره بغلان او تخار ولایتونو کې یوازې افغان هندوانو او سېکانو د یوناني طبابت او درملو جوړولو په برخه کې کار او فعالیت کاوه.

خو اوس په یادو ولایتونو کې افغان هندوان او سېکان نه شته دي او پر ځای د پورته یادو شویو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي د یوناني طبابت په برخه کې کار او فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG