د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

د افغان هندوانو او سېکانو استازي: خپل غصب شوي ملکیتونه او جایدادونه غواړو


په کابل کې د سېکانو ګوردواره يا عبادتځای
په کابل کې د سېکانو ګوردواره يا عبادتځای

په کابل کې د هندوانو او سېکانو يو شمېر استازي وايي، په بېلابېلو ولايتونو کې دې د دوی غصب شوي ملکيتونه او جايدونه ورکړل شي.

په افغانستان کې د مذهبي لږکيو د ستونزو او اندېښنو په دوام، د هندوانو او سېکانو يو شمېر استازي وايي، په بېلابېلو ولايتونو کې د دوی ملکيتونه غصب شوي دي.

افغانستان کې د هندوانو او سېکانو د سرتاسري شورا مشر مجنيت سينګ لامبه چې د خپلو ستونزو د حل په موخه يې پرون د طالبانو د رياست الوزرا د دفتر له ریيس سره ليدلي، ازادي راډيو ته وويل، دوی د طالبانو له حکومت غواړي چې ملکيتونه او غصب شوي درمسالونه دې ورته بېرته ورکړي.

هغه وايي: :زموږ ځينې جايدادونه، درمسالونه، هندوسوځان خلکو په بېلابېلو ولايتونو او ليرې پرتو ولسوالۍ کې غصب کړي دي، د همدې او ځينو نورو ستونزو په اړه مو پرون د طالبانو د رياست الوزرا د دفتر له ریيس سره ليدنه وکړه او خبرې مو ورسره وکړې، هغوی موږ ته ډاډ راکړ چې ستاسو ستونزې به ژر تر ژره حل کړو."

نوموړی وايي، که د دوی د ستونزو حل ته رسېدنه وشي، له افغانستانه وتلي افغان هندوان او سېکان به بېرته خپل هېواد ته راوګرځي.

دغه شان کابل کې د هندوانو او سېکانو د شکايتونو د اورېدو کمېسيون يو غړي نرندر سينګ خالصه بيا ادعا کوي چې د کابل ښاروالۍ هم له کلونو راهيسې د دوی ځمکې غصب کړي دي او نه يې ورکوي.

هغه وویل: "کابل، جلال‌اباد او يو شمېر نورو ولايتونو کې زموږ ځمکې دي، چې غصب شوي دي، دا بايد له غاصبينو خلاصې شي، زموږ جايدادونه له تېرو څلوېښتو کلونو راهيسې غصب شوي دي، خپله کابل ښاروالۍ سره زموږ ځمکې غصب دي موږ ته يې نه راکوي."

د ازادي راډیو خبریال په‌دې اړه د طالبانو تر واک لاندې د کابل ښاروالۍ له وياند نعمت‌الله بارکزي وپوښتل، خو د دې راپور تر خپرېدو يې پوښتنې ځواب نه‌کړې.

دغه شان دا چې افغانستان کې د هندوانو او سېکانو او په ټوله کې د مذهبي لږکيو ژوند څومره خوندي او د دوی د ملکيتونو د خونديتوب او دا چې د تحصيل او زده‌کړو لپاره دوی ته څومره زمينه برابره ده، په‌دې اړه د طالبانو د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد وپوښتل شو، خو هغه د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو پرون د طالبانو تر واګ لاندې د ارګ پر ايکسپاڼه ليکل شوي چې تېره ورځ افغانستان کې د هندوانو او سېکانو يو شمېر استازو د رياست الوزرا د دفتر له ریيس سره په ليدنه کې له هغوی د خپلو غصب شويو ځمکو او ملکيتونو د خلاصون غوښتنه کړې.

د ارګ پر ايکسپاڼه دغه شان ليکل شوي، د رياست الوزرا د دفتر عمومي ریيس ډاکتر ملا عبدالواسع د هندوانو او سېکانو استازو ته ډاډ ورکړی چې د دوی ستونزې به له اړونده ادارو سره شريکې کړي، چې ژر تر ژره حل شي.

افغانستان کې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ راهيسې چې د ۱۴۰۰۱ کال د غبرګولي په اته ویشتمه نېټه د کابل په کارته پروان سیمه کې د سېکانو په ګوردواره برید وشو او د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت په وینا یو طالب په ګډون دوه کسان په کې ووژل شول او اووه تنه نور ټپیان شول له کابل او بېلابېلو ولايتونو سلګونه هندوان او سېکان هند ته ولاړ.

په کابل د سېکانو پر ګوردواره د داعش په حمله کې دوه کسان وژل شوي او اوه نور ټپیان دي.
په کابل د سېکانو پر ګوردواره د داعش په حمله کې دوه کسان وژل شوي او اوه نور ټپیان دي.

افغان هندوانو او سېکانو تر دې مخکې ازادي راډيو سره خبرو کې شکايتونه کړي وو چې د طالبانو په بياځلي واکمنۍ سره دوی د خونديتوب احساس نه‌کوي چې له امله يې تېر کال د دوی ځانګړي مذهبي مراسم هم کمرنګه وو.

خو د طالبان تر بیاځلي واکمنېدو مخکې هم د تېر جمهوري نظام پر مهال د کابل په زاړه بازار کې د سېکانو پر بله ګوردواره د ۲۰۲۰ کال د مارچ پر ۲۵ مه ډله‌ییزه حمله شوې وه چې په کې لږ تر لږه ۲۵ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي وو.

دا چې افغانستان کې اوسمهال څومره هندوان او سېکان اوسېږي، کره شمېر يې نه‌دی مالوم، خو د هندوانو او سېکانو د سرتاسري شورا مشر مجنيت سينګ لامبه نن ازادي راډيو سره خبرو کې وويل، د هندواتو او سېکانو شاوخوا ۳۰ کسان کابل کې پاتې دي.

XS
SM
MD
LG