د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۲

د کابل هندوان او سیکان د ارجیت سنګهـ د تښتوونکو او وژونکو محاکمه غواړي


ارشیف، په کابل کې یو شمېر هندوانو او سیکانو چې کله خپله رایه کارولې وه، عکس یې تزئیني بڼه لري, 05 April 2014
ارشیف، په کابل کې یو شمېر هندوانو او سیکانو چې کله خپله رایه کارولې وه، عکس یې تزئیني بڼه لري, 05 April 2014

په کابل ښار کې د ناامنیو، سړي تښتونې، غلاګانو، وژنو او داسې نورو جرمونو نه د دغه ښار هندوان او سېکان هم په امن کې پاتې نه‌شول.

په کابل ښار کې د ۲۲ کلن ارجیت سنګهـ له وژل کیدو وروسته د دغه ښار هندوان او سیکان سره له دې چې د ارجیت سنګهـ د تښتوونکو او وژونکو محاکمه غواړي، د ځانونو د امنیت په اړه هم اندیښمن دي.

د کابل د شور بازار اوسیدونکي بجن سنګهـ غریب نواز د پنجشنبې په ورځ په چیغو چیغو له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، خیر دی که دین يې جلا دی او په افغاني ټولنه کې اقلیت دي، خو افغانان دي او باید د سر او مال خوندیتوب ته يې د افغانستان د نورو اتباعو په څېر پام وشي.

دی وايي:

"له دوه نیمو میاشتو راهیسې خپل وراره پسې ګرځو. هغه يې ټوټه ټوټه کړی و. پرون مو د هغه جنازه را وایسته، خدای خبر چې تېزاب یې پرې شیندلي وو، حلال کړی يې وو، څنګه یې وژلی وو، هېڅوک نه پوهېږي."

بجن سنګهـ غریب نواز په‌داسې حال کې له روانو ناخوالو شکایت کوي چې د ده ۲۲ کلن وراره "ارجیت سنګهـ" د تېرلمریز کال د حوت په ۱۴مه د کابل ښار د ۱۳مې حوزې اړوند په دشت برچي کې لومړی تښتول شوی او بیا وژل شوی، خو جسد يې د ډېرو هلو ځلو وروسته، د شاوخوا دوه میاشتو په تیرېدو، د روان لمریز د ثور په ۲۳مه وموندل شو.

د بجن سنګهـ غریب نواز د معلوماتو له مخې، ارجیت سنګهـ په دشت برچي کې د یوناني درملو د خرڅلاو دکان درلود، د تېر لمریز کال د حوت میاشتې په ۱۴مه نېټه چې د شپې کور ته ستون نه‌شو، په هماغه شپه يې د ده د ورکېدو اطلاع اړوندو پولیسو ته ورکړه.

دی وايي، له اطلاع سره- سره پولیسو د ارجیت سنګهـ مړی په اوومه حوزه کې موندلی او کابل ښاروالۍ اوونۍ وروسته، د تېرکال د حوت ۲۲مه د لا وارث په نوم د شهدای صالحین په حظیره کې خاورو ته سپارلی دی.

بجن سنګهـ وايي، له دغې پېښې وروسته د ځان، اولاد او کورنۍ پر خوندیتوب بې باوره شوی دی.

په همدې حال کې د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دغې پېښې په کابل ښار کې د هندوانو او سیکانو پر روحیه ناوړه اثر کړی دی.

د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار
د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار

هنریار سره له دې چې په‌دې برخه کې د کشفي او امنیتي ارګانونو هڅې ستايي، خو هیله ښيې چې د افغاني ټولنې د دغې اقلیت خوندیتوب ته تدابیر جدي شي.

نوموړې وايي:

"د ارجیت سنګهـ قضیه لومړنۍ نه‌ده، خو هیله منده یم چې دا وروستۍ قضیه وي، د دې په خاطر چې اقلیت یو او ډېر ژر زیان را رسېږي، ضرورت لرو چې امنیت ته مو ډېر پام وشي."

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د ارجیت سنګهـ د قضیې عاملین نیول شوي او دوسیه یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې ده.

دی وايي:

"قاتلین مېرمن او خاوند دي، یو یې د کابل ښار د ۱۳مې حوزې په مربوطاتو او بل یې په بغلان ولایت کې نیول شوي، دوسېې یې له موږ سره بشپړې او لوېې څارنوالۍ ته استول شوي دي."

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي

ازادي رآډیو هڅه وکړه څو په‌دې اړه د لویې څارنوالۍ نظر واخلي، خو اړیکې ورسره ټینګې نه‌شوې.

د ارجیت سنګهـ د وژل کېدو پیښه لومړۍ نه‌ده، بلکې په تېرو دوه درې کلونو کې په کندهار، هرات او کندز ولایتونو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي دي.

سربېره پر دې تېر کال په جلال‌اباد ښار کې په یوې چاودنه کې له لسو ډېر هندوان او سیکان ووژل شول.

افغان چارواکو او په تېره ولسمشر محمد اشرف غني ټینګار کړی چې د هندوانو ټولو حقونو ته دې، د هېواد د نورو اتباعو په څېر، یو شان توجه وشي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG