سیګار: لا هم له افغانستان څخه د ترهګرۍ ګواښ شته

ارشیف: په کابل کې د داعش پر یوه پټنځای طالب وسله والو عملیات کړي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش په یوه راپور کې چې پرون پنجشنبې خپور شو، ویل شوي چې د طالبانو له څه باندې دوه کلنې واکمنۍ وروسته لا هم له دې هېواده د تروریزم ګواښ شته.

سیګار، چې په هرو درېیو میاشتو کې د افغانستان په اړه راپور خپروي، په تازه یوه کې د اسلامي دولت سختدرځې ډلې، د القاعده تروریستي شبکې او پاکستاني طالبانو یا 'ټي ټي پي' یادونه کړې چې د طالبانو له حکومته په مستقل ډول فعالیت کوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم په خپل راپور کې ویلي وو چې القاعده په افغانستان کې د روزنې مرکزونه جوړ کړي دي.

په راپور کې راغلي چې القاعده شبکه په پنجشېر کې د وسلو زېرمې او دغه شان په کابل، هلمند، هرات او فراه کې تاسیسات لري.

په دې اړه نور: امنیت شورا: القاعده په افغانستان کې نوي روزنیز مرکزونه، مدرسې او تاسیسات جوړ کړي

د امنیت شورا د راپور پر بنسټ القاعده شبکه چې له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت لري تازه یې د ننګرهار په ګډون په نورستان، کونړ او پروان ولایتونو کې پنځه نوې مدرسې فعالې کړې دي.

که څه هم په افغانستان کې د القاعده شبکې د غړو دقیق شمېر نه دی مالوم، خو د امنیت شورا په راپور کې ادعا شوې چې اوسمهال د دې شبکې ۱۰ مشهورې څېرې چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي په افغانستان کې مېشت دي.

د طالبانو د ريیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د امنیت شورا راپور رد کړ.

ده پرون په پکتیا کې یوې غونډې ته وویل چې د طالبانو حکومت پر ټوله خاوره واک لري او په هېواد کې هیڅ ترهګرې ډلې ته پناه نه ورکوي.

هغه وايي: "اسلامي امارت له خپلې خوا څخه دنیا ته اطمینان ورکوي چې د افغانستان خاوره به د چا په ضرر باندې نه استعمالېږي. موږ که د خپل هېواد لپاره امن غواړو د نورو لپاره یې هم غواړو. افغانستان به په هیڅ صورت کې هیڅکله داسې مراکزو ته اجازه ورنه کړي چې له هغو څخه دنیا ته ضرر ورسېږي."

د طالبانو د ريیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر

تر مولوي کبیر مخکې د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد هم د امنیت شورا راپور رد کړ او هغه یې پروپاګنډ وباله.

له بلې خوا د سپينې ماڼۍ ویندوی په افغانستان کې القاعده کمزورې بولي.

د دې شورا ویندوی جان کربي په افغانستان کې د القاعده شبکې د موجودیت او فعالیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر راپور په غبرګون کې وویل چې د امنیت شورا له راپوره خبر دی، خو القاعده په افغانستان او نورو ځایونو کې کمزورې ده.

د سپينې ماڼۍ ویندوی جان کربي

جان کربي امریکا غږ ته وویل، القاعده په داسې دریځ کې نه ده چې په متحدو ایالتونو باندې بریدونه وکړای شي.

خو په امریکا کې د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی نجیب ازاد وايي، امنیت شورا له دقیقو څېړنو، اسنادو او معلوماتو وروسته دا ډول راپورونه خپروي.

ازاد وویل: "متحده ایالتو د طالبانو له واک ته رسېدو درې میاشتې وروسته هم وویل چې القاعده په افغانستان کې نه شته یا د امریکا لپاره خطر نه ده لاکن په کابل کې د الظواهري په وژلو یې دا ثابته کړه چې القاعده په افغانستان کې شته."

د القاعده مشر ایمن الظواهري د ۲۰۲۲ د جولای په ۳۱مه نېټه د کابل په یوه کور کې د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

د القاعده پخوانی مشر ایمن الظواهري چې د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۳۱مه په کابل کې د امریکايي ځواکونو له لوري ووژل شو.

د امنیت شورا په راپور کې راغلي چې طالبان له القاعده سره نژدې اړیکې لري او د القاعده ځینې مهم مشران په افغانستان کې اوسي او دا ډله په څلورو ولایتونو لکه غزني، لغمان، پروان او ارزګان کې تاسیسات او په پنجشېر کې سلاکوټ لري.