د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

میلر: امریکا د خپلو اتباعو د خلاصون په موخه پر طالبانو فشارونو ته دوام ورکوي


د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی له طالبانو څخه د امریکايي اتباعو د خلاصون په موخه خپلو فشارونو ته دوام ورکوي.

امریکا وايي، د طالبانو له منګولو د دغه هېواد د اتباعو د خلاصون لپاره به خپلو فشارونو ته دوام ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر د سه شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وویل چې امریکا د طالبانو له منګولو د دغه هېواد د اتباعو د ازادولو لپاره خپلو فشارونو ته دوام ورکوي.

میلر وویل چې امریکايي چارواکو دا موضوع په دوحه کې له طالبانو سره په لیدنه کې راپورته کړې وه.

هغه وویل: "زه قصد نه لرم چې د هغوی شمېر په ډاګه کړم، خو دا سمه ده چې د طالبانو له مشرانو سره مو په لیدنه کې دا مسئله مطرح کړې وه او یو شمېر نور موضوعات لکه د الوتنو بیا پیلول، د نشه يي توکو پر ضد مبارزه او د ترهګري پر وړاندې د مبارزې مسایل مو مطرح کړي وو. همدارنګه د بندیانو د خوشې کولو لپاره مو فشار راوړی، مګر د هغو د خصوصي حریم له پاره مناسبه نه ګڼم چې د هغوی ځانګړو شریطو ته ننوځم."

په همدې حال کې په دوحه کې له طالبانو سره له کتنې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د هغو امریکايي اتباعو په سمدستي او غیر مشروطه خوشې کېدو ټینګار کړی چې د طالبانو په بند کې دي.

خو د سیاسي چارو کارپوه سمیع یوسفزی په دې باور دی، چې امریکا نه غواړي د طالبانو د په رسمیت نه پېژندلو له امله د نیول شویو کسانو هویت څرګند کړي.

نوموړي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "له لسو څخه تر دولسو پورې کسان چې له امریکا او اروپايي هېوادونوسره تعلق لري د طالبانو په زندان کې دي. په دوی کې يو تن هغه کس و چې په افغانستان کې يې د امريکا په پوځ کې دنده ترسره کړې وه. وروسته بيا افغانستان ته کومې نادولتي مرستندويه ادارې ته راغلی و. هغه د الظواهري په قضیه کې طالبانو له خوا نیول شوی. دا چې طالبان داسې حکومت نه دی چې په رسمیت پېژندل شوی وي، امریکا هم د هغو کسانو په اړه چې د طالبانو لخوا نیول شوي له هغو په اړه له طالبانو سره د یوه حکومت په توګه نه بلکې د یوې ډلې په صفت خبرې کوي د همدې لپاره نه غواړي چې د هغوی هویت افشا شي."

تر دې مخکې هم یو شمېر امریکايي چارواکو د طالبانو له لوري د امریکايي اتباعو د نیول کېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال او د منځني ختیځ، شمالي افریقا او مرکزي اسیا د فرعي کمېټې مشر جو ویلسون په دې وروستیو کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان ته یو لیک استولی و او غوښتي یې وو چې دا امریکایان باید ژر تر ژره خوشې شي او په خوندي توګه امریکا ته وسپارل شي.

په همدې حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن هم د مارچ په ٢٣مه د امريکا د استازو جرګې د بهرنيو اړيکو په کمېټه کې وويل چې د ده د معلوماتو له مخې يو شمېر امريکايان د طالبانو له خوا نيول شوي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن
د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن

هغه دا هم وويل چې اوسمهال په افغانستان کې ١٧٥ امريکايي اتباع مېشت دي چې له ډلې يې ۴۴ وتلو ته چمتو دي او په دې برخه کې هڅې روانې دي.

د ازادي راډی خبریال وغوښتل چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند د څرګندونو په اړه د طالبانو نظر هم ولري، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او د هغه مرستیال بلال کریمي په دې اړه پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

خو تر دې وړاندې ذبیح الله مجاهد د بلېنکن د څرګندونو په غبرګون کې ویلي وو چې د دوی په زندان کې کوم امریکايي نه شته، خو دوی بیا هم په دې اړه څېړنې کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG