د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۲

ملګروملتونو کې د چين استازی: افغانستان او سيمې ته د داعش ډلې د بيا ستنېدو امکان شته


افغانستان کې د وروستيو لويو بريدونو مسؤليت داعش وسله‌والې ډلې منلی دی، انځور - ارشيف
افغانستان کې د وروستيو لويو بريدونو مسؤليت داعش وسله‌والې ډلې منلی دی، انځور - ارشيف

د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا یو شمېر غړو هېوادونو په افغانستان کې د ترهګرۍ د پراختیا او د داعش ډلې له‌خوا افغانستان، سیمې او نړۍ ته د ور پېښو ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ.

د امنیت شورا په پرونۍ غونډه چې نړۍ ته د داعش له‌خوا د ورپېښو ګواښونو په اړه جوړه شوې وه، چې په‌کې د چین استازي ژنګ جون وویل، داعش ‌ډله افغانستان او سیمې ته د بیا ستنېدو په حال کې ده.

هغه د داعش او د ترکستان اسلامي غورځنګ ترمنځ د ګډو تبلیغاتو او د نظامي او عملیاتي پرسونل د تبادلې په اړه هم اندېښنه وښوده او له طالبانو یې وغوښتل چې په افغانستان کې د ترهګرو ‌ډلو د وسله‌والو د یو ځای کېدو د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

طالب ویاندویانو په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو او ګواښونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو وړاندې یې ویلي چې دې ډلې ته یې ماتې ورکړې.

خو د امنیت شورا په غونډه کې په ملګرو ملتونو سازمان کې د متحده‌ عربي اماراتو استازې لانا ذکي نُسیبه بیا وايي، په افغانستان کې د تروریستي ډلو نا روا تبلیغات په محلي او سیمه‌ییزو ژبو خپرېږي.

د امنيت شورا ناسته، ارشيف
د امنيت شورا ناسته، ارشيف

نوموړي ويلي: "په افغانستان کې د داعش خراسان نا سم تبلیغات په سیمه‌ییزه ژبو خپریږي، څو دوی ډېر شمېر کسان جذب کړي. موږ باید د دې پرمختلونکي ګواښ په ځواب کې هوښیار و اوسو او ډاډ ترلاسه کړو چې بدیل پیغامونه د پروپاګند وړاندې خلکو ته ورسېږي."

د امنیت شورا په غونډه کې د فرانسې استازي نیکولا دو ریویر وویل، تایید شوي راپورونه شته چې ترهګرو ډلو یو ځل بیا په افغانستان کې رېښې خپرې کړي دي.

"د داعش رهبرۍ ته له پرله‌پسې زیانونو اوښتو سره سره، دا ډله نړیوالې سولې او امنیت لپاره یو ګواښ دی

هغه غوښتنه وکړه چې د تروریستي ډلو مالي سرچینې باید له‌منځه یوړل شي او پر ضد یې عملي ګام پورته شي.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د جاپان استازې شینو مینتسوکو بیا وايي، هېواد یې په افغانستان کې د داعش ـــــــ خراسان د فعالیت په اړه اندېښمن دی.

نوموړی وايي: "د داعش رهبرۍ ته له پرله‌پسې زیانونو اوښتو سره سره، دا ډله نړیوالې سولې او امنیت لپاره یو ګواښ دی. لکه څنګه چې د سرمنشي په راپور کې اشاره شوې، په منځني ختیځ او افریقا کې د داعش او د هغې د اړوندو ډلو فعالیتونه د ژورې اندېښنې وړ دي. په تېره بیا جاپان په افغانستان کې د داعش-خراسان څانګې د فعالیت په اړه اندېښنه لري."

په ملګرو ملتونو کې د جاپان استازې له ترهګرۍ سره د مبارزې ترڅنګ د بې‌وزلۍ او نابرابرۍ سره د مقابلې غوښتنه هم وکړه او زیاته یې کړه، تر هغه چې بې‌وزلي او نا برابري له‌منځه ولاړه نه‌شي، ترهګري له‌منځه نه‌ځي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې دا هم وویل شول چې داعش ډلې نوې ټیکنالوجۍ ته لاس‌رسی موندلی.

دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې ملګروملتونو په یوه راپور کې ویلي، داعش ډلې په نړۍ کې د طالبانو د لا منزوي کولو په خاطر خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې به د چین، هند او ایران پر سفارتونو بریدونه وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG