یو شمېر ښځې: شرعي محرم نه لرو، په اسانه څوک کور په کرایه نه راکوي

تصویر له ارشیفه

یو شمېر ښځې چې د کورنۍ سر پرستې دي وايي، د شرعي محرم د نه لرلو له امله نه شي کولى په اسانۍ ځانته کور په کرایه ونيسي.

د دوی په خبره، د نارینه مشر په نشتوالي کې په ځینو مواردو کې ځايي مشرانو او د معاملاتو د لارښونې دفترونه دوى ته ستونزې جوړوي او هغو کورنيو ته کورونه په کرايه نه ورکوي چې مشري او سرپرستي يې ښځې کوي.

عظيمي چې د هرات اوسېدونکې ده او په راپور کې د خپل بشپړ نوم له اخيستو ډډه کوي، د اوو ماشومانو مور ده.

نوموړې وايي خاوند يې، دوه کاله کېږي چې ایران کې دی او د خپلې کورنۍ او ماشومانو مشري دې ته ورله غاړې ده.

اغلې عظيمي وايي، د یوې ښځې په توګه چې د خپلې کورنۍ سرپرستي کوي، د کور په کرایه نيولو کې له ډېرو ستونزو سره مخ ده.

نوموړې ادعا کوي چې ځايي مشران او د معاملاتو د لارښونې دفترونه پر ښځو باور نه کوي، او کورونه په کرايه نه ورکوي.

هغې ازادي راډیو ته وویل:

" څو ځله د سيمې وکيلانو غونډه وکړه چې دا مېرمن بې سرپرسته ده، او ورته مو کور ورکړی، غوښتل چې موږ له هغه کور وباسي، ما ته يې ډېرې ستونزې جوړې کړې، حوزې ته يې معرفي کړم. زموږ د کور دروازې ته یې کاغذونه راوړل، له بده مرغه دا هغه ستونزې دي چې ښځې يې لري، پر ښځو هيڅ باور نه کوي او کورونه په کرايه نه ورکوي."

د بغلان ولايت اوسېدونکې نازيه هم ورته ستونزې سره مخ ده.

هغې ازادي راډيو ته وویل چې له لسو کلونو راهیسې د کورنۍ سرپرسته ده او په دې وروستیو کې له محرم پرته ان د معاملاتو د لارښونې دفترونو ته د ننوتلو اجازه هم نه ورکول کېږي.

د کابل ښار یو شمېر کورونه

نازیه وایي:

" تر ټولو اول، دوی موږ ته اجازه نه راکوي چې له محرم پرته د معاملاتو د لارښوونې دفترونو ته ننوځو، که اجازه راکړي، موږ باید محرم ولرو، کله چې د کور ليدلو ته ځو، اجازه نه راکوي او وايي چې باید زموږ ورور، پلار یا میړه راسره وي."

په هرات کې د معاملاتو د لارښوونې د یو دفتر مسوول چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وايي چې د طالبانو حکومت دوی ته ویلي چې له محرم پرته دې هیڅ یوې ښځې ته کور په کرایه یا ګروي کې نه ورکوي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

" دا چې دوی کور په ګرو یا کرایه واخلي دولت موږ ته اجازه نه ده کړې. دوی وویل یوه ښځه چې ځانته یوې سیمې ته راځي کور نیسي، امکان نه لري چې څوک ورسره نه وي، لکه ورور، مېړه، پلار، خپل خپلوان، امکان نه لري چې دا ونه لري، هیڅوک بې کسه نه دي، ځکه د دولت قانون دا دی چې باید د کور د کرایې یا ګرو سند د نارینه په نوم ولیکل شي."

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره پر افغان ښځو ګڼ بندیزونه لګول شوي

خو سهراب چې په کابل کې د معاملاتو د لارښوونې دفتر لري، وايي چې د کور د کرايې لپاره ښځو او نارينه وو ته شرايط يو شان دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو پورې د دغو ادعاوو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ور نه کړ.

د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو راهیسې د زده کړو، کار او نورو ټولنیزو، سیاسي او فرهنګي فعالیتونو په ګډون په ډېرو برخو کې د ښځو پر وړاندې بنديزونو لګېدلي چې دا پرې یوه بله زیاتونه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په دې وروستیو کې په یوه راپور کې ویلي، دا مهال په افغانستان کې د کورنیو د نارینه وو سرپرستانو په پرتله ښځینه سرپرستانې ډېرې زیانمنې دي.