د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

د ملګرو ملتونو یو چارواکی: طالبانو د ښځو پر وړاندې ټکان ورکوونکي ځپونکي اقدامات کړي


ارشیف: د معترضو ښځو پر وړاندې د طالبانو د وسله والو د چلند انځور
ارشیف: د معترضو ښځو پر وړاندې د طالبانو د وسله والو د چلند انځور

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشر پر افغانستان واکمن طالبان تورن کړل چې د ښځو او نجونو پر وړاندې یې ټکان ورکوونکي ځپونکي اقدامات کړي او وايي چې په افغانستان کې بشري حقونه د سقوط په حال کې دي.

د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر ولکر ټرک پرون په ژنیو کې د بشري حقونو د شورا غونډې ته په وینا کې وویل چې په افغانستان کې د بشري حقونو سقوط د میلیونونه ښځو، نارینه وو، نجونو او هلکانو پر ژوند ناوړه اغېز کړی دی.

د ټرک په وینا، د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د ځپونکو اقداماتو کچه خورا زیاته ظالمانه ده.

د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر ولکر ټرک
د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر ولکر ټرک

د طالبانو چارواکو تراوسه د ټرک د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې ویلي چې دوی د ښځو حقونو ته د اسلامي اصولو په رڼا کې درناوی کوي.

د ټرک څرګندونې په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د هغه راپور له خپراوي سره هممهاله دي چې د ۲۰۲۲ کال له مارچ څخه پیل د سږني کال تر اګست میاشتې پورې موده رانغاړي.

په دې راپور کې په افغانستان کې د قانون د حاکمیت او بشري حقونو او په تېره د ښځو او نجونو د حقونو د وضعیت د سیستماتیک سقوط خبره شوې.

په راپور کې د ښځو او نجونو د قتل او ناموسي وژنو، وهلو ټکولو، په کم عمر د نجونو د ودولو په ګډون د سرغړونو ۳۲۴ موارد مستند شوي دي.

په راپور کې له طالبانو له مخکینۍ دورې سره د اوسني وضعیت مقایسه نه ده شوې، خو د افغانستان په معاصر تاریخ کې د دې سرغړونو موارد کم نه دي.

په راپور کې راغلي دي ملګرو ملتونو همداراز د تلاشۍ په پوستو کې له ښځو سره په دې خاطر چې د طالبانو له سپارښتنې سره سم حجاب یې نه دی اغوستی او یا له دې کبله چې له شرعي محرم پرته بهر راوتلي، خو بېرته خپلو کورونو ته لېږل شوي، د طالبانو د ناوړه چلند موارد مستند کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا چې ۴۷ غړي لري په ۲۰۲۱ کال کې موافقه وکړه چې افغانستان ته د بشري حقونو پر وضعیت د څارنې لپاره یو خپلواک استازی واستوي او اروپايي ټولنې هیله ښودلې چې د اکتوبر تر ۱۳ مې پورې په ژنیو کې د دې شورا په روانه غونډه کې به د دې استازي ماموریت تمدید شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG