اوچا: تېر کال په افغانستان کې ۲۱۴ مرستندویه کارکوونکي نیول شوي او ۲۲ نور ټپیان دي

د ملګرو ملتونو بیرغ

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې ۲۱۴ مرستندویه کارکوونکي نیول شوي او ۲۲ کارکوونکي ټپیان شوي دي.

یادې ادارې د چهارشنبې په ورځ د یوه راپور په خپرولو سره زیاته کړه چې په تېر زېږدیز کال کې د بشردوستانه کارکوونکو، سرچینو او امکاناتو په وړاندې تاوتریخوالی په دې هېواد کې بشردوستانه فعالیت خورا اغېزمن کړی دی.

د اوچا په ټکو، دې پېښو د دې سازمان په بشردوستانه هڅو کې د ښکېلو کسانو خوندیتوب او امنیت ته د پام وړ خطرونو رامنځته کړي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، یوازې د تېر کال په ډسمبر میاشت کې ۱۱ مرستندویه کارکوونکي د طالبانو له خوا نیول شوي وو چې له یوه کارکوونکي پرته پاتې نور له یوې اوونۍ وروسته خوشې شول.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر همدا شان زیاته کړې چې په ٢٠٢۳ کال کې په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو لاسرسی له سختو خنډونو سره مخ شوی دی.

راپور زیاتوي چې په ۲۰۲۳ کال کې د دوی د بشر دوستانه شریکانو له‌خوا ۱۷۷۵ پېښې راپور شوي دي.

اوچا د طالبانو حکومت چارواکي او وسله‌وال کسان په ۲۰۲۳ کال کې بشردوستانه مرستو ته د اړمنو کسانو د لاسرسي پر وړاندې، د ۹۵ سلنه خنډونو مسوول وبلل.

خو د طالبانو حکومت تل دا ډول ادعاوې رد کړې دي.

اوچا ویلي چې د خپلو شریکانو په همکارۍ، بشري مرستو ته د بې خنډه لاسرسي ملاتړ کوي او په ورته وخت کې د دغو مرستو په رسولو کې د ښځو رول مهم بولي او د هغوى نشتوالى يې زيانمن ګڼلی دی.

څه باندې یو کال وړاندې د طالبانو حکومت په ټولو کورنیو او نړیوالو ادارو کې د ښځو پر فعالیتونو محدودیتونه وضع کړل.

په کابل کې اړمنې مېرمنې چې مرستو ته ولاړې دي. May 23, 2023

په کابل کې یوې مېرمنې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي او لا هم له خپل کور څخه په انلاین ډول له یوې نړیوالې مرستندویه موسسې سره کار کوي ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو د محدودیتونو له امله د مرستو رسولو بهیر، په ځانګړې توګه اړو ښځو ته کم شوی دی.

هغه وايي: "د دې لپاره چې مونږ په کور کې یو او نه‌شو کولای ساحې یا دفتر ته ولاړ شو او یا هم د ښځو وضعیت له نږدې وګورو نو له همدې امله دا مرستې ټولنې په تېره هغو کونډو ښځو ته چې د خپلې کورنۍ یواځینۍ سرپرستې وې پیکه شوې دي، ځينو موسسو له هغوی سره مرستې کولې چې دا مرستې ان له منځه تللې دي."

په ورته وخت کې په کابل کې مېشتې اړې مېرمنې ادعا کوي چې بشري مرستې په شفاف ډول نه وېشل کېږي.

هغې ازادي راډیو ته وویل چې له مرستندویه موسسو څخه يې هېڅ ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې.

یوې مېرمنې وویلک ډېری کسان واسطه کوي او معلوم داره خبره ده چې د کوڅې وکیلان د مرستې په ليست کې د هغه کسانو نومونه لیکي چې خپلوان یا دوستان يې وي.

نوموړې زیاته کړه: "تر اوسه مو هيڅ مرسته نه ده تر لاسه کړې نه له موسسو او نه هم له دولت څخه. همدا ستونزې لرو. ډېری کسان واسطه کوي او معلوم داره خبره ده چې د کوڅې وکیلان د مرستې په ليست کې د هغه کسانو نومونه لیکي چې خپلوان یا دوستان يې وي."

سره له دې چې د مرستو په رسولو کې تل د طالبانو حکومت د مداخلې په اړه ادعاوې شوې دي، خو دوی د مرستو د رسولو په بهیر کې پر شفافیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هڅه کوي دا مرستې په شفاف ډول مستحقو کسانو ته ورسوي.