د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

۲۰۲۳ کې افغانستان سره بشري مرستې او د دغه هېواد بشري وضعیت


توزیع کمک به افراد نیازمند در ولایت فراه - عکس از آرشیف
توزیع کمک به افراد نیازمند در ولایت فراه - عکس از آرشیف

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، افغانستان په ۲۰۲۳ کال کې د ملګرو ملتونو د بېړني غبرګون له مرکزي صندوق (CERF) څخه د بوديجې دوهم ترلاسه کوونکی هېواد و.

اوچا د سې شنبې په ورځ په یوه راپور کې ويلي چې افغانستان سږ کال د دغه صندوق له بودجې څخه ۵۳ میلیونه ډالره ترلاسه کړي دي.

د اوچا د راپور له مخې، افغانستان داسې مهال د دې مرستو چې ١٨ ميليونه ډالر په کې شامل دي یوه برخه ترلاسه کړې چې هغه مهال په افغانستان کې ۱۷.۲ ميلیون خلک نه پوهیدل چې د دوى د بل وخت خواړه به له کومه کېږي.

د دغه راپور له مخې، له دې مرستو وروسته، په افغانستان کې خوراکي خوندیتوب په یو څه ښه شوی او د هغو کسانو شمېر چې د ۲۰۲۳ کال له نومبر څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې د خوراکي توکو له سخت نه خوندیتوب سره مخ وو، له ۱۸.۳ میلیونو څخه ۱۵.۸ میلیونو ته راټیټ شوی دی.

اوچا ویلي چې د ژمي په رانږدې کېدو سره د بودجې د سخت کمښت له امله ډېر پروګرامونه له خنډ سره مخ شوي او افغانستان د (سي ای آر اف) له بودجې څخه يوازې شل ميليونه ډالره ترلاسه کړي دي.

خو په افغانستان کې ځني اړمنې کورنۍ، وايي چې د ملګرو ملتونو له لوري له دوى سره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.

د کابل اوسېدونکې چې په خبره یې میړه یې مړ شوی او اوس په کور بل څوک نشته نه لري چې کار وکړي وايي، چې تر اوسه ورسره هېڅ مرسته نه ده شوې.

سرچینه زیاتوي:

"ملګري ملتونه چې مرسته کوي هغه پورته خلک خوري د چا لاسنيوي ته څوک نه راځي زما په شمان په زرګونه يتيمان کونډې او بېوزله شته چې څوک ترې خبر نه دي اولادونه مې هم کار نشي کولی، تر اوسه مې درس پرې وويلو اوس چې د ښار په يو کونج کې کار و کړي نه يې پرېږدي ځغلوي يې. "

یو شمېر افغان مېرمنې د بشري مرستو د ترلاسه کولو په تمه
یو شمېر افغان مېرمنې د بشري مرستو د ترلاسه کولو په تمه

سلیم چې د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ اوسېدونکی دی، ازادي راډيو سره یې خبرو کې ادعا وکړه، چې د ملګرو ملتونو له خوا مرستې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې په مرستندویه موسسو کې څوک پېژني.

سلیم زیاتوي:

"مونږ ته هېڅ مرسته نه ده شوې، ځکه کس مو نه درلود چې مونږ ته واسطه شي، زه خپله بى کاره يم واړه ماشومان لرم يو ١٤ کلن زوى لرم په هوټل کې کار کوي هره مياشت يو نيم زر يو څه کېږي دوى بايد غريبان سروې کړي، څوک چې واسته لري سروې کېږي"

نوموړی وايي، تېر کال د مرستو د وېش بهیر شفاف و.

په همدې حال کې د بامیانو ولایت اوسېدونکې معصومې ازادي راډیو ته ووویل:

"زه پخپله په لسو کورونو کې کار کوم، هیڅ کار نشته، زه په میاشت کې شپږ اوه ورځې کار کوم، ډیر معاش هم نه ورکوي، دوی دومره پیسې ورکوي چې وچه ډوډۍ واخلو موږ وچه ډوډۍ کله کله جوش اوبو سره خورو او کله ناکله له سړو اوبو سره. موږ د ګاز او بریښنا لپاره پیسې نه لرو. ډیری وختونه موږ ګاز نه کاروو، څوک چې مرسته کوي له ما سره دې وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په روان کال کې اعلان وکړ چې د بودجې د کمښت له امله یې په افغانستان کې له ۱۲ میلیونو اړمنو خلکو سره مرستې پرې کړې دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د روان کال په جنورۍ میاشت کې یې له افغانستان سره له ۱۳ میلیونو کسانو سره مرسته کړې ده، خو د می او سپټمبر په میاشتو کې د بودیجې له سخت کمښت وروسته یوازې ۳ میلیونه کسانو سره د لومړنیو خوراکي توکو بېړنۍ مرسته شوې ده.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان بشري مرستو ته د ځواب ورکولو په اړه خپل نوي پلان کې ویلي چې ۲۳.۷ میلیونه افغانان لومړيتوب لري چې بايد بشري مرستې ورته ورسېږي چې له دې شمېر ۱۷،۳ میلیونه وګړو سره به مرستې وشي.

اوچا زياته کړې چې له دغو اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره ٣،٦ ميليارده ډالرو ته اړتيا ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG