یونېسف: افغان ماشومان درنو او خطرناکو کارونو کولو ته اړ کېږي

ارشیف: د کابل په یوه سړک کارګر ماشومان

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف وايي چې په افغانستان کې کارګر ماشومان د یوې مړۍ ډوډۍ د پيداکولو لپاره درنو او خطرناکو کارونو کولو ته اړ کېږي.

یونېسف د پنجشنبې په ورځ ناوخته په افغانستان کې له کارګر ماشومانو د خپل ملاتړ په اړه په یو راپور کې زیاته کړې، دغه ماشومانو چې هم میندې او هم پلرونه او یا له دوی دوو څخه یو یې نه لري، له زده کړو او خپل ماشومتوب څخه بې برخې کېږي او د تاوتریخوالي، ګټې اخیستنې او ناوړه استفادې د بېلابېلو ډولونو له خطر سره مخ کېږي.

یونېسف ویلي، کله چې ماشومان په واټونو کې ژوند یا کار کوي، د دوی وده، امنیت او خوندیتوب له ګواښ سره مخ کېږي.

د یونېسف په راپور کې په افغانستان کې د دغه سازمان د ماشومانو د ساتنې د څانګې د مشرې ماریا مپیلای ماریا سیلوام له قوله ویل شوي: "دا ماشومان ښوونځي ته د تګ فرصت له لاسه ورکوي او په واټونو کې له دوی ناوړه استفاده کېږي، غلطه ګټه ځنې پورته کېږي او جرمي فعالیتونه یې زیاتېږي."

د یونېسف په وینا، په ټول افغانستان کې کارګر ماشومان د دې پر ځای چې په ښوونځي او یا کور کې وي، خپل ډېر وخت په واټونو کې د کاغذونو، اوسپنې، قوطيو او نورو توکو په راټولولو، لېږدولو او پلورلو تېروي.

د دغه سازمان د راپور له مخې، یوازې په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان په شمالي سیمو کې ۱۳۱،۴۰۰ ماشومان، چې ځینې یې پنځه کلن دي، له خپلو کورنیو جلا شوي او له تاوتریخوالي او ناوړه استفادې سره مخ شي.

یو شمېر اړمنې کورنۍ هم وايي چې خپل ماشومان د کار لپاره واټونو ته واستوي.

د کابل اوسېدونکې سيمين، چې يوه مور ده او درې ماشومان لري، وايي چې خاوند يې يو کال وړاندې ايران ته تللى او تر اوسه يې احوال نه دى راغلى.

په کابل کې کارګر ماشومان. Aug. 17, 2022

هغې له ازادي راډيو سره په خبرو کې زیاته کړه چې د يو مړۍ ډوډۍ د موندلو لپاره مجبوره شوې چې خپل لس کلن زوی کار ته ولېږي.

نوموړې زیاته کړه: "زما ماشومان واړه دي زما یوه لور اوه او بله اته کلنه ده او زوی مې لس کلن دی، کله ناکله یې د پلاستیکي کڅوړو خرڅولو ته لېږم، کله کار ته نه ځي ښوونځي او مدرسې ته ځي، دومره کېږي چې ډوډۍ پرې واخلو له ۵۰ یا ۱۰۰روپۍ نه ډېره ګټه نه کوي."

په همدې حال کې ۱۲ کلن میرویس، چې په هرات ولایت کې کباړ راټولوي او په پلورولو سره یې خپل پلار سره د کور په لګښتونو کې مرسته کوي، ازادي راډیو ته وویل چې تر درېیم ټولګي پورې یې زده کړې کړي او بیا یې له ښوونځي سره د کار له امله مخه ښه کړې ده.

هغه وویل: "یو کال کېږي چې زړې اوسپنې راټولوو او خرڅوو. زه ۱۲ کلن یم. زه او پلار مې کار کوو، پلار مې زرنج لري د ورځې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ افغانۍ ګټي. غواړم چې ډاکټر شم، خو څوک به کور وچلوي؟ زه له حکومت څخه غوښتنه کوم چې ما ښوونځي ته ولېږي او موږ سره یو څه مرسته وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بيا ځلې واکمنۍ او د ښځو پر کار د بندیزونو له لګولو وروسته ګڼو نړیوالو مرستندویه بنسټونو په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول او یا یې کم کړل چې له امله یې اړمنې کورنۍ اړې شوې چې په خپلو ماشومان سخت کارونه وکړي.

د ملګرو ملتونو د وروستیو شمېرو له مخې په افغانستان کې له ۲۹ میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري چې ۱۶ میلیونه یې ماشومان دي.